د ټول افغان ټولپوښتنه په پاکستاني رسنيو کې
09.10.2010 15:33د ټول افغان هغه ټولپوښتنه چې په کې لوستونکو د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی د لروبر افغان وطن د مشرۍ لپاره غوره بللی و په پاکستاني رسنيو کې هم انعکاس موندلی دی. د نمونې په توګه په کويټه کې ډيلي قدرت د ټولپوښتنې پايلې کټ مټ خپرې کړي دي.
په هغه ليست کې چې د اته کسانو نومونه ليکل شوي وو او ۱۲۲۸ کسانو رايه کارولې ده محمود خان ۲۸٪ رايې او ورپسې د حزب اسلامي افغانستان مشر ګلبدين حکمتيار چې دا مهال د افغان دولت ضد په وسلواله جګړه بوخت دی ۱۷٪ رايې اخيستي دي.
د دولت مشر حامد کرزي او د دولت مخالفې وسلوالې ډلې (طالبانو) مشر ملا محمد عمر هر یو ۱۲٪ رايې اخيستي دي چې د ټول افغان د لوستونکو په منځ کې د دواړو د محبوبيت په کموالي دلالت کوي.
خو د محبوبيت رښتيني ټيټه کچه د پاکستان د جمعيت علمای اسلام د مشر مولانا فضل الرحمان په برخه وه چې په ۱۲۲۸ رايو کې یې يوه رايه هم نه ده اخيستې. دې ټکي ته ډيلي قدرت هم اشاره کړې ده چې مولانا فضل الرحمان يوه رايه هم نه ده اخيستي.