د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په فراه کې قامي مشر ملا عبدالبصير شهيد کړای شو

خبري څانګه 09.10.2010 12:43

د لرو بر افغان وطن د قامي مشرانو د وژنې لړۍ روانه ده. رپوټونه وايي چې د جمعې په ورځ د فراه په بالابولوک ولسوالۍ کې نامعلومو وسلوالو يو قامي مشر ملا عبدالبصير په شهادت رسولی دی. ملا عبدالبصير د يو پرمختيايي پروګرام مشري کوله او سيمه ييز قامي مشر و چې د دولت سره یې هيڅ ډول اړيکه نه لرله.

د قامي مشرانو د وژلو سلسله کابو نهه کاله وشو چې دوام لري. د افغانستان او پښتونخوا په بېلابېلو سيمو کې دا مهال په سلګونو قامي مشران وژل شوي دي او ځای یې ټوپکمارو او وسلوالو نيولی دی.

د شنونکو په باور دا کار په دې موخه ترسره کېږي چې په افغان وطن کې قامي سولييز جوړښت له منځه يووړل شي او ځای یې هغه خلک ونيسي چې د بهرنيو او په ځانګړې توګه د ګاونډيو هېوادونو په اشاره چلېږي.

يواځې په کندهار کې تر دې مهاله له پنځه سوه زيات قامي مشران وژل شوي دي.

د يادونې ده چې دا وژنې يواځې د ډيورنډ د تورې ليکې دواړو خواوو ته د پښتنو په سيمو کې ترسره کېږي.

ټول افغان.کام د لوستونکو د اند د معلومولو په موخه موده مخکې د قامي مشرانو د وژنې په اړه يوه ټولپوښتنه هم په ليکه کړې وه. په ټولپوښتنه کې ۶۹٪ اکثريت په دې باور و چې د پاکستان استخبارات او وسلوال لاسپوڅي یې د افغان وطن د سر سړي (قامي مشران) وژني. د يادونې ده چې موده مخکې داسې رپوټونه خپاره شوي وو چې د طالب وسلوالو مشر ملا محمد عمر امر کړی دی چې قامي مشران دې ووژل شي. په دې اړه يو شمېر ليکونه هم رسنيو خپاره کړي و چې په کې قامي مشرانو ته د طالبانو سيمه ييزو قوماندانو د مرګ تهديدونه ورکړي وو.

د ټول افغان ټولپوښتنه دلته کتلای شئ.