د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

یو بازار دوه نرخونه

عبدالرحمن فرقاني 28.09.2010 20:14

 د مطبوعاتوپه نړۍ کې د بیان آزادي یو پیژندل شوې اصل دی ، خو د دې اصل څخه داستعمار سیاسی قوتونه د خپلو فکري ، کلتوري ،سیاسی او ټولنیزو اهدافو د ترویخ لپاره د یوې حربې په توګه استفاده کوي . په فکري لحاظ هڅه کوي چې د مسلمانانو عقیده د خپلو بنسټیزو ارزښتونواو محتوی څخه تشه او د انسان د ژوندانه د عملي ډګر نه ئې ګوښه کړي ،او یوازی ئې د شکلي مراسمو او عبادتونو په چوکاټ  کې انځور کړي . په کلتوري لحاظ غواړي هغه دودونه او رواجونه  چې د یو مسلمان ملت هویت څرګندوي د مادیت د نړۍ په سپکو ، کرغیړنواو بداخلاقه دودونو او رواجونو بدل کړي . اوپه سیاسي لحاظ غواړي چې  اسلامي نړۍ د دیموکراسۍ په نامه په لویدیځ پسې روانه وي ، او داسلام په خلاف د دین او سیاست تر منځ ویش وکړي ، دین د سیاست له ډګر څخه بیل کړي . او په ټولنیز لحاظ غواړي پرټولنه کې  د اسلامی اخلاقو پرځای چې اسلام غواړی د ټولنې وګړي ئې پر بنسټ روزل شوی وي  بشري قانون برلاسی وي .

د بیان آزادي په دې مفهوم نه ده چې مطلقه آزادي وي هر څوک چې هر څه لیکي او هر څه وایی ویې د لیکي او ویې د وایی . خو دا اصل که د مطبوعاتو په نړۍ کې پیژندل شوی دي نو له ځانه سره ظوابط او شرایط لری چې باید مراعات شي او ورنه تجاوز ونه شي ، او دا ظوابط په لومړي ګام کې باید د عقیدې ،فکر،سیاست او ټولنیزو ارزښتونو په هکله چې د یوې ټولنه  ځانکړی هویت تثبیتوی باید مراعات شي . او د دې حدودو او ظوابطو د ټاکلو لپاره د نړۍ په ټولو حکومتونو کې د اطلاعاتو او فرهنګ تر نامه لاندې وزارتونه ایجاد شوی تر څو د بیان دآزادي حدود او ظوابط  وټاکي اوکنټرول ئې کړي ، او خپل چاپیریال چې ټولنه ده له پردیومغرضو فکری ، عقیدوی او ټولنیزو یرغلونو څخه وساتي ، او هغه فکر او فرهنګ ټولنې ته وړاندې کړي چې له دیني او تاریخي اصالت سره ئې سمون ولري .

خو څرنګه چې وړاندې یادونه وشوه دا اصل د لویدیځ په پرمختللیو هیوادونو کې  چې د دیموکراسۍ پربنسټ ولاړ حکومتونه دي خپل ظوابط او شرایط لری ، اما د اسلامی نړۍ  په هیوادونو کې بیا دا دلویدیځ پرمختللي هیوادونه دا اصل په مطلقه توګه غواړی ، په دې مانا چې هیڅ ډول حدود او طوابظ ونه لري ، هر څوک چې هر څه وایی حق لري چې وې وایی ، او لدې لارې خپل فکري ، فرهنګي او ټولنیزو یرغلونو ته لاره اوروي ، په اسلامی ټولنو کې محرف عیسویت خپروي .

په امریکا ، فرانسه او بریتانیا کې چې د دیموکراسۍ علمبرداران دي ، د بیان آزادي په پوره توګه د حکومت اوپه ځانګړی توګه د اطلاعاتو او کلتور د وزارتونو تر کنټرول لاندې وي . د لویدیځ د نړۍ پیژندل شوې ورځپاڼی او مجلې لکه ټایم ، نیوزویک ، شپیګل ، واشنګټن پوست ..د حکومت له کنټرول نه پرته مواد نه شي خپرولی ، لومړي مواد د کنټرول د څانګې له اړخه کتل کیږي بیا د نشر اجازه تر لاسه کیږي .

خوبرعکس اشغالګرو ځواکونو د خپل نظامی اشغال تر څنګ نن په ګران افغانستان کې د بیان د آزادي تر نامه لاندې زموږفرهنګي ، فکري او سیاسی  چاپیریال هر ډول لاس وهنه ته پرانیستی پریښی دي ، آن تر دې چې د پټو او منظمو توطیئو له لارې ئې د افغانستان دښمن هیوادونه ګمارلی تر څو زموږ دینی ، فرهنګي او ټولنیز ارزښتونه زیانمن کړي ، زموږ په ګران هیواد کې د اطلاعتو او فرهنګ د وزارت په سرپرستۍ زموږ ټولنه ته د بودایت او شیعیزم ارزښتونه وړاندې کیږي ، نن زموږ په هر کور کې د ایران ناولی فرهنګ او د هند ککړ دود تمثلیږي ، په هر کور کې د ایران لباس او د هند مذهبی ارزښتونه او نمونه لکه سندرا ، دلهن .. د رواجیدو په درشل کې دي ، بلکه په ځیني کورونو کې به په حقیقی بڼه موجود هم وي .

آیا دا پربې وزله ولس باندې د آزادي د بیان تر نامه لاندې مغرض تیري هغه مطلقه آزادي نه ده چې هیڅ ډول حدود او ظوابط نه لري ؟، هر څوک چې هر څه خپروی او هر څه ټولنه ته وړاندې کوي مطلق آزاد دي ، پر ولس چې هر راز تیری کیږی باک نه لری ، خو که په کوم دولتي مسؤل په هکله خبره کیږی ، بیا د اطلاعاتو او کلتور وزارت راویښیږي او رسنۍ په بندولو ګواښي یا تهدیدوي ، او د بیان د آزادي له حدودو او ظوابطو څخه خبری کوی . آیا د ولس او ټولنه په هکله دبیان د آزادۍ حدود او ظوابط نه شته ؟، چې محترم وزارت ئې په هکله  ګڼ شمیر رسنۍ تهدید کړی ، هغه رسنۍ چې زموږ د ټولنه فکر ئې د تباهۍ او فساد په لور روان کړې دی ، شپه او ورځ مبتذل او بداخلاقه سریالونه نندارې ته ایږدي . آیا دا یو بازار او دوه نرخونه نه دی ؟ د افرادو په هکله د بیان آزادي حدود لري ، خو د ټولنې او ولس په هکله مطلقه آزادي ده . زموږ تصور دا دی چې څومره د اطلاعتو او کلتور وزارت د افرادو اړوند مسؤل دی تر دې څو چنده ډیر د ټولنه اړوند مسؤولیت لري . موږ په صادقانه او احترامانه ډول هیله من یوو چې د افرادو تر څنګ د اطلاعاتو او کلتور وزارت زموږ ټولنه د پردیو له فکري ، فرهنګي او ټولنیز یرغل څخه وژغوري ، او دا بربنډه هندي سریالونه بند کړي او د ایران د کلتوری یرغل مخنیوی وکړي  ، تر څو هغه ولس چې دا مسؤلین ئې د وینې په بیه اقتدار ته رسدلی نور تباه اوبرباد نه شي .