د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د کرکټ نړيواله شورا کرکټ جوړوي که ورانوي یې!

هلال - مومند 17.09.2010 16:00

که په افغانستان کې کرکټ وده ونه کړي نو د کرکټ په شته وسايلو لوبغاړي دا کارونه ترسره کولای شي.

د کرکټ نړيواله شورا هوډ لري چې د کرکټ د ۵۰ اورونو نړيوال جام يواځې د لسو هېوادونو ترمنځ وکړي. د دې دا مانا ده چې د افغانستان غوندې هېوادونه به هيڅکله چانس ونه لري چې نړيوال جام ته لاره ومومي. ځکه افغانستان دا مهال د ۱۳ او ۱۵ مقام ترمنځ ځای لري او د کرکټ د نړيوالې شورا پوره غړيتوب نه بلکه د درېمې درجې غړيتوب لري چې هيڅکله به په دې غړيتوب نړيوال جام ته د تللو جوګه نه شي.

افغانانو هيله لرله چې که اوس ورسره پياوړي هېوادونه لوبې نه کوي نو که د ۲۰۱۵ کال نړيوال جام ته یې لاره وموندله نو دا تنده به یې خړوبه شي. خو دا ارمان هم د کرکټ نړيواله شورا پوره کېدو ته اوس نه پرېږدي.

د کرکټ نړيوالې شورا ته اسوسيټس او افيليټس (د دويمې او درېمې درجې هېوادونه) ځکه ډېر اهميت نه لري چې يواځې پيسې ګټل ورته خورا ارزښتناک دي. دوی ته کرکټ يو سوداګريزه معامله ښکاري چې پيسې پرې وګټي. د دوی په باور په دويمه او درېمه درجه هېوادونو کې کرکټ دوی ته مالي ګټه نه لري نو ولې یې په نړيوال جام کې پرېږدي.

په ۲۰۰۷ کې د کرکټ په نړيوال جام کې ‍۱۶ لوبډلې وې په ۲۰۱۱ کې ۱۴ وي چې افغانستان ترې لږ څه کې پاتې شو. دا مهال د دويمې درجې هېوادونو څخه په ۲۰۱۱ کال نړيوال جام کې کاناډا، ايرلينډ، کينيا، او هالينډ لوبه کوي. له دې وروسته به يواځې د لسو پوره غړيتوب لرونکو هېوادونو ترمنځ وي.

د افغانستان کرکټ بورډ او د کرکټ لوبغاړو ډېر هڅه کوله چې په ۲۰۱۵ کال کې نړيوال جام ته ځان ورسوي او د هېواد جنډه په کې ورپوي خو داسې ښکاري چې موږ د کرکټ نړيوالې شورا ته ډېر خوشبينه يو. داسې ښکاري چې د کرکټ نړيواله شورا به دا پرېکړه وکړي، که داسې وشي نو د کرکټ نړيواله شورا به زموږ په ارمانونو خاورې واړوي.

دوه ورځې وړاندې د کرکټ نړيوالې شورا په خپله ويبپاڼه يوه ټولپوښتنه واچوله چې په کې یې پوښتنه کړې وه چې په نړيوال جام کې دې لس، دولس، او يا شپارلس هېوادونه ولوبېږي. دوه ورځې وروسته په کې ۷۵٪ کسانو دا رايه ورکړې وه چې په نړيوال جام کې دې ۱۶ لوبډلې ولوبېږي. د کرکټ نړيوالې شورا له دوه ورځو وروسته دا ټولپوښتنه په حيرانونکي توګه له پاڼې لرې کړه چې د دې ټولنې د نيتونو په اړه نورې پوښتنې هم راپورته کوي چې د دې ټولنې کارونه څومره شفاف او په انصاف ولاړ دی.

په ټوله کې نړيوال جام يواځې د لسو هېوادونو ترمنځ ترسه کول د افغانانو لپاره خورا بد او خپه کونکی خبر دی.