د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د لوګر څخه د ټاکنو په اړه رپوټ

ارين احمدزى 18.09.2010 12:27

د دې سره سره چې په ټول هيواد كې د رايه اچونې پروسه سهار اوبجې پيل شوې اوولسمشر كرزي په ټولو افغانانو غږ وكړ چې په رايه اچونه كې ګډون وكړي، خو په لوګر كې د په ځانګړې توګه د بركي برك ، څرخ، خروار، او ازرې په ګډون په ولسواليو كې په څو په شمير مركزونه پرانيستل شوي دي چې په دې مركزونو كې هم د پاخواب روغني، او اله دادخيلو په نوم سيمه كې تر دې دمه جګړه دوام لري. شيبې وړاندې له سيمې څخه خالد احمدزي راته د ټليفونو پر ليكله امنيتي وضعه د انديښنې وړ وبلله او ويې ويل چې هرې خواته د ډزو غږونه اوريدل كيږي او دوى نه پوهيږي چې څه دي او نه هم څوك له كورونو څخه را وتلي دي او هرځاى كې وسله وال ليدل كيږي.