د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د امریکا د حکومت دننه ناندرۍ – د کرزی طلایي چانس

نجیب منلی 28.09.2010 13:23

امریکایي ژورنالیست باب ووډوارډ چې اته دېرش کاله پخوا یې د واټرګېټ د رسوایې په افشا کولو نړۍوال شهرت وګاټه د امریکا د سیاست یو ډېر پوخ او باخبره شننونکی او پلټونکی دی. راتلونکې اونۍ «د اوباما جګړه» تر سرلیک لاندې یو نوی کتاب راوباسي چې له چاپه وړاندې یې یوه نسخه د نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته رسېدلې او څو ورځې کېږي چې د نړۍ مطبوعات یې بوخت ساتلي دي.
د ووډوارډ د کتاب اساسي ټکی د سپینې ماڼۍ د منسوبینو او همکارانو تر منځ د افغانستان د ستونزو پر سر ژور اختلافونه دي. که څه هم په تېرو میاشتو کې په لسګونو داسې خبرونه خپاره شول چې د امریکا د ادارې نزاکتونه په کې څرګندېدل، د مک کریستال تر ګوښه کېدلو پورې، ډېر داسې څه اورېدل شوي او لیدل شوي دي چې د امریکا د حکومت د ارکانو ترمنځ د «شکررنجیو» نخښې په کې ښکاري خو د ووډوارډ د لیکنې ځانګړتیا په دې کې ده چې خبرې یې سپینې سپینې لیکلې دي.
د ریچارډ هالبروک له خولي ویل شوي دي چې د اوباما له پالیسۍ څه نه جوړېږي خو بیا جو بایډن د همدغه هالبروک په اړه وایي چې تر ده ډېر «ځان غوښتونکی ارمونی» بل نه شته
د ا ییکنبري له خولې د ولسمشر حامد کرزي په اړه ویل شوي دي چې د افغانستان ولسمشر د شدیدې افسردګۍ سره لاس او ګرېوان دی او په درملو پایي
اوباما د خپل ملاتړي پاکستان په هکله وایي چې «موږ باید خلکو ته څرګنده کړو چې د سرطان دانه په پاکستان کې ده.
همدا راز ووډوارډ دا هم په ډاګه کړې چې د امریکا د استخباراتو اداره تر دریو زرو مامورین په افغانستان کې لري چې په افغانستان او پاکستان کې د مخالفینو د څار او د امکان په صورت کې د شنډولو دنده ورسپارل شوې ده.
د افغانستان جمهوري ریاست د ولسمشر د ناروغۍ خبر رد کړی دی، پاکستان نه دي غوښتي چې د کتاب تر خپرېدا وړاندې خپل نظر څرګند کړي او د امریکا سیاسي کړۍ هم د لګول شوي اور د مهارولو هڅې کوي خو په هر صورت دغه ډول څرګندونې که د مطبوعاتو او سیاسي کړیو د تبصرو بازار تود  ساتلای شي د ځمکنیو واقعیتونو په څرنګوالي اغیز نه شي غورځولای.
څو میاشتې مخکې یو بل امریکایي دیپلومات پیتر ګالبریت د افغانستان په هکله ځینې څرګندونې کړې وې، د امریکا بېلابېلو ملکي او نظامي چارواکو په افغانستان کې د وضعیت په اړه ډېرې خبرې کړې دي نو ځکه خو د ووډوارډ کتاب نه د امریکا د سیاست، نه د افغانستان او سیمې له پاره د اوباما د ستراتیژۍ او نه په افغانستان کې د جنګ په اړه نوي څه نه را زده کوي. د دې کتاب ارزښت په دې کې دی چې په یوه خاصه زماني مقطع کې د امریکا د حکومتي او نظامي چارواکو خپل منځي کرکې او رخې جوتوي او دا خبره زباتوي چې امریکا نه پرون د افغانستان د لانجې له پاره کومه عملي طرح درلوده، نه یې نن لري او نه سبا دا تمه کېدای شي چې دغه ډول یوه طرح به ولري.
د افغانستان په  جنګ کې د امریکا پاتې راتلل (او که اوضاع همداسې دوام و مومي په منځمهاله زماني واټن کې دلته د امریکا ناکامي) به د دغه هېواد د واقعیتونو پر بنسټ د ولاړې منطقي حل لارې نشت والی وي.
 په دې شرایطو کې د افغانستان حکومت او ملت ته یو خورا ښه فرصت په لاس ورغلی چې کولای شي د هېواد او سیمې پر راتلونکې باندې ژور اثر ولري. له بده مرغه افغان سیاست وال د وخت د نازکۍ په درک کې خورا کم ځواکه دي او که په کورنیو سیاسي فسادونو کې ساری نه لري د دیپلوماسۍ اساسات کم په پام کې  نیسي. په کابل کې د جمهوري ریاست ماڼۍ که خپل وخت د دې خبرې په سپیناوي ضایع کړي چې آیا ولسمشر د شپې د خوب درمل خوري او که نه نو دا به د افغانستان د دیپلوماسۍ ستره ناکامي وي. افغان ولسمشر په وارو وارو دا ثابته کړې ده چې کله چې د خپل چاپېریال له منفي اثره په موقت ډول ځان خلاص کړي او د هغو خیالي بلاګانو وېره له زړه وکاږي چې په خپله یې ځان ته جوړوي نو د هېواد د اوس او راتلونکي په برخه کې ډېر په زړه پورې تحلیلونه کولای شي. د ووډوارډ د کتاب خپرېدل او هغه د ناندریو سیاسي فضا چې په راتلونکو څو اونیو کې به نړۍوال بوخت وساتي د دې له پاره ډېر مناسب وخت دی چې د افغانستان ولسمشر په افغانستان کې د سولې افغاني ستراتیژي تعریف کړي ، خپل ولس پرې راټول کړي او نړۍوالو ته یې وړاندې کړي.
د طالبانو له سقوط راوروسته دورې ته «د لاسه تللیو فرصتونو دوره» ویل کېدای شي. ولسمشر کرزی به له دغه نوي لاس ته راغلي فرصت څخه مناسبه استفاده وکړي او که دا فرصت به هم د خیالي بلاګانو له وېرې په پټو سترګو له لاسه ورکړي؟ دا پوښتنه به په راتلونکو څو اونیو کې ځواب شي.