ټول افغان هجري لمريز کليز په ليکه کړ
17.09.2010 00:45لوستونکو ته لا ښه خدمت په موخه ټول افغان ټکی کام لمريز هجري کليز هم په ليکه کړ.
لوستونکي اوس کولای شي چې په ليکه د ټول کال او يا هم د يوې مياشتې لمريز هجري کليز وويني او ګټه ترې پورته کړي. موږ هيله لرو چې له هېواده بهر او دننه دا کليز د لوستونکو او په ځانګړې ډول مامورينو او ليکوالانو سره د نېټې په پېژندلو کې مرسته وکړي.
د هجري لمريز کليز پاڼې لپاره دلته ټک ورکړئ.
لمريز هجري کليز د ټول افغان هرې پاڼې په بېخ کې د نيټې اړونې سره څنګ ته ليکل شوی دی چې په ټک ورکولو یې تاسو د کليز پاڼې ته ورځئ. د کليز په پاڼه کې د کليز بېل رنګ هم غوره کولای شئ او د تېرو يا راتلونکو کلونو کليز هم کتلی شئ.
تر دې مخکې ټول افغان د نېټې اړونې خدمت هم په ليکه کړی دی چې له مخې یې هېوادوال کولای شي لمريز هجري نېټه زيږديز يا Gregorian نېټې ته او زيږديزه نېټه هجري لمريز ته واړوي.