دټولټاکنو په اړه دحزب اسلامی افغانستان اعلامیه :
14.09.2010 01:44حزب اسلامی په رسمي توگه د اشغالگرو ځواكونو تر سلطې لاندي انتخابات رد كړي او په هغه كي برخه نه اخلي.
بسم الله الرحمن الرحیم
دټولټاکنو په اړه دحزب اسلامی افغانستان اعلامیه :
د ۱۳۸۹لمریز کال د سنبلې میاشت ۲۱مه.
- د بهرنيو ځواكونو شتون د جنگ د دوام اساسي عامل دئ، د دوى له وتلو پرته جگړه پاى ته نشي رسېدى، څوك چي په افغانستان او دې سيمي كي د جگړو پاى غواړي؛ بايد له څو خبرو سره توافق وكړي: بهرني ځواكونه دي له افغانستانه ووځي، د افغانستان په كورنيو چارو كي دي د بهرنيو؛ په ځانگړې توگه زموږ د گاونډيو او د روسيې، امريكا او هند په شمول د هغو ځواكونو لاسوهني متوقف شي چي دا بحران د دوى د رقابتونو له امله راولاړ شوى، افغانانو ته دي دا حق وركړى شي چي د خپلي خوښي نظام جوړ كړي او د خپلي خوښي مشران غوره كړي، موږ چي د ميثاق په نامه كومه طرحه وړاندي كړې دا په سوله ييزه توگه د بحران د حل او د جگړي د پاى ته رسولو تر ټولو آسانه او عملي لار ده.
- حزب اسلامي تر مخكي زيات پياوړى ، مضبوط او متحد تنظیم دې، څوك چي د كابل له امريكايي ادارې سره يو ځاى شوي د گوتو په شمېر دي، حزب نه تمثيلوي او موقف ئې د حزب اسلامي د مرام، تگلاري او اصولو خلاف دئ، د حزب اصول هيڅ حزبي ته دا اجازه نه وركوي چي له يرغلگرو سره ملگرتيا وكړي او د پرديو تر سلطې لاندي حكومت كي برخه واخلي. هيڅ مخلص او د حزب اصولو ته وفادار حزبي به په يوه غيراسلامي او په پرديو پوري تړلي حكومت كي برخه وانه خلي.
- حزب اسلامی په رسمي توگه د اشغالگرو ځواكونو تر سلطې لاندي انتخابات رد كړي او په هغه كي برخه نه اخلي.
· حزب اسلامی د اشغالگرانو په ضد په جهاد باور لري. دا جهاد داسې گڼي لکه د روسانو په ضد جهاد او امريکايانو ته تسليميدل داسې گڼي لکه روسانو ته تسليميدل.
- د اشغالگرا نو په ضد سکوت، د دوى له لنډمهاله يا اوږدمهاله حضور سره توافق او د اشغالگرانو تر سيوري لاندې د کابل په لاس پوڅي حکومت کې برخه اخيستل مو په واضح او پرېکنده الفاظو محکوم کړي او محکوموو يئ.
- د صليبي اشغالگرو ځواکونو په شتون کې انتخابات هيڅ ارزښت نه لري. داسې پارلمان به جوړيږي لکه اوسنى، دې پارلمان څه وکړى شول ،چې بل به يې وکړي؟
- حزب اسلامي افغانستان تر هغې چې په هېواد کې ښکېلاکگر ځواکونه موجود وي د حل يواځينۍ لار جهاد بولي او بس.
- حزب اسلامي افغانستان پر خپل ملت غږ کوي چې خپل بچيان په اجيرې اردو او پوليسو کې د تنظيم پر ځاى د جهاد پر ليکو کې ځاى پر ځاى کړي.
- حزب اسلامی دا ډاګیزه کړې چې د بهرنيو ځواكونو د شتون په صورت كي نه د كرزي په حكومت كي برخه اخلو او نه په بل لاس پوڅي او د پرديو تر سلطې لاندي حكومت كي. د اشغالگرانو په شتون كي له مقاومت نه پرته بله لار نه غوره كوو، وسله پر زمكه نه ږدو او له سنگرونو نه راكوزېږو.
- موږ مخكي هم خپله هڅه كړې، بيا به ئې هم كوو، غواړو د ټولو مجاهدينو دريځ توحيد شي، هم د مقاومت د څرنگوالي په ارتباط گډ دريځ ولري او هم د افغانستان د راتلونكي نظام په اړه. د ژغورني ملي ميثاق هم په همدې هيله او موخه وړاندي شو.
حزب اسلامی افغانستان
د ۱۳۸۹لمریز کال د سنبلې میاشت