د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

امريکا د قران کريم په سېځلو بنديز ولګاوه

خبري څانګه 09.09.2010 15:35

د امريکا په فلوريدا ايالت کې د حکومت له لورې نوي اصول وضع کړای شوي دي چې له مخې یې څوک نشي کولای په ودانيو کې څه شي ته اور ورته کړي چې له مخې یې په دې ايالت کې د دوف وورلد اولريتش كليسا پادري نه شي کولای قران کريم ته اور ورته کړي.

دې پادري مخکې ويلي و چې د سپتمبر په ۱۱مه نېټه چې په امريکا ترهګريز بريدونه شوي او زرګونه ولسي وګړي یې ووژل به نوموړی پادري په خپله کليسا کې قران کريم سېځي. اوس د نوي قانون له مخې نوموړی دا کار نه شي کولای.

د امريکا ولسمشر باراک اوباما د قرانکريم د سېځلو پلان غندلی و او ويلي و چې دا به یې په افغانستان کې د پوځيانو ژوند په خطر کې واچوي.

په افغانستان کې د دولت وسلوالو مخالفينو طالبانو په يوه اعلاميه کې - چې ټول افغان ته یې رالېږلې دی - د قرانکريم د سوځولو تصميم "وحشيانه" بللی دی. په اعلاميه کې چې د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي خپره کړې ده راغلي دي چې ((دسپینې ماڼۍ مغرور چارواکي دامریکايي لیوني پادري دغه حاقدانه تصمیم په دي خاطر نامناسب عمل بولي چې په افغانستان کې ددوئ دیرغلګرو پوځیانوژوند له خطرسره مخامخ کوي اوجنرال پترایوس هم یواځې دهمدې خطر له امله لیوني پادري ته له خپل تصمیم څخه دتیریدوتوصیه کوي.))

دا اعلاميه طالبانو په امريکا کې د قرانکريم د سېځلو د پلان له منع کولو مخکې خپره کړې ده.