د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ټاکنې : د شننونکو څرګندونو ته یوه کتنه

نجیب منلی 28.09.2010 13:25

د افغانستان په سیاسي فضا کې یوه ډېره جالبه خبره دا ده چې د هېواد پر لسګونو برېښنایي او په سلګونو چاپي رسنیو خدای رحمېدلی او دومره سیاسي کارپوهان، د نظر خاوندان او د هر لوښي شنونکي یې ور په برخه کړي دي چې د نړۍ په لږو هېوادونو کې به یې ساری ولیدل شي. زموږ دغه ماهرین هره موضوع څېړلای شي، د هر څه په اړه وړاندوینې کولای شي او خپل نظرونه په زغرده او پرته د شرطیه اداتو له کارولو څرګندوي. د شکر ځای دا دی چې وروسته بیا دومره څوک نه شته چې د دغه څرګندونې د واقعیت په تله وتلي. په خپله همدغه کارپوهان، شننونکي او د نظر خاوندان هم خپلې تېرې ویناوې په هېرو شمېري او که ورته شرایط بیا رامنځ ته شي هماغه ساړه نګولي بیا تودوي او د رسنیو روژه ماتي ته یې راباسي.
تېر کال د ولسمشرۍ تر ټاکنو وړاندې ډول ډول وړاندوینې کېدلې خو دوه خبرې په ټولو کې سر وې : ځینو به ویل چې نه ولسمشر او نه نړۍواله ټولنه دې ته حاضر دي چې ټاکنې دې وشي، د سپینو، سرو او خړو کودتاګانو خبرې کېدلې، او د ټاکنو له پاره تیارۍ یوه بې مفهومه لوبه ګڼل کېده. دوهمه ډله بیا هغه خلک وو چې ویل یې ټوله لوبه مخکې له مخکې فیصله شوې ده او ټاکنې به هسې یوه ننداره وي. ټاکنې وشوې، خلکو په کې پراخه ګډون وکړ، د پایلو په اړه یې له هر لوري ډول ډول دسیسې جوړې شوې خو بیا هم د ولسمشر کرزي د رایو شمېر د امریکایي ديپلوماتانو، غربي معتبرو رسنیو او افغاني سیاسي پرسونل له هڅو سره سره په سلو کې تر ۴۹ ټیټې نه شوې چې د ولسمشر د ټاکنو سیال له ډېرو ګواښونو وروسته واقعیتونو ته تسلیم شو.
کله چې د پارلماني ټاکنو خبره شوه نو زموږ د نظر خاوندانو تېره تجربه په لغته ووهله او بیا هماغه وړاندوینې وې چې په هېواد کې سیاسي او امنیتي حالات د دې اجازه نه ورکوي چې ټاکنې به وشي. چا یې د ځنډولو خیالونه پالل او څوک یې د لغوه کولو په ګومان وو. دا خو منل شوې وه چې ولس به په ټاکنو کې برخه وا نه خلي او د دولت مخالفین به د ټاکنو بهیر د وینو په سېلاو خړوب کړي. هغه دنظر خاوندان چې ټاکنې یې ممکنې بللې، په هغوی کې بیا ډېر داسې کسان وو چې تر ټاکنو مخکې یې د نوې ولسي جرګې د ترکیب پوره انځور په خپل خیال کې جوړ کړی و. خو دا دی بیا هم ټاکنې وشوې، د مخالفینو له ګواښونو سره سره په کې خلکو پراخه ونډه واخیسته، د توقع سره سم په کې په کافي اندازه درغلۍ وشوې، په انتخاباتي کامپاین کې په ملیونو ډالره ولګېدل خو داسې ښکاري چې افغانانو یو ځل بیا د خپل هېواد راتلونکې نه د ټوپک شپېلۍ ته وسپارله او نه یې په نغدو وپلورله.
د ټاکنو د پایلو تر اعلانه لا ډېرې شپې پاتې دي او زموږ شننونکي به لا هم ډېر غونډاري وولي خو که د یوې بې طرفې سرچینې مالوماتو ته ځیر شو نو یو وار بیا هغه له وړاندې جوړه شوې تابلو یو بې خونده کاریکاتور ته ورته راڅرګندېږي.
په افغانستان کې د ازادو او عادلانه ټاکنو بنیاد په خپل خپاره کړي رپوټ کې د ټاکنو د ورځې ستونزې څېړلې دي. د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي چې د دریو زرو شاوخوا شکایتونه ثبت شوي دي.
په افغانستان کې د ازادو او عادلانه ټاکنو بنیاد په زرګونو ناظرین د هېواد بېلابېلو سیمو ته استولي وو چې د ټاکنو د ورځې ستونزې یې ثبت کړې دي.
