د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

بد کوي! - طنز

محمود نظري 08.09.2010 19:26

ویاند دملي غونډې په سر کې په خواشینی سره وویل: دې تورژبې واشنګتن پوست نیوکه کړې چې د دې ملي غونډې یو اتل غړی د سي آی اې لاسپوڅی دی
رییس له غوسې میز په سوک ووهه او په لوړږغ يي نارې کړه : دا خبر بلکل غلط دی! بلکل غلط! په داسې حال کې چې په سر يي لاس راکاږی ویل يي : آیا ماټوله کډوان راټول کړي دی؟! . هغوی بد کوي!
د ملي غونډې غړو هم ورسره په غبرګه دا خبره رد کړه او په یوه سلا يي ویل: بد کوي!
رییس لکه د خمار سوختي ولاړ شو او په خطاب یې د ملۍ غونډي غړوته یې د ګوتو په نڅاه سره ویل
دا د واشنګتن دپوست خبری څوک مني زه يي ان د واشنګتن میوې خبری نه منم!
د ملي غونډې ټولو غړو د سرداشارې په دود ځواب ورکړ: چې ته وايي موږ يي هم نه منو !
رییس ویل :تاسو ودریږئ!
ټوله ودریده
رییس وویل: مقصد مې دادی چې زه یو شې را په یادوم . تاسوکښېنئ!
هغه زیاته کړه چې یو بل چا هم طبیعت راخټه کړ چې ویل يي تاسو خوارکیان یوازې یو نفر ګوډاګی لرئ د هغه نوم ته وده چې را په یاد شي
ټولو په یوه ږغ ویل: درواغ وايي موږ ټوله شناخته یو، ټوله دنیا مو پيژني په موږکې داسې څوک نه شته چې ګوډاکی نه وي، څه چور خو نه دی چې هر څوک دلته مقرر شي.
رییس :تاسو ووایاست څوک نه دی ګوډاګي ته، ته، ته ...
یو ګړۍ چوپه چوپتیا خپره شوه
کراریو لاس پورته شو
رییس په غوسه ورته وویل: ښه دا ته يي ؟
هغه ویل: یا ،خدای دي مي نه کوي! هغه یو لوپ لپړ چې نه دی هغه څوکیدار د ی چې تا برطرفه کړ .
رییس په خندا ویل: غوڼې دی راوتښتوله . ټوله په خندا شوه.
یو څوتنو دوې ګوتې په هوا کې ښورولې، رییس چې له خوشالۍ په کالوکې نه ځایید دهغو د ددو ګوتو په لیدو یې خولۍ د مازیګر پر ځای کېښووله او ټول لاس یې هوا کې وښوروی
دهغه دلاس په لېدو د ټولو غړو سترګې له تعجبه له کوګله راووتې او له خولو یې ناببره ووتله!
هو، په وجدان دی نالت!!!

کنايي
طبیعت خټه کول( خپه کول)؛ - تورژبی ( شرارت اچونکی)؛خولۍ د مازیګر پر ځای ایښوول( غرور)، لوپ لپړ ( تکی تنها)