د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ارامې اودوستانه خبرې اترې

محمدوصيل پېروز 25.09.2010 20:46

دووکسانوپه اتفاقي ډول په خپل منځ کي دځينومسائلوپه اړه خبرې اترې کړې دي چي وړاندي راځي . ددې خبرواتروپيل داسي ووچي عبدالله دعبدالنبي نوم دشريعت مخالف وليداودايې دغيرالله عبادت وګاڼی .
عبدالله :- اياته له الله تعالی پرته دبل چاعبادت کوې؟.
عبدالنبی :- نه ، زه دغيرالله (له الله تعالی پرته) عبادت نه کوم ، زه مسلمان يم يوازي ديوه الله عبادت کوم .
عبدالله :- خودعبدالمسيح په څېرنومونه چي مسيحيان يې پرځان ږدي ، هغوئ که څه هم داسي کوي ګيله ترې نه شته ځکه هغوئ دعيسی عليه السلام عبادت کوي خوکه يوڅوک ستانوم واوري نوفکربه وکړي چي ته هم دپيغمبراسلام صلی الله عليه وسلم عبادت کوې حال داچي داسلامي عقيدې له نظره محمد(صلی الله عليه وسلم) دالله تعالی بنده اورسول دی .
عبدالنبی :- محمدصلی الله عليه وسلم په انسانانوکي غوره انسان اودټولوپيغمبرانو سرداردی . زه غواړم په داډول نومونوسره تبرک ترلاسه کړم،دااودې ته ورته نومونه زه د وسيلې په توګه الهي دربارته دنژدېکت په خاطروړاندي کوم اوپه داسي چاروسره زه دهغوئ دشفاعت هيله من يم . زمادوروراودپلارنوم هم عبدالحسين اوعبدالرسول دي . دا اودې ته ورته نومونه له ډېره پخواپه خلکوکي رواج دي موږبايددومره سختي ونه کړوځکه اسلام يواسانه دين دی .
عبدالله :- په واقعيت کي ته له الله تعالی پرته له يوبل داسي چاڅه غواړې چي دهغه په وس اوقدرت کي نه شته بياتوپيرهم نه کوې چي داسړی محمدصلی الله عليه وسلم دی اوکه يابل صالح انسان لکه حسين رضی الله عنه . داله هغه توحيدسره چي الله تعالی يې موږته امرکړی اود(لااله الاالله) له مفهوم سره منافي دي . زه ددې لپاره چي ددې مسئلې اهميت اوناوړې پايلې تاته ښکاره اوڅرګندې کړم له تاڅوپوښتنې کوم البته دايادولره چي له دې کاره زماهدف حقيقت ته رسېدنه اودباطل پېژندنه ده خولومړی ترهرڅه وړاندي دوه اياته زمااوستادبحث دمقدمې په توګه راوړم .
لومړی آيت :
إِنَّمَا كَانَ قَوْلَ الْمُؤْمِنِينَ إِذَا دُعُوا إِلَى اللَّهِ وَرَسُولِهِ لِيَحْكُمَ بَيْنَهُمْ أَن يَقُولُوا سَمِعْنَا وَأَطَعْنَا(النور: ۵۱)
ژباړه : بې شکه کله چي مومنان دالله اودرسول لوري ته ددې لپاره دعوت شي چي ددوئ ترمنځ پرېکړه وکړي ددوئ خبره داوي چي واموورېدل اوومومنل .
دويم آيت :
فَإِن تَنَازَعْتُمْ فِي شَيْءٍ فَرُدُّوهُ إِلَى اللّهِ وَالرَّسُولِ (النساء : ۵۹)
ژباړه : که موپه څه کي اختلاف اوتنازع راغله نودالله (قرآن) اورسول (حديثو) لورته يې ردکړئ .
عبدالله :- زمادوسته! ته دموحديتوب دعوه کوې ووايه د(لااله الاالله) معنی اومفهوم څه دی؟.
عبدالنبی :- توحيددادی چي داباورولرې چي الله جل جلاله شته اوهمدی دځمکواو اسمانوپيداکوونکی دی ، همدی خلک ژوندي کوي اومړه کوي اوهمدی دی چي دټولۍ نړۍ چارې سرته رسوي اوټولوته رزق ورکوونکی دی ، له هرڅه خبراوډېرپوه دی .
