د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په سويډن کي ددوستۍ فرهنگی ټولنې احتجاج ليک

حبيب الله غمخور 28.09.2010 00:23

 په کابل کي دملگروملتودځانگړې سازمان  رئيس !  پرخپلواکوويب پاڼوبنديز ته په کومه سترگه گوري؟  اوپه کوم نامه ئې يادوي ؟؟؟

دشخص په امر د ډله ايزي رسنۍ پر خوله دچوپتيامهر لگول دمطبوعاتو ازادي بولئ ؟؟؟

 

پدې شپو او ورځوکښي چي دافغانستان مشرتابه هرخواددموکراسی ،عقيدې اوبيان دازادی خبري کوي او دژورنا لستانوپه وړاندي همدا يوه خبره کوي  ((هغه دمطبوعاتي ازادي چي په افغانستان کي سته په نړی کي ساری نلري )) دادي دژورنالسيانوپه وهلو ټکولو، تهديد، اووژلوستړي نشول  دټولومطبوعاتي موازينو پر خلاف ديو شخصی مسلې په خاطر چي هغه ديوه جوړسوی مارشال دمرگ  خبرو ودبينوا ويب پاڼه اوپه يوه بله بهانه ټول افغان اوهمداسي  هسته آهسته ټولي هغه ويب پاڼې چي افغان ولس ته ئي په خپلواکه بڼه علمي ،سياسي اوفرهنگی مسايل رسول ديوپېژندل سوی جنگسالاردخوشحالېدوپه خاطر دافغان ولس پر مخ تړل کيږي .

موږددې ترڅنگ چي داددموکراتيکو ارزښتونو خلاف عمل بولو،داسي انگېروچي پدې بهانه ټولي ډله  ايزي رسنۍ جنگسالارو،زوراوزرو خاوندانواودرباريانوپه وړاندي عبادت ته رابولي  .پدې کړنه داپه گوته کوي چي دوي واجب  الاحترام اوله هرډول مسوليت نه خلاصې څېرې دي .

دسپتمبرپر ۲۶ مودبينوا ويب پاڼي په پانوکي په رسمي بڼه خبرولوست چي :  ((په ټول افغانستان کي دبېنوا پښتو انټرنیټ پاڼي پر نشراتو بندیز لګیدلی دی . دغه پاڼه دولسمشر کرزي د لومړي مرستیال په امر داطلاعاتو کلتور دوزیر لخوابنده سوې ده . چي د وزیر په خبره د څارنوالۍ پریکړه دځان په لاس کي لري . په داسي حال کي چي څارنوالۍ نه حاضریږي خپله یوطرفه پریکړه بېنوا ته په واک کي ورکړي .))

له بدمرغه دپورته ټکوپه لوستلوپدې يوځل بياباوري سولو چي چي عدلي ارگانونه لکه څنگه چې ئي بايد دقانون له پلي کېدودفاع کړې واي  هم دقانون ترپښولاندي کوونکوپه چوپړکښي ليدل کيږي .

دبینوا  ويب پاڼه دیوه خبر دخپرېدوله وجهي چي هغه  هم دوباره دهمدې پاڼې له لاري بیرته  تصحیح  شو ولي ددې لامل سي چي داپاڼه دي وتړل سي؟ دې ته ورته خبرونه دنړئ په زياتوچاپي مطبوعاتوکي نشر سوی دي ،مگرکله چي درواغ ثابت سوی دوي له خپلو لوستونکونه عفه غوښتې اوخبرئي اصلاح کړی اودبلې خوادهمدغوشخصيتونودکړنو اواعمالوپه وړاندي په غربی نړۍ کښي چي له دموکراسی نه برخمن دي بېشمېره واقيعتونه  نشرته سپارل سوي نوبياافغانستان ته ددغورسنيوپر رسېدو اولوستلو ولي بنديزنه لگېږي ؟ داځکه چي هغوي ته څوک پورته نشي کتلاي که ورته وگوری خوله ئي ورباندي ماتوي .

زموږ په باورد اطلاعاتو او فرهنګ  وزارت دوزير دغه عمل چي دجنرال فهيم خوشحالی اوقدرت ښودنې  لامل گرځي دبیان دازادي تر جدي گواښ لاندي راوستلې ده . بینواويب پاڼه  چی په خپلو نشراتوئي په ټوله نړۍ کښي  دافغانانوپه منځ کي شهرت موندلی دی، فکر کيږي دغه دافغانانواوپه ځانگړې توگه دپښتنوپه منځ کي ددې پاڼي شهرت دپښتنو دښمنانوعقدې راپارولي دي .  دبینواويب پاڼې اوداسي اورېدل کيږي چي دټول افغان ويب پاڼي دتړلولپاره هم چارواکي اوافغان دښمنه دبهانه لټولوپه لټه کي دي په حقيقت کښي دبیان اونظرد ازادی پر ستوني پښه ایښودل دي .

