د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

مارشال فهيم کابل ته ستون شو

خبري څانګه 14.09.2010 10:39

د افغانستان د ولسمشر لومړی مرستيال مارشال قسيم فهيم نن په جرمني کې له اوږدې ناروغۍ وروسته د هېواد پلازمېنې کابل ته ستون شو.

نوموړي په کابل کې رسنيو ته په خبرو کې وویل چې هېواد ته بېرته روغ رمټ ستون شوی دی او دا یې هم ويلي دي چې د ده مرګ اوازې سمې نه وې.

مخکې په کابل کې داسې اوازې وې چې مارشال فهيم په جرمني او يا هم فرانسه کې د سختې ناروغۍ له امله مړ شوی دی. دا اوازې ځينې چارواکو چې نه یې غوښتل نومونه یې ياد شي تاييد کړې هم وې خو د ولسمشر دفتر او پخپله د مارشال فهيم سکرتر هماغه مهال رد کړې وې.

رسنيو د مارشال فهيم مرکه خپره کړه چې په کابل هوايي ډګر کې یې په کې خلکو ته د خپل ژوند په اړه معلومات ورکړل او ویې ويل چې د د مرګ اوازه کومې سياسې ډلې له خوا توطیه نه بلکه د هېواد له اوسنيو حالاتو زېږنده ده.