د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پنجابي جرنيلان د چا په غوړو مست دي؟

غلام محمد زرملوال 04.10.2010 21:33

پدې وروستيو کې دافغان ملت ټاټوبى له تر پخوا زيات امنيتي ستونزو سره لاس و ګريوان دى. پداسې حال کې چې په افغانستان کې مېشت بهرني ځواکونه په هلمند، کندهار، سوات، بنير، باجوړ او وزيرستان کې د القاعده پر خلاف بېلابېل پوځي عمليات کوي؛ په ځواب کې يې د "آى اس آى" کرنيلان او جرنيلان په زغرده التيماتوم ورکوي او ننګوي يې. دا څنګه، ولې او د چا پر مږوي؟

د آى اِس آى اناتومي: د پاکستان د جاسوسۍ دا سازمان په سيمه او حتى نړيواله کچه يو پياوړى سازمان دى چې سارى يې لږ موندل کېږي. دنده يې د توطيو او دسايسو زېږونه؛ د دروغو او غولوونکو اطلاعاتو خپرول؛ نارکو- تروريزم، د دهشت او ترهګرۍ خپرول، قتل او ورته نور شنيع عملونه دي.

وسيله يې: د اسلام، مسلمانانو او ازادۍ غوښتونکو نهضتونو پرخلاف او ځپلو لپاره د اسلام له مقدس دين څخه ناروا او نامقدسه استفاده.

تاريخچه: په ١٩٤٧ کال د آګست  مياشتې پر ١٦ نېټه د برتانوي پوځي اډې په توګه د "پويه-خوړلي" پاکستان د پولو په اعلانولو پسې، له نهه مياشتې په لږ موده کې د آى اَس آى (ISI – Inter-Service Intelligence) اداره د پاکستان د پوځ د لوى درستيز مرستيال، برتانوى بريد جنرال کاوتُم، په لاس جوړه شوه. نوموړى د هغو برتانوي جرنيلانو په ډله کې و چې خپل قوتونه يې خپلې نوې جوړې کړې پوځي اډې، پاکستان، ته را اړولي او د هغې په پياوړي کولو بوخت وو. نور جرنيلان: د پاکستان د ځمکني پوځ قوماندان جنرال راس مکاى و؛ د هوايي پوځ قوماندان مرستيال هوايي مارشال پييري کين؛ او سمندري ځواک قوماندان ادمايرل جيفورد و. په همدې ډول پرنګي بيروکراتانو د "اسلامي پاکستان" په ايالتونو ولکه لرله: د بنګال ګورنر سر فريدريک بورن و؛ د پنجاب ګورنر سر فرانسيس مودي؛ او د سرحد ګورنر سر جيورج کننګهم و. 

د برتانيا او پاکستان "دوه- نسله" ګډوله عجيبه افسانه ده. په کامنويلت يا  "ګډ - شتمنيو" کې برخه وال دا بادار او مريې دوه دولتونه له يوه بل سره په پېچلو لومو تړلي دي. له يوې خوا د پاکستان د عوامو ميليونونو برخليک دى. دې مليونونو د پرنګي پوځي هډې، پاکستان، له خښتې ايښودو سره بيا تر دې دمه بيله غُربته، ظلم، استبداد، بېرحمۍ او ناهيليو بل څه نه دي ليدلي. د بې لجامه استبداد تازينه د هغوى نصيب ده.

په خپله په برتانيا کې هم د مليونونو نصيب له پاکستاني مليونونو سره کوم بنسټيز توپير نه لري. په برتانوي مليونونو هم د واکمن حاکم قشر، چې د يوې کوچنۍ سليزې پر هند د مسلطې شرق الهند کمپنۍ لاردي کورنيو څخه عبارت دى، اوسپنيزې منګولې خښې دي. خو لاردانو برتانوي مليونونو ته د ژوند او ژوندي پاتې کېدو اسانتياوې د هغو وينو او اوښو په بدل کې مهيا کړې چې د برتانوي ښکېلاکګرو په لاس او لمسون د لګول شويو اورونو له کبله همدا دم د لوټلې او وروسته پاته ساتلې نړۍ په ګوټ- ګوټ کې لګېدلي دي.

د حاکمه کړيو ترمنځ يې اړېکي بيا بالکل بېل دي:

کله چې د لارد وېول/جناح پاکستان وزېږول شو، نو پرې له مسلطو انګرېز لاردانو سره د پنجاب پوځي- بيروکراسۍ "شل- کورنيو"، چې پر سيمه يې د برتانوي ولکې ساتلو لپاره له هېڅ جنايت څخه پرهېز نه و کړى، ملا تړلې وساتله. پدې لړ کې فرمايشي "سجاده- نشينان" هم شامل وو.

اصغرخان د "اسلام، سياست او دولت" په ٨٠-٨١ مخونو کې ليکي: ".. د دې لپاره چې د [پنجاب] د ايالت پر سياست دوديزه فيوډالي ولکه ټينګه وساتي، ګڼ شمېر سياستوالو احساس کاوه چې يواځې ورته عادي مسلمانتوب کفايت نه کاوه،  نو له دې کبله يې له ځانه د ولايت درجې ته د لوړولو تکل وکړ.  د مسلم ليګ د مشايخو کميټه جوړه شوه او واقعاً د يوې شپې د تېرېدلو په بهير کې د [پنجاب] ايالت په سياسي افق کې د ((پيرانو)) او ((سجاده نشينانو)) نومونه راووتل. د ممدوت خان افتخار حسين خان د ممدوت شريف پير جوړ شو؛ سردار شوکت حيات خان د واه شريف سجاده نشين ونومېد؛ ملک فيروزخان نون د سرګوده شريف دربار جوړ شو؛ سردار شوکت حيات خان د واه شريف سجاده نشين شو؛ او د کميټې سکرتر، محمد ابراهيم علي چشتي ته، د پيسه اخبار شريف د فاضل هند سجاده نشين عنوان ورکړ شو."

In order to consolidate their traditional feudal hold on politics in the province, many politicians felt that being an average run of the mill Muslim was not enough, and so they proceeded to the status of divines. A 'mashaikh' committee of the Muslim League was formed and virtually overnight an embarrassment of 'pirs' and 'sajjada nashins' appeared on the political horizon of the province. Khan Iftikhar Hussain Khan of Mamdot was described as Pir Mamdot Sharif, Sardar Shawkat Hayat Kahn as sajada nashin of Wah Sharif, Malik Feroz Khan Noon of Darbar Sargodha Sharif and to top it all, the secretary of the committee, Mr Ibrahim Ali Chishti, was designated Fazil-i-Hind sajjada nashin of Paisa Akhbar Sharif.

پداسې حال کې چې د اسلام له سپېڅلي دين څخه يې د خپل ولس او ولسي خدمتګارانو پر خلاف د تېرې چړې کار اخست، پاکستاني جرنيلانو، "د اسلام د سرتېرو" تر نامه لاندې د خپلو برتانوي او امريکايي بادارانو پر لارښوونه او کومنده د اسلام او مسلمانانو ځپلو ته دوام ورکړ. جنرال ضياالحق، د ١٩٧٠ کال په بهير کې، چې تور سپتامبر نوميږي، د اسرائيلو په پلوي په اردن کې د فلسطيني ولس پر ضد وجنګېد. هغه مهال ډګروال و. په ١٩٧١ کال کې د پاکستان پوځ د هغې زمانې ختيځ اسلامي پاکستان، د ".. يوه تر درۍ مليونه پورې بنګاليان.." ووژل. [د تفصيل لپاره د "بنګله دېش بېستري" کتاب ولولئ.]

 

له ١٩٧٥ کاله پيل، بيا افغانان د دې رياکاريو قرباني وو.

له هرې موکې او هر بيل حالت سره د جرنيلانو څيره بدلول هم کومه ستونزمنه خبره نه ده. کله چې د مسلمانانو قاتل او د موساد لاسپوڅى جرنيل ضيا په ١٩٨٠ کال کې د جهاد لپاره په کار شو، نو په اسانۍ سره يې خپل پرنګي- ډوله بريتونو په اسلامي بريتونو واړول – "شهيد جهاد افغانستان" وګرځول شو. او بيا کله چې په ٢٠٠١ کال پرويز مشرف د پرون مجاهدينو او نن "ترهګرو" په وژلو مامور شو، نو د تلويزيوني کامرو مخ ته يې د برتانيا ملکې ته ورته خپل سپى په غېږ کې نيولى و، انګرېز بادار ته يې د خپلې وفادارۍ مظاهره کوله.

جنرال ضياالحق، جنرال پروېز مشرف او نورو راجه- جرنيلانو د اسلام او جهاد او بيا د "ترهګرو" پرخلاف جګړې په نامه د امريکا او انګريزانو په کومنده او د هغوى د ګټو ساتلو په لار کې مليونونه افغانان ووژل؛ معيوب يې کړل؛ هيواد يې ورته پر لوټو بدل کړ؛ کور او کهول يې ورته ويجاړ؛ د ژوند کولو او ژوندي پاتې کېدلو هرڅه يې ترې واخستل او د يوه ملت په توګه يې د نخچې له مخه د نابودولو او د نشت تابوت ته د ورغورځولو بډې وهلې وې.

د ٢٠١٠ کال د اکتوبر پر لومړۍ نېټه جرنيل پرويز مشرف په لندن کې د "آل پاکستان مسلم ليګ" په نوم د سياسي ګوند جوړولو اعلان وکړ. برتانوي ميډيا ته په خبرو کې، راجه- جرنيل وويل:“I will bring light to Pakistan” . دا کومه د حيرانتيا خبره نه ده. لندن د پاکستاني جرنيلانو او بيروکراتانو مکه ده. د نواز شريف کورنۍ په لندن کې ده. د اِم کيو اِم الطاف حسين په لندن کې دى. اوس به نو د هغوى تر څنګ پرويز مشرف هم د پرنګي جرنيلانو او بيروکراتانو تر مخامخ هدايت لاندې پنجابي "پاک-آرمي" ته له "ولايت" څخه بولۍ استوي چې څوک ووژني؛ د چا پر کور، مال او ناموس تجاوز وکړي او د کومو توربختو د نابودۍ پلان عملي کاندي.

پر افغانستان د ١٩٩٢ کال د ناورين په تپلو پسې، برتانيا په خپله شيطاني زرادخانه کې يو مخامخ افغان عنصر هم ځاى پر ځاى کړ: سلطان على کشتمند او ډله يې. دا اوس-اوس د کشتمند، محقق، دوستم، خليلي او نورو ستمي کړيو ترمنځ د اړيکو شواهد تر لمر روښانه دي؛ د بي بي سي پروپاګندچي دستګاه پرې مرکې او سيمينارونه جوړوي، لارې چارې يې سنجوي؛ د نادولتي مرستندويه ادارو، ژورنالستانو، ليکوالانو، ماهرانو، د بشري حقونو د کارکوونکو او نورو- نورو نومونو لاندي جاسوسان يې د افغانانو په خاوره او سيمه کې د کورنيو خوبوليو لاسپوڅو په مرسته شپه او ورځ لګيا دي د اولسونو په منځ کې د نفاق او شقاق زړي شيندي – د افغان ملت د تجزيه ساتلو او تجزيې بولۍ ورکوي.

په رښتيا چې په سيمه کې د پرنګي په شان تجربه هيڅوک هم نه لري. ځنې داسې چارې سرته رسوي چې د انسان منطق پرې په اسانۍ باور نه شي کولاى.

يوه بېلګه: کله چې په ايران کې د آيت الله خُميني انقلاب د لوېديځ لاسپوڅي پهلوي سلطې ته د پاى ټکى کېښود، نو د "لوى شيطان" امريکا په شمول لويديځ حيران پاتې و چې پر سيمه د خپلې ولکې د ساتلو لاره څه وکړي. خو د پرنګي پوځي جاسوسي دستګاه، اِم آى-٦، چې مخکې له مخه يې په ايران کې ژورې استخباراتي څانګې لرلې، نه يواځې ددې لپاره علاج وموند، بلکې هغه يې داسې په کار واچاوه چې له عراق سره په جګړه کې د مليونونو ايرانيانو د وژنې لامل وګرځېد – هم عراق تباه کړي او هم ايران.

د "شيطان لوبه  – Devil’s Game " کتاب ليکوال په ٢٩٢-٩٣ مخونو کې ليکي: په ١٩٨٠ کال کې د کارتر ادارې هڅه وکړه چې [د پاسدارانو له خوا] د امريکايي يرغملو د خلاصون هڅه وکړي... خو د سي آى اې د مشر، ويليم کېسي، په شمول د [رونالد] ريګن د انتخابي کمپاين ټيم له ايراني مامورينو سره اړېکي ټينګ کړل چې د ټولټاکنو تر پاى ته رسيدو پورې د يرغملو خوشي کول وځنډوي... ايران له عراق سره په ١٩٨٠ کال سپتامبر کې د پيل شوې جګړې پر مهال وسلو ته ضرورت لاره. نو د [يرغملو د نه خوشي کولو په بدل کې] برتانيا او امريکا اسرايلو ته، چې له ١٩٦٦ کال راهيسې يې ايران ته وسلې ورکولې، سترګه ووهله چې وسلې ورکړي... د غور وړ خبره دا ده چې د ايران او اسرائيلو ترمنځ د وسلو د دې تبادلې دلال د آيت الله سيد ابوالقاسم کاشانى زوى، احمد کاشاني و. دا هماغه کاشاني و چې په ١٩٥٣ کال يې د سي آى اې [او اِم آى-٦] له خوا د پيسو په بدل کې د مصدق د پرزولو لپاره کرايه کړي مظاهره چيان کوڅو ته رايستلي وو.  

 

اوس پوښتنه دا ده چې ايا لويديزوال نه شي کولاى چې د آى اِس آى د جرنيل حميدګل پوزه مهار کړي؟ واقغيت دا دى چې همدا انګرېز بادار دى چې خپل اجير پنجابي جرنيلان په شا ټپوي؛ او هغوى د پرنګي په غوړو مست او ډاډه دي چې افغانان وژني او د ميراتولو لپاره يې ملا تړلې ده.

 

خو راجه-جرنيل حميدګل، کرنيل امام او نور پنجابي افغان قاتل جرنيلان بايد په دې ځان پوه کاندي چې د دوه پېړيو افغان وژنې ګرد مسئوليت د دوى او د دوى د بېرحمه انګريزي بادارانو پر غاړه دى. او اوس ورته چمتو افغان ملت پر پاک رب لوړه کوي چې د افغان مليونونو ورکو، وژلو نيمه خواو او تباه شويو د سُلګيو او اوښو بدل به د الله پاک د انسانانو او مخلوقاتو له دې قاتلينو څخه اخلي. ان شا الله تعالى.

يا ربه توفيق!