د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

عبدالله مزاري بېرته هېواد ته ستون شو

کرکټ څانګه 27.09.2010 15:01

مزاري، چې انځور یې شرحې ته اړتيا نه لري.

د ملي لوبډلې کيڼ لاسی ورو توپ اچونکی عبدالله مزاري پرون شپه له شارجې بېرته هېواد ته کيڼ لاس د شهادت ګوتې د ژوبلېدو له کبله ستون شو.

پلان دا و چې نوموړی به د لوبډلې سره کينيا ته سفر کوي او هلته به په څلور ورځنۍ او درې يو ورځنيو لوبو کې د کينيا خلاف لوبه کوي. خو دا چې په شارجه کې د تمرين په مهال ټپي شو نو پر ځای یې عزت الله دولتزی غوره کړای شو. عزت الله تېز توپ اچونکی دی.

د افغانستان مشر غوره کونکي احمدشاه احمدي ټول افغان ته وويل چې په احتياطي لوبغاړو کې ورسره بل ورو توپ اچونکی نه و نو ځکه یې عزت الله غوره کړ. عزت الله په شارجه کرکټ لوبغالي کې د اماراتو خلاف د افغانستان په لومړۍ لوبه کې ولوبېد او ډېره ښه لوبه یې وکړه.

عبدالله مزاري ټول افغان ته په شارجه کې وويل چې هيله لري چې زر روغ شي او ملي لوبډلې سره په راتلونکو سفرونو کې مل شي.

د مزاري پر ځای عزت الله په لوبډله کې شامل کړای شو. مزاري په شاليد کې ښکاری چې لاس یې په غاړه کې ځوړند دی.