د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په کشم ولسوالۍ کې امريکايان بهرني طالب جنګيالي روزي او ساتي

خبري څانګه 14.09.2010 10:53

د سپوږمۍ د رادیو څخه:

 د بدخشان ولايت د کشم ولسوالۍ يو دولتي چارواکي چې نه يې غوښتل څوک يې وپيژني، سرنوشت ورځپاڼې ويلي چې ، د تيرو دوو مياشتو را په ديخوا په بدخشان ولايت کې داسې ګنګوسې وې چې ددغه ولايت يو شمير سيمو ته د نا امنۍ د پيدا کولو لپاره طالبان خپله د بهرنيانو له خوا په الوتکو کې را وستل کيږي، خو يوه مياشت وړاندې په تګاب کشم  کې د طالبانو يو مرکز پياوړى شو او په سيمه کې يې ګډوډي او نا امني زوروره کړه.

وروسته د سيمې اوسيدونکو په سيمه کې ميشتې پي آر ټي ته خبر ورکړ، چې په  تګاب کشم سيمه کې بهرني طالبان چې اکثريت يې د ازبکستان څخه راغلي ډير شوي او بايد عمليات ورباندې وشي. خو د بد خشان پي آرتي په دې برخه کې د خلکو غوښتنې ته هيڅ مثبت ځواب ونه وايه. سرچينې زياته کړه چې له يوې اونۍ وروسته د سيمې اوسيدونکو پريکړه وکړه، چې د نوموړيو بهرنيو طالب جنګياليو پر وړاندې خپله عمليات وکړي، خو وروسته داسې ګنګوسې خپرې شوې چې د ولسي خلکو د عملياتو له خبريدو سره سم پي آرټي دغه بهرني طالب جنګيالي د تګاب کشم له ولسوالۍ څخه  په هليکوپټرونو کې يو نا معلوم لوري ته وړي څو د ولسي  خلکو له عملياتو څخه وژغورل شي.

که څه هم چې دغه دولتي چارواکي په سيمه کې د ازبک طالبانو يادونه کړې خو له سيمې څخه د سپوږمۍ معلومات دا هم دي چې په دغه جنګياليو کې يوه لويه برخه  اويغور جنګيالي هم شته .

دا په داسې حال کې ده چې تيره ورځ هم خبرونه خپاره شول  چې چين د امريکا له خوا د افغانستان په فارياب ولايت کې د اويغور جنګياليو د روزلو له امله افغان دولت ته شکايت کړى دى .