د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کارکوونکی ته اړتیا ده

ډاکتر فیض الله ثاقب 17.09.2010 23:19

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول


کارکوونکی ته اړتیا ده:
د دندې نوم: ټولې دندې
د دندې ځای: هر ځای ېې چې خوښ وی
د کار وخت: سمدستی یو کال خو وروسته ټول عمر ته اوږدېږی.
تنخاه: څومره ډېره چې شونې وی.
د ادارې نوم: ټولې دولتی او نادولتی ادارې
د دندې لنډه پېژندګلوی:
دا دنده پدې موخه اعلانېږی چې د هېواد شته قانون ته په درناوی سره مو کار اهل د کار ته سپارلی وی. د دندې لپاره آزاده سیالی صورت نیسی او وړ او اهل وګړی ته دنده سپارل کېږی. لدې کبله د ټولو مینه والو څخه هیله کېږی چې د راتلونکې میاشتې تر پایه خپل غوښتنلیکونه زمونږ د بشری سرچینو څانګې ته وسپاری.
د اهل وګړی ځانګړنې:
د غلط پوهاوی څخه د مخنیوی په موخه باید د اهلیت او وړتیا ټکی روښانه کړو لدې امله د لاندې ځانګړنو لرونکی وګړی د دندې لپاره وړ او اهل ګڼل کېږی.
۱. هغه وګړی چې د اړونده مقام د لوړپوړو چارواکو سره شخصی، سیاسی، ژبنۍ، سیمه ایزې او توکمیزې اړیکې لری.
۲. د خولې د ښې صفایی څخه برخمن وی.
۳. که دندې ته نوماند وګړی ښځینه وی او ښکلې هم وی نو هغه خو خامخا اهل اود لمړیتوب حق ورکول کېږی.
۴. که د کوم زورور او لوړپوړی چارواکی له خوا را وپېژندل شی نو بیا هم د کار اهل ګڼل کېدای شی.
۵. یوه بله لاره هم شتون لری چې مینه وال خپله لمړۍ یا د لمړیو درې میاشتو تنخاه چارواکو ته د بډو په توګه ورکړی، پدې صورت کې هم هغه د کار اهل ګڼل کېدای شی.
۶. په کار پوهېدل ډېر اړین ندی، هغه مینه وال چې پورتنی شرطونه پوره کوی نو مونږ کولی شو چې د کار لپاره ورته نور په کار پوه خلک ونیسو او نوموړی پرې مشر وټاکو.
۷. هغه بې وزلی هېوادوال چې پورتنی شرطونه نشی پوره کولی، هغوی دې هم نه خوا بدی کېږی، مونږ سره ځنې داسې دندې شته چې کارېې دروند، ستونزمن خو تنخاه ېې لږ ده، او دا کارونه د همدې ډول وګړو لپاره مونږ ساتلی دی.
د زده کړې کچه:
مینه وال که په اړونده مسلک کې د لېسانس یا ماسترۍ تر کچې زده کړه کړې وی نو ښه خبره ده خو که پورتنی شرطونه پوره کولی شی نو که بری لیکونه ېې هسې په دروغو جوړ کړی وی هم څه ستونزه پکې نشته او د کار اهل ګڼل کېدای شی.

تجربه:
۱. د لوړپوړو چارواکو په خوشحاله ساتلو کې لس کاله تجربه.
۲. د عامو وګړو په ځورولو کې پنځلس کاله تجربه.
۳. په غوړه مالۍ کې شل کاله تجربه.
۴. په دوکه ورکولو او غولولو کې ښه اوږده تجربه.
۵. په بډو اخیستلو کې هم شل کاله تجربه اړینه ده.

کاری وړتیاوې:
۱ – په دروغو وییلو کې باید دومره ماهر وی چې کله دروغ واېې نو خپله ېې هم پرې باور راشی چې رښتیا وایی.
۲ – په داسې مهارت سره باید بډې واخلی چې د عامو وګړو شورماشور را ونه پارېږی او پدې ټوګه زمونږ د ادارې نوم بد نشی.
۳ – د نورو کارکوونکو سره د نرم چلند لرونکی او په هر قالب کې جوړ راشی.
۴ ـ که هېڅ پرمختګ هم نه وی شوی نو لوړو مقامونو ته د ګڼ شمېر پرمختګونو رپوټ ورکړی شی.
۵ – باید پدې ښه پوه وی چې که رښتیا وینا د چارواکو په زیان وی نو خوله پټه ونیسی.

مینه وال کولی شی چې خپل غوښتنلیکونه او د ځان او کاری تجربې په اړه لنډ معلومات په لاندې پته په لاس راوړی.
د ټولو دولتی او نادولتی ادارو د بشری سرچینو څانګه.
د هېواد پلازمېنه – هېواد
همدارنګه مینه وال کولی شی چې خپل غوښتنلیکونه او د ځان او کاری تجربې په اړه لنډ معلومات په لاندې ایمېل هم راولېږی.
Allgovtandnongovt_orgs@govt.af.com
یادښت: د قانونی پروسو د بشپړولو په موخه لیکلی ازموینه اخیستل کېږی او مخامخ لیده کاته او پوښتنې هم صورت نیسی خو هېره دې نه وی د پورته شرطونو د پوره کولو پرته هېڅوک نشی کولی چې پدې دنده کار وکړی.
په درناوی.