د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

هزاره رای ورکوونکیوته نیم ساعت زیات وخت ورکړل شو

ټول افغان 18.09.2010 17:10

نن د شنبې په ورځ په هيواد کې د ولسي جرګې ټولټاکنې په داسې حال کې ترسره شوې چې په لسګونو زرو کورنیو او بهرنیو ځواکونو په ټول هيواد کې لومړي نمبر احضارات اعلان کړي ول.

دغه ټاکنې په داسې حال کې ترسره شوې چې نړيوالو د درنې مرګ ژوبلې وړاندوینه کړې وه خو د وروستیو رپوټونو له مخې تر دې دمه له يو څو وړو پېښو او سپکې مرګ ژوبلې پرته کومه درنه خونړۍ پېښه نه ده رامنځته شوې.

دغه ټاکنې چې دسهار پر اوو بجو پيل شوې وې او ټاکل شوې وه چې د مازيګر تر څلورو بجو به پای ته ورسېږي،که څه هم په ټول هيواد کې پر ټاکلي وخت پای ته ورسېدې خو يواځې د کابل دشت برچي او شاوخوا هغه سيمې دي چې اوسېدونکي يې هزاره ګان دي په دغه سیمه کې تر ټاکلي وخت نیم ساعت زیاتې يانې د مازيګر تر څلور نيمو بجو پورې ټاکنې ترسره کېدې.

که څه هم د ټاکنو خپلواک کميسيون رئيس فضل احمد معنوي ددغه کار لامل سيمې ته د رای پاڼو ناوخته رسېدل وښودل خو له سیمې نه په ورکړل شویو رپوټونو کې ويل شوي چې هزاره ګان په دومره ګڼ شمېر کې د رای ورکونې مرکزونو ته ورغلي ول چې په هر مرکز کې په زرګونو تنو خپلې رایې واچولې.

داسې هم ويل کېږي چې يو زیات شمېر هزاره ګان له بامیان او دایکنډي نه کابل ته راغلي او خپلو کاندیدانو ته یې رایې ورکړې.

معنوي په داسې حال کې دشت برچي ته درای پاڼو د ناوخته رسېدو خبر ورکړی چې د هيواد په یوشمېر پښتون میشتو سیمو کې غرمه مهال رای پاڼې ختمې شوې وې او تر پایه نورې ور ونه لېږل شوې

د کندهار په یوشمېر سيمو کې تر غرمې پورې ډیری مرکزونو ته رای پاڼې او صندقونه نه و وروړل شوي،او ماسپښين مهال يې ایله دغه مواد ور ولېږدول شول،په خوږياڼيو کې تر غرمې وړاندې رای پاڼې پای ته رسېدلې وې.