عبدالله :- که دتوحیدمفهوم يوازي همداوي نوپه دې صورت کي فرعون ،ابوجهل او نورمشرکان هم کفارنه ول ځکه دکومومسائلويادونه چي تاوکړه هغوئ يوه هم له دې انکار نه کاوی ان فرعون چي دخداييتوب دعوه يې کړې وه په زړه کي دې هرڅه ته معتقدوو، قرآن په دې اړه وايي :
وَجَحَدُوا بِهَا وَاسْتَيْقَنَتْهَا أَنفُسُهُمْ ظُلْمًا وَعُلُوًّا (النور: ۱۴)
ژباړه : (ظالمانواومتکبرينو) دخپل ظلم اوتکبرله کبله دموسی عليه السلام له معحجزوانکاروکړپه داسي حال کي چي په زړه کي يې پردې هرڅه باوراويقين درلود.
خوفرعون هغه مهال چي په درياب کي غرقېدې اومرګ يې په سترګووليدپردې حقيقت اعتراف وکړ.
زمادوست بايدپوه شي چي دتوحيدمطلب چي داثبات اوبیان لپاره يې الله تعالی په انسانانوکي پيغمبران مبعوث کړل ، پرهغوئ يې کتابونه نازل کړل،قريش اونورکفاریې ووژل دادی چي يوازي اويوازي دالله جل جلاله عبادت وشي . په خپله عبادت هم يومفهوم دی هرهغه څه په غېږکي اخلي چي الله تعالی يې خوښوي اوپرې راضي کېږي او(اله) په (لااله الاالله) کي دامعنی ورکوي چي له ستراونړۍ پالونکي الله عزوجل پرته هيڅوک هم دعبادت اواطاعت لايق نه دی .
عبدالله :- زمادوسته! يوه بله پوښتنه درڅخه کوم . اياپوهېږې پيغمبران چي لومړنی يې نوح عليه السلام دی دانسانانوپه منځ کي دڅه لپاره مبعوث شول؟.
عبدالنبی :- ددې لپاره چي مشرکان يوازي ديوه الله عبادت ته راوبولي اوله شرک کولو څخه یې منعه کړي .
عبدالله :- ښه ، کولای شې چي راته ووايي چي ولي دنوح عليه السلام قوم مشرک وو اوشرک يې کاوی؟.
عبدالنبی :- نه پوهېږم .
عبدالله :- الله جل جلاله نوح عليه السلام خپل قوم ته ددې لپاره ولېږي چي هغوئ د خپلوصالحانو(ود،سواع،يغوث،يعوق اونسر) په اړه له مبالغې کاراخيست .
عبدالنبی :- ستامطلب دادی چي ود،سواع اونوردنوح عليه السلام دقوم صالحين وونه غټ غټ کافران؟.
عبدالله :- هو! دانومونه دهمدې قوم دصالحانوخلکوووچي هغوخلکوپه خپلوالهه وو تبديل کړل . عربانوهم ددوئ تقليدوکړ. ابن عباس رضی الله عنه په دې اړه داسي ويلي دي :
صارت الاوثان التی کانت فی قوم نوح فی العرب بعد،اماود،فکانت لکلب بدومة الجندل ، واماسواع فکانت لهذيل ، وامايغوث فکانت لمرادثم لبنی غطيف بالجوف عند سبا،وامايعوق فکانت لهمدان ، وامانسرفکانت لحميرلآل ذی الکلاع ،اسماء رجال صالحين من قوم نوح ،فلماهلکوااوحی الشيطان الی قومهم ان انصبواالی مجالسهم کانوا يجلسون انصاباوسموهاباسمائهم ، ففعلوافلم تعبد،حتی اذاهلک اولئک وتنسخ العلم عبدت . (البخاري)
ژباړه : دنوح عليه السلام دقوم بتان وروسته عربوته راانتقال شول چي وروسته هرې قبېلې دځان لپاره يوبت غوره کړ،وددکلب قبيلې لپاره په دومة الجندل کي،سواع دهذيل قبيلې لپاره،يغوث دبني مرادلپاره چي وروسته دغطيف شودوئ په جوف کي سبأته نژدې مېشت ول ، یعوق دهمدان لپاره ، نسردحميرآل ذی الکلاع لپاره . دوئ په ترتيب سره دځان لپاره بتان منتخب کړل . دادنوح عليه السلام دقوم دصالحوکسانونومونه دي چي ددوئ تر وفات وروسته يې قوميانودشيطان په لمسون ديادتازه ساتلولپاره مجسمې وتراشلې چي په مجلسونوکي به یې نصبولې . لومړي نسلونه مړه شول تردوئ وروسته چي نورکوم نسلونه راغلل هغوئ دبتانودجوړېدلوله هدف ناخبره ووله همدې وجې يې دبتانوعبادت اولمانځنه پيل کړه .
عبدالنبی :- داخوډېره عجيبه ده ! .