لغمان:وسله والو دولسي جرګې کانديد وتښتاوه
17.09.2010 15:18نن سهار نا څرګندو وسله والو دلغمان ولايت داليشنګ ولسوالۍ استوګن او له دغه ولايت نه دولسي جرګې لپاره نوماند مولوي حيات الله فرقاني وتښتاوه.
دلغمان امنيتي چارواکو په دې اړه له څه ويلو ډډه کړې خو په لغمان کې دتاکنو دسيمه ييز دفتر مشر ډاکتر عبدالرحمن محبت ټول افغان ته وويل دغه کانديد دخپل استوګنځي نه نن سهار پر اوه بجو ناڅرګند لوري ته تښتول شويدى.
ده وويل دټاکنيزو مندو ترړو مهلت پاې ته رسيدلې او تر ټاکنو دوه ورځې دکانديدانو لپاره د دمې ورځې دي بلخوا وسله والو طالبانو دتښتول شوي کانديد دتښتولو پړه پرغاړه اخيستې .
طالب وياند ذبيح الله مجاهد خبري رسنيو ته ويلي چې تښتول شوې کانديد دا مهال ددوې په ولکه کې دى طالبانو له وړاندې نه دولسي جرګې دټاکنو دناکامولو خبر دارى ورکړى دى.
دولسي جرګې ټاکنې سبا شنبه دوږي دمياشتې پر اوه ويشتمه په ټول هيواد کې تر سره کيږي خو اتکل کيږي چې دناسم امنيتي وضيعت له امله به ډيرى خلک په دې ټاکنو کې برخه وانخلي.