د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په دوبۍ کې افغان ليکوالو د استاذ يون سره ناسته لرله

خبري څانګه 09.10.2010 12:12

په دوبۍ کې یو شمېر د لروبر وطن ليکوالانو او د ادب مينه والو د افغان وطن د ليکوال، شنونکي او په کابل پوهنتون کې د پښتو ادبياتو استاذ پوهندوی اسماعيل يون سره ناسته لرله چې پښتو ادب او افغان وطن ته ورپېښه ستونزو په اړه یې د استاذ يون څخه پوښتنې وکړې او له هغه څخه یې د وطن تازه احوال او د ادب په برخه کې پرمختګونو او پلانونو په اړه واورېدل.

استاذ يون چې د ژوندون په نامه تلويزيون جوړولو کار پيل کړی په دوبۍ کې د ژوندون راديو او تلويزيون لپاره د سامان الاتو د رانيولو په موخه شته و. استاذ يون د دوبۍ مېشتو ليکوالو او د پښتو ادب مينه والو بلنه ومنله او د دوی پوښتنو ته یې ځوابونه وويل.

په مجلس کې دوبۍ مېشت ليکوال او شاعر نظار يوسفزي هم برخه اخيستي وه. نظار يوسفزی دا مهال له دوبۍ څخه د شمشاد تلويزيون لپاره د مشاعرې يو پروګرام هم وړاندې کوي.

په ناسته کې چې د حاجي محمد نسيم همدرد په ميلمستون کې ترسره شوه استاذ يون حاضرينو ته د هندوستان سفر او د نوموړي د راتلونکې کتاب ((د ډيلي تخت هېرومه)) په اړه معلومات هم ورکړل. د ډيلي تخت هېرومه هندوستان ته استاذ يون يونليک دی چې په هندوستان کې د افغانانو په تاريخ په کې رڼا اچول شوې ده. په ناسته کې يون ليکوالانو ته وويل چې د هند په سفر کې پاني پت ته هم ولاړ چې احمدشا بابا په کې مرهټيانو ته ماته ورکړې وه. يون وويل چې کتاب یې چاپ ته تيار دی او ډېر زر به چاپ شي.

د يادونې ده چې ټول افغان.کام هوډ کړی چې د يون صيب راتلونکی کتاب په يوه لړۍ کې په دې ويبپاڼه خپور کړي.


د دوبۍ په ناسته کې د پښتونخوا نامتو عالم شهيد ډاکتر فاروق ته دعا هم وشوه چې څو ورځې وړاندې د اسلام او هېواد دښمنانو په پښتونخوا کې په ډېره ناځوانۍ شهيد کړي. دعا مولوي ذاکر الله ذاکري وکړه. ډاکتر فاروق د وطن او ولس په مسلو پوه اسلامي عالم و چې دا مهال یې هوډ کړی و چې په پښتونخوا کې تلويزيون او پوهنتون جوړ کړي. په مجلس کې نظار يوسفزي وويل چې د تيارو علمبردارو د شهيد فاروق د رڼا له ډيوو ويره احساس کړې وه نو ځکه یې د افغان ولس دا بله شمعه مړه کړه. ډاکتر فاروق په خيبر تلويزيون يو وخت د فتواوو يو پروګرام هم چلولو.

د يادونې ده چې په دوبۍ کې د ادب د مينه والو سره د استاذ يون دا دويمه ناسته وه. ترې دې مخکه په يوه جلا ناسته کې د افغان شاعر او ليکوال احمد شاه حقوقي په راتلونکي کتاب چې له عربي یې ژباړلی او ((مه خفه کېږه يا لا تحزن)) نومېږي او تردې مخکې څلوېښتو ژبو ته ژباړل شوی دی خبرې وشوې او د حقوقي دا هڅه وستايل شوه.