د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

چې قاتل ؤ او رهزن ؤ انتخاب شو

عبدالرووف الهام 09.10.2010 02:03

چې قاتل ؤ او رهزن ؤ انتخاب شو
چې له دې نه لا تورزن ؤ انتخاب شو
څه به پوښتې چې به څنګه پارلمان وي
دغه ته او دا دې سوال دا دې ځواب شو
ډېر داغونه به ښکاره په جبين سپين شي
چېرته ليرې که له مخه يې حجاب شو
دا خپل ځان به بري نه کړې ای الهامه
چرته پيل که سم هيواد کې احتساب شو