د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ارامې اودوستانه خبرې اترې - درېيمه برخه

محمدوصيل پېروز 02.10.2010 00:53

ژباړن : محمدوصيل " پېروز"
عبدالنبی :- خوزه الله تعالی ته په کوم شريک قائل نه يم ، ايمان مي دی چي له الله جل جلاله پرته هيڅ خالق اورازق نه شته ،هرډول ګټه ،زيان،ضرراومصيبت يوازي دهمده له لوري دي . زه باورلرم چي دده په مثل هيڅ نه شته،محمدصلی الله عليه وسلم دده پيغمبراو رسول دی اودالله له اجازې پرته نه شي کولای چي دخپل ځان په اړه کوم تصميم ونيسي چي په دې لړکي علی،حسين،عبدالقادرګيلاني او... هم پکي راځي . هغه چي مهمه ده هغه داده چي زه اوزماپه څېرخلک ګناهکاران يوخودوئ صالح اونېک بندګان دي اودالله په نزدد مرتبوڅښتنان دي . په واقعيت کي موږغواړوچي دوئ دخپلې دې مرتبې په خاطرچي دالله تعالی په نزدیې لري الهي دربارته زموږشفاعت وکړي .
عبدالله :- زماځواب هماغه دی چي ومي ویل . کفارواومشرکينوهم داسي عقيده درلوده،دوئ معتقدول چي دنړۍ خالق اورازق يوازي الله دی ،همدی دی چي دنړۍ چارې سمبالوي . دخپلومعبودانوعبادت يې يوازي ددې لپاره کاوی چي الهي دربارته ځان په نژدې کړي اوددوئ شفاعت وکړي . په دې اړه چي کوم ایاتونه دي هغه مي هم وړاندي درته بيان کړل .
عبدالنبی :- خوپه دې اړه چي کوم اياتونه نازل شوي هغه خودبتانوپه اړه دي نه دپيغمبرانواوصالحانوپه اړه نوتاسوڅرنګه هغوئ په بتانوسره تمثيلوئ؟.
عبدالله :- لکه وړاندي مي چي درته وويل ، ددې بتانونومان په اصل کي دقومونود صحالحواونېکوبندګانودي لکه دنوح عليه السلام په قوم کي چي داسي شوي وو. کفارو اومشرکينويوازي دخپل شفاعت لپاره داطلبول ځکه هغوئ يې الله جل جلاله ته دنژدې کېدلووسيله بلل . زمادليل دالهي کلام داسپېڅلی ايت دی :
وَالَّذِينَ اتَّخَذُوا مِن دُونِهِ أَوْلِيَاء مَا نَعْبُدُهُمْ إِلاَّ لِيُقَرِّبُونَا إِلَى اللَّهِ زُلْفَى (الزمر: ۳)
ژباړه : اوهغه چي له الله جل جلاله پرته يې خپل اولياء ونيول ددوئ دليل داووچي ددې عبادت نه کووخويوازي ددې لپاره چي الله جل جلاله ته مونژدې کړي .
خوددې پوښتنې په ځواب کي چي څرنګه پيغمبران اواولياء دبتانوپه څېروبلل شي بايدووايم چي نبي کريم صلی الله عليه وسلم په خپل قوم کي مبعوث شوچي يوې ډلې يې پيغمبران اوصالحان خپل شفيع ګڼل اوقرآن په دې اړه داسي وايي :
أُولَـئِكَ الَّذِينَ يَدْعُونَ يَبْتَغُونَ إِلَى رَبِّهِمُ الْوَسِيلَةَ أَيُّهُمْ أَقْرَبُ وَيَرْجُونَ رَحْمَتَهُ وَيَخَافُونَ عَذَابَهُ إِنَّ عَذَابَ رَبِّكَ كَانَ مَحْذُورًا (الأسراء : ۵۷)
ژباړه : هغه چي دوئ یې رابولي هغوئ په خپله خپل رب ته دقرب په لټه کي دي چي په دوئ کي څوک ډېرورلنډدی دوئ دده درحمت په هیله دي اودده له عذابه وېرېږي بې شکه ستادرب عذاب دوېرې وړدی .
يوې بلې ډلې بياعيسی بن مريم عليه السلام خپل شفيع بالی .
وَإِذْ قَالَ اللّهُ يَا عِيسَى ابْنَ مَرْيَمَ أَأَنتَ قُلتَ لِلنَّاسِ اتَّخِذُونِي وَأُمِّيَ إِلَـهَيْنِ مِن دُونِ اللّهِ
(المائده : ۱۱۶)
ژباړه : هغه وخت چي الله عيسی بن مريم ته ووايي : اياتاخلکوته ويلي ووچي مااوزما مورددوومعبودانوپه توګه له الله پرته انتخاب کړئ؟.
يوې بلې ډلې بيافرشتې الهي دربارته دقربت لپاره لټولې :
وَيَوْمَ يَحْشُرُهُمْ جَمِيعًا ثُمَّ يَقُولُ لِلْمَلاَئِكَةِ أَهَؤُلاَء إِيَّاكُمْ كَانُوا يَعْبُدُونَ (سبأ: ۴۰)
ژباړه : په هغه ورځ چي الله ټول راټول کړي اوملائکوته ووايي : ايادوئ ستاسوعبادت کاوی؟.
دقرآن کريم په ايات کي له تفکراوتأمل څخه داحقيقت موندلای شوچي قرآن هغه کسان هم کافران بولي چي دبتانوعبوديت ته قائل دي اوهغه هم چي دې ته ورته عقيده پيغمبرانو،صالحانواوفرشتوته لري . رسول الله صلی الله عليه وسلم له دوئ ټولوسره وجنګېدی اوددوئ په منځ کي يې هيڅ ډول توپيرونه کړ.
عبدالنبی :- خوکفاروله خپلوبتانودښواوبدوغوښتنه کوله مګرموږداايمان لروچي هرډول خير،شر،زيان اوضرردهغه حکيم اوپوه ذات له لوري دي چي دټولي نړۍ چلوونکی دی ،صالحان اونېکان په دې کارکي هيڅ هم نه شي کولای موږيوازي دااميدلروچي هغوئ دالله په نزدزموږشفيع وي همدااوبس .
عبدالله :- داداسي خبره ده لکه کفاروچي کوله ، قرآن دهغوئ له خولې څخه وايي :
وَيَعْبُدُونَ مِن دُونِ اللّهِ مَا لاَ يَضُرُّهُمْ وَلاَ يَنفَعُهُمْ وَيَقُولُونَ هَـؤُلاء شُفَعَاؤُنَا عِندَ اللّهِ
(يونس : ۱۸)
ژباړه : دوئ له الله پرته دهغه څه عبادت کوي چي نه زيان اونه ګټه ورته رسولای شي او وايي چي دادالله په نزدزموږشفيعان دي .