 د دې بنیاد د څېړنو پر بنسټ که څه هم په دغو ټاکنو کې د خلکو د ګډون کچه ټيټه ښوول شوې ده خو بیا هم په ځینو نا امنه سیمو کې تر انتظار پورته رایې اچول شوي دي چې بېلګې یې د غزني، هلمند، بدخشان، بامیان، دای کندي، لغمان ، تخار او ننګرهار په ولایتونو کې ښوول شوې دي. ظاهراً د وړاندوینو پر خلاف نا امنۍ په ټاکنو کې د نه ګډون اصلي لامل نه شي بلل کېدای، ځکه چې په دغو ولایتونو کې د امنیت وضع چندان د تعریف وړ نه ده. په ټول هېواد کې د ښځو د ګډون کچه ټیټه ښوول شوې ده، په پکتیکا کې دغه ونډه صفر بلل شوې، خو دلته هم، د وړاندوینو پر خلاف، په ګڼو نا امنه سیمو او په کلیوالو ساحو کې د ښارونو د مرکزونو په نسبت ډېرې ښځې د رایو صندوقونو ته ورغلې دي او د په ډېرو سیمو کې د ښځو د نه ګډون علت د هغوی د لېوالتیا کموالی نه، بلکې د ټاکنو د کمیسیون له خوا په کافي اندازه د ښځینه پرسونل نه استخدامول دي (د بېلګې په توګه د پکتیا، پکتیکا، لوګر او ارزګان د رایو ورکولو په نېږدې زرو محلونو کې اصلاً ښځینه کارکونکې وې نه او په ګڼو نورو سیمو کې – لکه ارزګان ،میدان وردګ،هلمند،پکتیکا،پکتیا،خوست ،لوګر،کندهار،غور،زابل ،بدخشان،کاپیسا،لغمان،دایکندي اوکابل - د رایې ورکولو په ښځینه محلونو کې ډېری نارینه په کار ګومارل شوي وو).
د ټاکنو د ورځې نورې ستونزې په پینځو ډلو وېشل کېدای شي:
۱ – امنیتي ستونزي: د رایو اچولو ته د تللو په برخه کې امنیتي ستونزې، د رایې اچولو پر مرکزونو بمي او وسله وال بریدونه، تښتونې ، وژنې او نور ګواښونه چې د ازادو او عادلانه ټاکنو بنیاد یې شاوخوا پینځه سوه پېښې ثبت کړې دي.
۲ – د صندوقونو ډکول : د ۲۸ ولایتونو په ۲۸۰ مرکزونو کې د صندوقونو د ډکولو پېښې لیدل شوې دي چې ډېرې بېلګې یې د بدخشان، دای کندی، غور، هلمند، کابل، کندهار، کاپیسا، خوست، لغمان، لوګر، میدان وردګ، پکتیکا، ارزګاناو زابل په ولایتونو کې دي.
۳ – د هغو کسانو له خوا رایه اچونه چې د شرایطو واجد نه دي : په ۱۲۵۹ مرکزونو کې لیدل شوي دي چې د کم عمر کسانو رایې اچولې دي. ډېری دا پېښې په بلخ، بامیان، دایکندی ، فاریاب، غور، کندز، لغمان، ننګرهار، پکتیا، پکتیکا، سرپل، تخار، ارزګان او زابل کې واقع شوې دي.
۴ – جعلي کارتونه او د ګوتو د رنګ ستونزې : په ۲۲ ولایتونو کې جعلي کارتونه کارول شوي دي چې اکثره یې د غزنی ،غور، کابل ، کنړ، لغمان، ننګرهار، پکتیا، تخار، اوزابل په ولایتونو کې دي او په ۴۸۹مرکزونوکی په اسانی سره دګوتی رنګ پاکیده، چه زیاتره په کابل ، بدخشان، بلخ، غور، هرات، نیمروز، پنجشیر، تخار او ارزګان کې دا ډول پېښې تر سترګو شوې دي.
۵ – د ښځو پر ځای د نارینه وو رایه اچونه : په ځینو نا امنه سیمو کې، خصوصاً په هغو ځایونو کې چې د رایې ورکولو په ښځینه مرکزونو کې نارینه مامورین ګومارل شوي وو څارونکو د ۲۴ ولایتونو په ۳۹۰ مرکزونو کې لیدلي دي چې نارینه وو د ښځو پر ځای رایې اچولې دي. د دې کار ډېری مثالونه په  ارزګان ، میدان وردګ، هلمند، پکتیکا، پکتیا، خوست ، لوګر، کندهار، غور، زابل ، بدخشان، کاپیسا، لغمان او دایکندي کې دي. (که څه هم د قانون پر بنسټ دغه کړنه د منلو وړ نه ده، خو افغاني رسومو ته په پام سره یې د نورو درغلیو په کتار کې په هماغه شدت نه شو محکومولای)
له پورتنیو مشاهداتو او ارقامو څخه دوه مهمې پایلې لاس ته راځي :
لومړی : د ټاکنو په ورځ که ستونزې ډېرې هم وې او د درغلیو کچه نسبتاً پراخه وه خو محدود شمېر د رایو ورکولو محلونه یې اغیزمن کړي دي نو دا حدس به بې ځایه نه وي چې د ښکاره تخلفاتو تر ځیرلو او ارزولو وروسته به د ټاکنو پر نهایي پایلو د دغو پېښو اغیز دومره نه وي چې د راتلونکې ولسي جرګې رنګ دې بدل کړای شي.
دویم : د امریکا او د اروپایي هېوادونو د ځیڼو ټاکنو په پرتله په دغو ټاکنو کې د افغانانو ګډون د پام وړ دی او راتلونکې ولسي جرګه به خپل مشروعیت ولري.
دا چې غیر قانوني کړنې په کومو ځایونو کې او په کومه کچه ریښتیا هم اغیزمنې وې، د لومړنیو پایلو تر اعلانېدو او د شکایتونو تر څېړنې وروسته به پرې قضاوت ممکن وي خو دا وېره شته چې زموږ د سیاسي شننونکو اوسنۍ ادعاوې به بیا هم په هېرولو وارزي.