د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په هامبورگ کې د افغانستان شپږ ورځنی سيمينار

AFGHANIC 21.09.2010 15:32

15. Hamburger-Afghanistan-Woche: 27. September – 2. October 2010
 Jugendheim Lichtensee, Moorweg 41
22955 Hoisdorf/Hamburg, Germany

ګرانو هيوادوالو،
د افغانستان معلوماتي مرکز )افغانيک( او په هامبورگ کی د سياسي زده کړو ټولنه تاسو قدرمنو
آغلو او ښاغلو ته په خپل سږني سيمينار کې بلنه درکوي. دغه سيمينار د ۲۰۱۰ م کال د سپتمبر د اوه ويشتمې نيټې څخه د اکتوبر تر دوهمې نيټې پورې د پنځلسم ځل لپاره په کال کې يو وارې په هامبورگ کې جوړېږي.
ټول هغه افغانان او آلمانان چې د افغانستان له مسايلو او په آلمان کې ميشتو افغانانو د ژوند
 او ستونزو څخه ځان خبرول غواړي، دلته په زړه پورې معلومات تر لاسه کولای شي.
سمينار کې لاندي کسان ويناوې کوی:
۱- اماديوس هيمپل: بين الکلتوري تريننګ
۲- يحيی وردک: د افغانستان پوهنتونوستونځې او د بیا ودانولو هڅې
۳ـ  پروفیسور لورنس: په برلين کې افغانستان پيږندنه او د پښتو ژبې کتاب
۴ـ  يونس مشفق، د کابل موزیم: د افغانستان بيا موندل شوی پانګې
۵- يولیه مالیته: په آلمان کې د افغان کډوالو په اړوند څېړنه
۶-  کلودیه کولر: په هامبورګ ګې د افغانانو ژوند او ستونځې
۷-  کيرستين ماکسن، ليکواله: له خپل کتاب څخه يوه برخه لولی
۹ـ کورنیلیه لیمن: په افغانستان کې د آلماني شخصي شرکتونو پانګه اچونه
۱۰- اودو نايمان، د کډوالو لپاره د آلمان فدرالي اداره: پناه غوښتنه، په آلمان کې اقامت او افغانستان ته ليږل
۱۱- فرزانه سلیمانخیل ـ هانکه، حقوق پوه: اسلام او د افغانستان په قوانينو کې د ښځو او نارينوو حقوق
۱۲- سلامت شيفته: د افغانستان عنعنوی موسيقی، شاعری او سندرې (رباب، زيربغلی، کرومونيکه)
۱۳ـ پروفیسور موبیویس: په ۲۰۱۰ کال کې افغانستان شرق ته زما د سفر انځوريز رپوټ
۱۴ـ ډاکتر ايمل صافی: په ۲۰۱۰ کال کې افغانستان ته د جراح په حيث زما د سفر رپوټ
 ۱۶ ـ هانس دلیري، لیکوال: زما افغاني زړه د کتاب معرفی او لنډه لوستنه
د سيمينار د گډون ونډه سل يورو او د بېکارانو لپاره پنځوس يورو ده.
خپل ماشومان هم ځان سره راوستلای شئ، د گډون ونډه يې څلوېښت يورو او د بېکارانو د پاره شل
يورو ده . موږ د آلمان د حکومت په مرسته د هوټل لگښت او درې وخته خوراک په غاړه اخلو.
د سيمينار ژبه آلماني ده، خو د اړتيا په مهال کې د ځينو برخو ژباړې ته چمتو يو.
د دغه سيمينار پروگرام او گډون پاڼه دلته (www.afghanic.org) تر لاسه کولای شئ!
د علاقی په صورت کې فورمه ډکه او موږ ته راولېږئ.
په دغه اونۍ کې دوه کلتوري او هنري پروګرامونه د اټن سره هم په نظر کې نيول شوی دی.
که کومې پوښتنې ولرئ يا لا ډېر معلومات پکار وي په دغه پته راسره اړيکې ټينگې کړئ:
 
په درنښت يحيی وردک او اماديس هيمپل