د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ټول افغان نېټه اړونکی بېا پر ليکه کړ

ټول افغان 13.09.2010 11:44

د نېټې اړونې نوې بڼې انځور

ټول افغان ټکی کام هېوادوالو ته يو بل خدمت چې د لا ښه کېدو په موخه یې څه موده له ليکي لرې کړی و بېرته په ليکه کړ. دا خدمت د نېټې اړولو خدمت دی چې له مخې یې هېوادوال کولای شي لمريز هجري نېټه زيږديز يا Gregorian نېټې ته او زيږديزه نېټه هجري لمريز ته واړوي.

دا خدمت په نوې بڼه پر ليکه کړای شو.

د ټول افغان درانه لوستونکي کولای شي د دې خدمت تړاو په لومړي مخ د پاڼې په لاندې برخه کې ومومي چې (نېټه اړونکی) نومېږي. همدا راز دا خدمت په دې تړاو هم موندلی شي. برسېره پر دې دا خدمت د دې پاڼې په شمول د هرې پاڼې کيڼ څنګ ته هم ښکاري.

د دې خدمت د کارونې لپاره که څوک زيږديزه نېټه هجري لمريز ته اړوي نو په اړونده برخه کې (چې لومړۍ برخه ده) بايد زيږديزه نېټه وليکل شي او بيا (اړول) ته ټک ورکړل شي. نېټه به واوړي او لوستونکي ته به نوې نېټه وښودل شي.

د هجري لمريز د اړولو لپاره دې لوستونکی همدا پورته تمرين ترسره کړي چې د دې خدمت دويمه برخه او پاڼه کې تر زيږديز اړونې لاندې پرته ده.

لوستونکي کولای شي د ستونزو او يا هم وړانديزونو په اړه موږ سره په webmaster@tolafghan.com  او يا هم لاندې د تبصرو د کړکۍ له لارې شريک کړي.