د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د امریکا ګونګه سټراټیژي

سیدخالد سادات 14.09.2010 02:04

افغانستان تل دپردیو د ستراتیژیو او پلانونو ښکار ګرځیدلی، له بده مرغه افغانستان او س د پردیو د ستراتیژۍ لابراتوار ګرځیدلی، اجنبیان د افغانستان د خاورې څخه د خپلې سټراټیژۍ د ټسټر په توګه استفاده کوي . د افغانستان د اوسنۍ زمانې اصلي مدعی امریکا په دې وروستیو کې خپله ستراتیژی افغانستان ته ډالۍ کړه. دا چې افغانانو څومره هیلې درلودې چې نړیواله ټولنه به واقعاً اوس  په دې پو هه شوې وي  چې دافغانستان ستونزه څرنګه حل کاندی او افغانستان له اوسني کړکیچ څخه وژغوري مګر د ښاغلي اوباما نوې ستراتیژ ۍ هر څه په سیند لاهو کړل.

کله چې د نړۍ د لوی ډیکټاټور جورج واکر بوش د واکمنۍ لړۍ پای ته ورسیده او پرځای یې یو تور پوستی چې د امریکا د اقلیت دي او دخپلو روا حقوقو څخه د امریکا په تاریخ کې برخمند شوي نه وه د فکر اوسوچ څخه لیرې یې ځانونه د واک ګدۍ ته ورسول . تورپوستی اوبا دمسلمان پلار څخه نړۍ ته راغلی چې  پلار یې دکینیا د مسلمانانو څخه وه او داسلام مبارک دین پیرو وه. د تورپوستي پوره نوم بارک حسین اوباما دی او دامریکا د معتبر ډیموکراټ ګوند غړی دی داچې امریکایان د بوش د ناوړه کارونو او ظلمونو څخه په تنګ راغلي وه نو مجبور شول چې دبوش د ګوند رقیب ګوند ته چې اوبامایې  دلوبې اصلي ډګر ته وړاندې کړی وه  رایه ورکړي . اوباما د خپل کمپاین په جریان کې د امریکا یانو سره ډیر ې وعدې وکړي او د بوش حکومت یې د امریکا د تاریخ په کتاب کې یو ناکام او ناتوانه  حکومت ونوماوه  ، نو په همدې  اساس اوباما د امریکا ساده اکثریت تر لاسه کړ او دواک ګدۍ ته یې ځان ورساوه.

د تبصرې څخه ډډه کوم راځم خپلې موضوع ته ، اوباما ویلي وه چې افغانستان به ژغورم او خپلې قواوې به تر هغه په افغانستان کې پاتې وي تر څو هلته امنیت ټینګ شي او بهرنیو سرتیرو ته د وتلو یا Exit Policy   زمینه مساعده شي .

افغانانو د اوباما پرخبرو سر نه خلاصیده مګر څه ناڅه ورته خوښ ښکاریدل که خیر وی اوس یو مسلمان د امر یکا مشر شو او نړۍ کې به سوله   راشي مګر د سولې اوبه د وینو په رودونو بدلې شوې ، جنګ زور و اخیست ، د باردو بوی او لوګي زیات شول ، ملکیان د پردو سپیو ښکار وګرځیدل او دپښتنو ښادي په غمونو بدلې شوې   .................... خلاصه دا چې افغانان د یو نامعلوم سرنوشت سره مخامخ شول.

 

دا چې اوباما خپله سټراټیژي د افغانستان لپاره  دویم ځلي واوروله او ویې ویل چې ما خپله ستراتيژۍ کې بدلون راوستی ، بدلون داوه چې ۳۳۰۰۰ اضافی پوځونه به افغانستان ته دجنګ لپاره درومي ، بدلون دا وه چې وژنه به زیاته شي ، بدلون دا وه چې افغانستان دیوګونګ او تت حالت سره مخامخ شو...............

بله داچې اوباما ویلي چې د افغانستان وسله والو مخالیفینو سر ه باید دسولې او روغې جوړې له لارې  خبرې اترې  وشي او مخالفین باید د پخلاینې له بهیر سره یوځای شي  خدای شته دا خبره او باما ښه کړې ولې

داچې په دې خبره کې د اوباما یو پټ منافقت پروت دی دا بیله خبره ده . دسولې د بهیر لپاره یې د لندن نړیوال کنفرانس چې په برتانیه کې دایر شو وړاندیز وکړ . کنفرانس ته د افغانانو د سولې هیلي بیا راوټوکیدې او یو ځل بیایی په ذهنونوکې د سولې درزا شروع شوه ، مګر په کنفرانس کې داسې پریکړه ونه شوه چې د افغانانو تنده پرې ماته شي په کنفرانس کې د تورلسټ یا black list  لغوه کیدو هیڅ یادونه  ونه شوه ، په کنفرانس کې د بګرام ، قندهار او ګوانتانامو زندانونو د تړلو هیڅ غږ پورته نه شو فقط د یوڅو تنو نومونه د تورلسټ څخه لیرې شول چې  حساب پرې نه کیده ...

امریکا یا نو او نورو غربي انډیوالانو یې په سمدستي ډول د هلمند په مارجه او نادعلي ولسوالیوکې د  وسله والو مخالفینو سره جګړه شروع کړه  او د ملکیانو په وژلو یې لاس پوری کړ.

نو اوباما کوم ډول سوله او پخلاینه غواړي چې له یوې خوا په وسله والو مخالفینو د B52 طیارو څخه بمونه غورځوی او بل لوري ورته د سولې او پخلاینې وړاندیزونه کوی؟ ایا دا به سالم عقل ومني چې یو څوک دې څملولی وی او په خیټه ورته ناست ییی او بیا ورته وایی چې سوله وکړه ایا هغه به یې ومني ؟ داڅنګه سوله ده چې د ټوپک په خولې   راتلونکې ده ؟ داڅنګه سوله ده چې د وژنو او وینې تویدو له لارې راتلونکې ده؟ دا څنګه سوله ده چې له یوې خوا نه مې په چاړه سینه سورۍ کوی او هم راته وایی چې راځه سوله وکړه ..سوله خو مینه غواړي ، سوله خو په رضا او رغبت راځي ، سوله خو په تحمل راځي.........

ابا اوباما ته معلومات نشته چې چنګیز یان ، انګریزان ، درویشیان ، روسان او نور په افغانستان کې په ګونډو شوي ؟ایا اوباما خبرنه دی چې افغانستان په نړۍ کې د غاښ ماتونکي ځواب نوم لري ؟ ایا اوباماته معلومات نشته چې دلته ټانګ ، توپ ، ټوپک او د نور زور استعمال ناکامه نتیجه ورکړی؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟

خوخیر : امریکایان بیا هم چانس لری او خپله ستراتیژي دې بدله کړي ، د افغانستان په سرنوشت دې نورې لوبې نه کوي او افغانان دې دمینې له لارې خپل کړي نه د نسل وژنی یا جینو سایډ له لارې که نه نو د بارودو بوی به دی یو ځل بیا د نیویارک هسک برجونه په سر ونیسي .

                                                                                   فااعتبرویاولی الابصار