د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کندهار به د شل ميګاواټه بريښنا څخه برخمن شي

خبري څانګه 16.09.2010 22:19

تيره ورځ تر غرمې وروسته  د کندهار ولايت مقام د غونډو په تالار کي د کندهار د بريښنا د زياتوالي په موخه غونډه جوړه شوې وه چي پکي کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا، کندهار ښاروال غلام حيدر حميدي، يو شمير سکتوري رئېسانو، د کندهار  دولايتي بيارغوني ټيم يا PRT استازو او د کندهار ولايت يو شمير سوداګرو او تجارانو ګډون کړى وو.

په ياده غونډه کي د کندهار ولايت د ملي تجاراتو او شتمنو په استازيتوب حاجي نصرالله خبري وکړي او د بريښنا د نه شتون څخه يې سر ټکاوه هغه وويل(( لکه څنګه چي تاسو ټولو ته معلومه ده د کندهار ولايت زيات شمير فابريکي د کندهار ښار ختيځ لورته د ښوراندام سيمي په صنعتي پارک کي موقعيت لري او دا مهال يې زياته اندازه د بريښنا او امنيت د نه شتون له امله تړلي او زرګونه تنه کارکوونکي يې له دندو ګوښه کړي دي))

هغه ژمنه وکړه که چيري ورته دولت د بريښنا او امنيت غم وخوري نو د کندهار ټول تجاران به يو ځل بيا خپلي ټولي فابريکي فعالي او په زرګونه کسانو ته به د کار زمينه برابره کړي.

په کندهار کي د بريښنا د زياتوالي په موخه په جوړه شوي غونډه کي د کندهار ولايت لپاره د بريښنا  د پروژي  مسؤل انجينر ويلسن له خپل لوري د کندهار د بريښنا په اړه معلومات وړاندي کړل(( په کندهار کي د بريښنا د زياتوالي لپاره دوه ډوله پلان تر کار لاندي دى چي يو يې اوږد مهاله او بل يې لنډ مهاله دى په اوږد مهاله پلان کي د دهلي د بند پروژه  او په لنډ مهاله کي د جنراتورنو پروژه ده  چي کندهار ته به بريښنا ورکړي.

د راتلونکو شپږو مياشتو په موده کي به د کندهار په دوو سيمو ښوراندام او سيلو کي لس لي ميګاواټه بريښنا برابره شي چي د ښوراندام بريښنا د روان زيږديز کال په ډيسمبر مياشت او سيلو کي به د دوه زره يولسم ميلادي کال په فبروري مياشت کي فعاله شي)).

هغه همداراز وويل چي په  اوږد مهاله پلانونو کي يو هم د کجکي بندي دى چي په راتلونکو کلونو  کي به د کجکي بند دريم توربين هم فعال شي چي په دې سره به کندهار ښاريان د بريښنا د ستونزي څخه خلاص شي.

د غونډي په پاى کي کندهار والي وويل(( ياده اندازه بريښنا په بشپړ ډول د کندهار اړتيا نه سي پوره کولاى ځکه کندهار ١٥٠ ميګاواټه بريښنا ته اړتيا لري ولي بيا به هم تر ډيره حده پوري د کندهار  د بريښنا ستونزه ور سره حل سي))

کندهار د افغانستان له سهيل کي پروت کرهڼيز ولايت دى چي په زياته پيمانه کرهڼيزه مځکه، باغونه، او د دهلي په نوم يو لوى د اوبو بند لري چي کولاى سش ټول کندهار ته اوبه او بريښنا ورکړي.