په ټوله نړۍ کي پښتانه داسي وايي چي داپه ښکاره دپښتواو پښتنو سره دښمني ده اود اطلاعاتو او فرهنګ  وزير ښاغلي رهین  چي په پښتون دښمنۍشهرت لري غواړي دخپل يوبل ملاتړي جنرال فهيم په مټ دپښتو اوپښتنوسره خپله دښمني دځان او ايراني چارواکودخوشحالۍ لپاره سرته ورسوي .

دوي پر ټولو ږغ کوي وايي  : (( افغانان په ځانگړې توگه پښتانه باید ددغه پښتوويب پاڼودبندېدوپر خلاف خپل دنفرت چيغه  اوخپل اواز  اوچت کړي . دادی نن موويب پاڼه تړل کيږي سبا مودمورنۍ پښتو ژبې پر استعمال هم  بنديزلگوي .

موږ دامسله ترهراړخيزي څېړنې لاندي ونيول دې پرېکړې ته ورسېدوچي ديوې اعلامې په خپرولوسره دافغانستان ددولتي چارواکوداکړنه ددموکراسی خفه کېدل اودمطبوعاتودازادی خلاف عمل اعلان کړو.

زموږپه نظر که دې پاڼې داسي مسائل خپاره کړي واي چي دافغانستان  ځمکنۍ بشپړتيا، ملي يووالي ، ديني اومذهبی ارزښتونواوملي گټوته دزيان اوسپکاوی لامل گرځېدلاي بايد دڅارنوالی اومحکمې له لاري دافغانستان دمروجه قوانينوپر بنيادکړنه ورسره سوي واي .

موږ پوهیږو چې دښاغلي کرزي په فاسد ککړاوله قومي تعصوبونولرونکوکسانو ډکي دولتي ادارې چي د سیکټاریستانو او بنسټپالودځالي په نامه هم شهرت لري ،له يولوي قوم اودهغه دژبې سره داډول خپل سره کړنې اود ويبپاڼو تړل به دپښتنو رون اندواوځوان نسل قهر نور هم راوپاروي اوداکاربه ديوې بلې ملي غميزي لپاره لارپرانيزي . په افغانستان کې دبېلابېلو قومونو ترمنځ بیلتون اواختلافاتو راپارولوته ته لمن وهل دافغانستان دراتلونکي په گټه نه بولو. که پښتانه مجبورسول چي په خپله دځان اوخپلو حقوقودفاع ته ورودانگي ،ددې ستر بشري ناورين اوناتاردپيل  تاريخي مسؤليت پړه به نه يوازي ددولتي چارواکواوپه سرکي دښاغلي کرزی پر غاړه وي بلکې بهرنيانوته به هم گوته ونيول شي .

زموږ له نظره جالبه خو داده داسي حکمونه په داسي شرايطوکي صادرېږي چي دافغان چارواکي په تیرولسوکالوکي خپله ترټولولویه لاسته راوړنه  دبېان اوډله ايزورسنيو ازادي بولي،مگراوس دادی دغه  ازادي  خپله د دولتي جگپوړچارواکو له لوري ترسخت غيري قانوني ګواښ لاندي راځي .

دلته زموږ هغه دامروزدتلويزيون دمشر ښاغلي نجیب‌الله کابلی خبره راپيادسول چي ويل ئې : ((پیش از این آزادی مطبوعات یکی از دست ‌آوردهای ما محسوب می‌شد و کرزی در هر سخنرانی‌اش از آن یاد می‌کرد. حالا او آن را قربانی اهداف سیاسی می‌کند.))

ددوستۍ فرهنگی ټولنې مشرتابه جرگه  د نړيوال کورديپلوماتيک مشرتابه  او په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو  سازمان  دسرمنشياوپه کابل کښي دهغه ځانگړي  استازي ،دامنيت شورا، اروپايي ټولنې دمشرتابه او بشردحقوقونړيوال سازمان څخه په کلکه غوښتنه لرو چي دجنگسالارودخوشحالېدواوله هغوي نه دغيرقانوني دفاع په موخه دډله ايزو رسنيواوژورناليستانوپه وړاندي د دې  ډول کړنو  سرته رسونکونه دخپل ملاتړ لاس واخلي . دجنگسالارو،جنگی مجرمينو،په بشري جنايتونوتورنو،دهيروئينودپټواوښکاره سوادگرو، ددموکراسی  اودډله ايزورسنيوددموکراتيک بهير دمخ نيونکو لاسونه دهغوي له ستوني رالنډه کړئ .

