د ننګرهار کانکور ،هیلې، واقعیتونه او پایلې!
11.10.2010 15:06د تاريخ په اوږدو دا خبره ټولو افغانانو او د افغانانو دښمنانو ته په ډاګه شوې ، چې ننګرهار او ټوله مشرقي د سولې او علم زانګو ده، او د وطن مور د خدمت لپاره يې تل هم دجګړې او هم د علم په ډګر کې نوميالی وړاندې کړي.دې حقيقت ته په پاملرنې سره ځينې هغه کړۍ چې ظاهرآُ د افغانيت دعوه کوي په لوی لاس غواړي چې ددغې سيمې راتلونکي نسلونه د دوي له حقه حقوقو بې برخې کړي.
ځوانان په دې هيله دي چې دوي به په راتلونکي کې ددې هېواد په رغولو کې فعاله ونډه ولري ، ميندې او پلرونه کرۍ ورځ خواري مزدوري کوي په دې هيله چې د ځيګر ټوټې به يې لاس نيوې وکړي او ټپونه به يې ملهم کړي. او د هېواد د کونډو ، يتيمانو او بې وزلو سترګې همدې ځوان نسل ته دي چې ځوان نسل به يې دردونه دوا کړي. خو.........
په ننګرهار کې د کانکور ازموينه د معمول خلاف درې مياشتې مخکې واخستل شوه، چې دا د ننګرهار او مشرقي سره د مرکزي دولت او د لوړو زده کړو د وزارت هغه جابرانه چلند و ، چې په پايله کې به يې د ډيرو ننګرهاري ميندو سترګې د دوې د ځيګر د ټوټو په ناکامې ورسرې کړې، ځکه دوې له وړاندې د کانکور د ازموينې نېټه نه وه په ډاګه کړې، او په يوه اونۍ کې يې هم کارتونه وويشل او هم يې ازموينه اخستل پيل کړل ، چې له امله يې په سلګونو زده کوونکي چې په لرو پرتو ولسواليو، پېښور يا نورو ښارونو کې وو يا خبر نه شول او يا د وخت د کمې له امله کارتونو اخستلو ته را ونه رسېدل او له ازموينې بې برخې شول.
بله دا چې زده کوونکې د کانکور د معمول وخت سره سم ځانونو ته مهال ويش ټاکلی و او د هغه مهال ويش له مخې يې کانکور ته تيارې کاوه ، چې په دې ناوړه تصميم سره ډېرۍ زده کوونکو پرته له تياري ازموينه کې برخه واخسته چې پايله يې د اوس نه څرګنده ده چې څه به وي. (پراخه ناکامي)
او تر ټولو عجيبه لا دا چې په مشرقي کې سرد سېرښوونځي هم شته لکه د خوګياڼيو او شينوارو په ولسواليو کې ، همدارنګه په کونړ او لغمان کې، چې د هغو ښوونځيو له زده کوونکو څخه يې هم ازموينه واخسته په داسې حال کې چې هغوې لا د دولسم ټولګي کلنې ازموينه نه ده ورکړې او له ښوونځيو نه دې فارغ نو هغو به کانکور څنګه ورکړي په داسې حال کې چې د کانکوراو ددې له تعصبه ډک تصميم په اړه کاملا بې خبره هم وو تر دې چې د کانکور لارښود هم ورته نه ووتدريس شوی.
د وزارت څخه راغلي پلاوي دومره تريخ چلند کاوه چې د دغه شيطانې پلان نښې ددوې په شيطانې خندا ګانو کې له ورايه ښکارېدې.
وزارت په دې پوه دی چې په ښوونځيو کې خو هسې هم درس نشته او زده کوونکي د بلا ستونزو سره مخ دي، يواځې يې همدا وخت وو چې دوي کانکور ته تياری وکړي نو دا چانس هم ترې واخستل شو.
اوس چې په پيل کې دومره ظلم وشو نو تاسو يې د پايلو په اړه څه فکر کوی؟
د ننګرهار وکيلانو، نورو سياسي چارواکو، کابل ميشتو فيوډالانو او تش په نامه ليکوالانو او خبريالانو ته به سړی څه ووايي،دا هر ظلم د سر په سترګو ګوري خو خړې سترګې ورته ګوري او اه له خولې نه راباسي ، ګيله هم ترې نه کوو، خو دومره ورته وايو چې خدای ته ورتګ لری نور مو خوښه خپله.
پايلې! له دولت سره واټن زياتېدل ، بې کاري، د پوهې د کچې ټيټوالی ،د د طالبانو په ليکو کې ددې کانکور ځپلو ورننوتل ، قومې توپيرونو ته لمن وهل او نور هغه حياتي ګواښونه دي چې بيا به نه يواځې ختيځه سيمه بلکې ټول هېواد به ترې ارامه ورځ ونه ګوري.
او هغه چا چې دغه شيطاني پلان تيار کړې په دې د پوه شي ، چې نن به د چا په زور دومره سرې سترګې ګرځي خو کله چې تخته په بله واوښته دوي اود دوي هغه معصوم بچيان به څه کوي او چېرته به ځي. پرته له هيڅ ترحم نه به ورته چلندورسره کېږي نور يې خپله خوښه چې څه کوي.
و من الله توفيق
تبصرې ازادې دي، د قلم عفت شرط دی

