د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دکونړپه ولایت کی د ۱۳۸۹ کال دولسی جرګی دټاکنوددرغلیورهبری کونکونوماندانوسره څه چال چلندروان دی؟

ديوه ګل چلاس 24.09.2010 02:12

دکونړپه ولایت کی د ۱۳۸۹ کال دولسی جرګی دټاکنوددرغلیورهبری کونکونوماندانوسره څه چال چلندروان دی؟
 
تمه کیده چی په افغانستان کی دتیروولسمشریزواوپارلمانی ټاکنوڅخه به دافغانستان وګړوڅه زده کړی وی اود ۱۳۸۹کال دولسی جرګی ټاکنی به په یوډیرښه ډول ترسره شی خوزمونږداتمه هسی یوتصور وچی مونږدخپل زخمی زخمی هیوادد ټــپونو د درمان لپاره لیدلی و. د روان کال دسنبلی دمیاشتی ۲۷مه نیټه ددی رنځیدلی هیواددبدلون ورځ وه داهغه ورځ وه چی ددی هیوادوګړوبایددخپل خدمت لپاره ډیرپیاوړی با ایمانه اوبا تقوی نوکران غوره کړی وی خو په مقابل کی ددي هیوادوګړوځانونه په داسې چاوپلورل چی خپله هم دنورونوکران دی کاشکی دکونړخلکوپه داسی چاځان پلورلی وې چی خپله باداران وی دوی اوس دنوکر نوکران دی. لکه څرنګه چی ټول افغانان ورونه بلکه ټوله نړی په افغانستان کی دسنبلی د۲۷ نیټی په پارلمانی ټاکنوکی په درغلیوخبریاست دکابل څخه لری پروت دکونړولایت هم ددرغلیوهډه ګرځیدلی وه چی دنیکه مرغه دیوشمیروطندوسته خلکواودولتی امنیتی چارواکولخوارسوا اوددوی اصلی څیری خلکوته بربنډی شوی. دکونړدولایت څخه په رارسیدلوراپورنوکی داسی ویل کیږی چی دکونړدولایت څخه ولسی جرګی ته نوماناندان هریومولوی شهزاده شاهد، حاجی صالح، حاجی روزی اوحاجی سخی په ټاکنوکی دپراخودرغلیوپه توردهغه ولایت دامنیتی چارواکولخوادپوښتنواوګرویژنولپاره غوښتل شوی دی چی وروسته بیاپه ضمانت خوشی شوی دی خودپوښتنواوګرويژنوولړی لاروانه ده.

زمونږغوښتنه دکونړولایت ددولتی چارواکواوپه خاص ډول دکونړولایت دټاکنودشکایاتوداوریدودکمیسون څخه داده چی دکـونړپه هغه دردیلواوکړیدلوخلکوزړه وسوزوی کوم چی خپل ضمیرونه یی نه دی پلورلی دپردولخوا د تربیه شوو نوماندانومحکمه په رسمی توګه پیل کړی اوددوی دملااوحاجی په نوم اصلی څیره خلکوته بربنډه کړی دابه دچارواکودکونړداولسونوسره ډیره زیاته مرسته وی چی په راتلونکی کی بیاڅوک د داسی اشخاصوپه ظاهری څیرو باورونکړی اودنورولپاره عبرت شی.