عام ولس پوښتنه کوي چي :

دډموکراتيکو ارزښتونوکورنی اونړيوال پلويان ولي چوپ دی ؟

نړیواله ټولنه په سرکي امريکاچي خپل دراتگ يوبهانه ئي دعقيدې اوبيان دازادي تامين اعلان کړی ولې ددولت ددې غير انساني اوضددموکراسي عمل په وړاندي چوپه خوله پاته ده؟ ايادوي هم له دغوجنگسالارو اوهغوچي دخلکو په وينوئي مقامونه ترلاسه کړي پدې ډول بېدرېغه دفاع کوي ؟

دملگروملتودسازمان دسرمنشي ځانگړی استازی په افغانستان کي دڅه شي ننداره کوي؟ اودا ديونيما ددفتر رئيس  په څه مصروف دی؟

دادبشر دحوقوقوددفاع ملي اونړی وال سازمانونه، داددموکراسی ،عقيدي اوبيان دازادی ددفاع سازمانونه ولي چوپه خوله دي؟  دي هم له جنگسالارونه ډارېږي ؟

په افغانستان کي دغه رسنۍ چي پر تندی ئې  د((خپلواکي رسنۍ)) کليمه  ليکل سوې ولې ددغه ډول دولتي پرېکړو په وړاندي چوپه خوله دي ؟

داسياسي اوټوله نيزسازمانونه،شخصيتونه اوقلموال چي شپه او ورځ په ليکنو مصروف دي ولي دښاغلي کرزي اوداطلاعاتو اوفرهنگ وزير دپښتواوپښتنو ضد کړنوپه وړاندي قلم په گوتوکي نه نيسي اوداډول کرغېړنې کړنې نه رسواکوي .

اوبلاخيره ښاغلی کرزی ! تاسو خوتل همدا يوډول غاړي ته اچولي وو چي ددموکراسي اوډله ايزورسنيو دازادی نه دفاع کوی ،ديوه ډريورمارشال اوياڅوجنگسالاروپه خاطرولي ټولوپښتنوته شا اړوی ؟ اودډله ايزورسنيوپه وړاندي  خپل قانوني رسالت سرته نه رسوی ؟

ټولوهغوپاڼوته وړانديزکووکومې چي په افغانانوپوري اړه لري ترڅو داحتجاج  په ډول دافغان دولت په اړونددخبرونوخپرول ديوې ورځې لپاره  په ټپه ودروي .

ددې ټولوسره موږ نړيواله ټولنه مکلفه بولوچي په افغانستان کي ددموکراسي له ارزښتونوسره ددولتي چارواکوکړنې تر جدي کنترول لاندي ولري .که دولتي فساد دولت کمزوری  اوله خلکوجلاکوي دبيان پر ازادی دجنگسالارواو زورواکانو لخوا خېټه اچول اوپښه ايښودل ددولتي فسادله رواج اوبې عدالتی له پراختياسره مرسته کوي .

ددوستی فرهنگی ټولې مشرتابه جرگه د افغان روڼ اندوپه استازيتوب  د دموکراسۍ ،بیان اوعقيدې د ازادۍ دټولوهغوډله ايزورسنيونه بېدرېغه دفاع اوملا تړخپله بشري  دنده بولي کومي چي دافغان ولس اوټول بشريت  په چوپړکښي وي  .

ددوستۍ فرهنگی ټولنې مشرتانه جرگه پداسي حال کښي چي پورته کړنې  ته دکرکې اونفرت په سترگه گوري  دافغانستان  له جمهوررئيس اونړيوالي ټولنې څخه په کلکه غوښتنه کوي چي نورداډول پېښواوافغان چارواکوکړنوته جدې پاملرنه وکړي،ترڅودموکراسي اودبيان ازادي له تورواو وحشيانه منگولونه نجات ومومي .

 

په سويډن کي ددوستی فرهنگی ټولنې دمشرتابه جرگې په استازيتوب

دروزگان ملي مهالنۍ خپرونې مسول حبيب الله غمخور

يادونه :

ددې احتجاج  ليک يوه کاپي په کابل کي دملگروملتوسازمان ځانگړې استازي ،داروپاپارلمان دنړيوالو اړيکوجرگه گۍ، دناټوعمومي منشي راسموسن ، په افغانستان کي دبهرنيوهيوادوسفارتخانواودبشردحقوقونړيوال سازمان مرکزي دفترته هم ولېږل سوه .