د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ميرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیرد شلمې اونيزې غونډې رپوټ

نعیمه غني 05.10.2010 19:13

دميرمن كلتوري ـ ټولنيز بهير اونيزه غونډه د شنبې په ورځ د ۱۳۸۹ د تلې میاشتې په ۱۰ نیټه د پوهني وزارت په كلوپ كې ترسره شوه.

غونډه دقرآن عظیم الشان دڅو ایتونو په تلاوت سره رسماْ پیل شوه. د غوندی فاطمه آریا او د لطیفې لالهاندپه ویندویي غونډه پر مخ وړل کیده.
دغونډی میلمه آغلې ملالۍ وه. په پیل کې په کاري مسایلو خبرې وشوې آغلې ساهرې شریف په خوست کې دمیرمن بهیر دکارونو دبیا تنظیم په اړه خبرې وکړې او خوست ولایت ته دخپل سفر رپوټ یې وړاندې کړ. ورپسې د میرمن بهیر د ویبپاڼې په اړه چې ندا ساپۍ یې مسووله او لینا شریفي او فریبا سوله مل به ورسره مرسته کوي خبرې وسوې.بیا دمیرمن بهیر دغړې اوږۍ امیل دشعرونو په نوي چاپ شوي کتاب((په وینوسورګلابه)) خبرې وشوې، په غونډه کې وپتییل سوه چې دبهیر په دوه ویشتمه غونډه کې د نعیمه غني پر کتاب او ورپسې په بله غونډه کې د اوږۍ په کتاب مخکتنه وشي.
دغه راز په غونډه کې د رڼا کلنۍ مشاعرې د شعرونو دکتاب په اړه چې مرضیې امین راټول کړی هم خبرې وشوې، دغه کتاب به په نږدې راتلونکي کې چاپ شي.
ورپسې ازاده مشاعره وشوه د مشاعری برخه چه دلطیفه جانې لالهاند په شعرشروع شوه . او بیا گرانی خور سونیتا مدبر، توبا ندا ساپۍ، مرضیې امین،ارزو کبیري، شکریه خروټی ، گلالی عمرخیل ، زمزمې نیازۍ، نعیمې غني، سیمین صدف ، نازیه اریوبوال ، زمزمه عرب نیازۍ
نظيفه نيازي، تورپیکۍ مومند، آرزو نیازی ، نجیبه آشنا ، سولې نیازی ، شمیلا ، اوگی امیل ، گل مینه یوسفزی، مینا نظري وردګ، ليمه نيازي چې هر یوه په وار سره خپل شعرونه ولوستل.
ورپسې دلیکوالي د زده کړي کورس پیل شو.لیکوال او شاعر علم ګل سحر د ناول دتاریخچې او ناول لیکنې په اړه په زړه پورې لکچر وړاندې کړ، ورپسې ښاغلي سحر د کور د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه وویل.په دې غونډه کې د وخت دکموالي له امله کره کتنه ونه شوه.
په غونډه کې وپتییل شوه چې په راتلونکې غونډه کې به ګلالۍ عمر خیل خپله لنډه کیسه کره کتنې ته وړاندې کوي او فریبا سوله مل به پرې لیکلې کره کتنه وړاندې کوي.
په غونډه کې د(تربیت) مجله او د((لارښود)) په نوم د ښاغلي بلوڅ کتاب پر ګډنوالو وویشل شول.
غونډه دناشتا په خوړلو سره د مازديګر پر څلورو بجوپای ته ورسيده ياده دې وي چې د مېرمن بهير اونيزې غونډې هره شنبه د ماسپښين پر یوه نیمه بجه په کابل کې د پوهنې د وزارت په کلوپ کې جوړېږي.