د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پاکستان کې په څرګنده د افغان رای ورکونکیو جعلي کارتونه چاپېږي

ازادي راډيو 12.09.2010 15:59

د ازادۍ راډيو رپوټ ورکړی دی چې د قصه خوانۍ په چاپخونو په دې ورځو کې وار نه شته. ډېرې یې د افغانستان د ولسي جرګې د انتخاباتو د کاندیدانو د لویو لویو پوسټرونو او تبلیغاتي پاڼو په چاپ بوختې دي .

خو ځینې کاندیدان یوازې پوسټرونه او تبلیغاتي پاڼې نه چاپوي، بلکې د رای ورکونکې جعلي کارتونه هم چاپوي څو د انتخاباتو په ورځ یې وکاروي .

په پېښور کې د ازادۍ راډیو خبریال یو شمیر هغو چاپخونو ته ورغلی چېرې چې د رای ورکونکیو جعلي کارتونه چاپېږي او هغو کسانو سره یې خبرې کړي چې په دې کاروبار کې لاس لري
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون هغه راپورنه تایید کړل، چې وايي، د ولسي جرګې د راتلونکو انتخاباتو لپاره یو شمېر جعلي کارتونه چاپ شوي دي.

خو د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ویاند نور محمد نور وايي، چې د انتخاباتو د رایې ورکولو کارتونه او پاڼې داسې جوړې شوي دي، چې جعلکاري په کې ښکاري او د دوی کارکوونکي به وکولای شي، چې په اسانۍ سره یې له کارولو نه مخنیوی وکړي.

پخوا تر دې داسې راپورونه ورکړل شول، چې د ګاونډی هیواد پاکستان د پيښور ښار په مطبعو کې یو شمیر کاندیدانو د رایې ورکولو په لکونو جعلي کارتونه چاپ کړي، تر څو د رایې ورکولو په ورځ ترینه ګټه واخلي.

دغه راپور دلته اورېدلی شئ: