د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د سپټمبر د یولسمې پیښې معما!

عبدالرحمن فرقاني 08.09.2010 10:19

د سپتمبردیولسمې په هكله په نړيوالو مطبوعاتو كي ګڼ شمير كتابونه څبړني تحليلونه اونظرونه خپاره شوي دي ، خو دا ټول خپاره شوي تحليلونه او څيړني دسپتمبرد11 پيښې معما ته اوهغه پوښتني ته په روښانه او سمه توګه ځواب نشي ويلاي چه په هر بڼډار كي يي هر انسان شپه او ورځ مطرحوى هغه دا چې ددې نړونكى پيشي تر شا څوك ولاړ وو ؟ آيا د دې پيښي تر شا د بن لادن تروروسته او سختدريځه ډله او دهغه ترهګره او سختدريځه تګلاره چې په اسلامي نړۍ كي سختدريځې ډلې تغذيه كوي ولاړه وه ؟ اوكه د دې پيښې تر شا د صهيونزم كرغيړن پاڅون ولاړ وو , اوغوښتل يي چې تر لویدیځ وړاندې د اسلامي نړۍ كيښتۍ سورۍ كړي ؟ كه څوك د يهودانو خباثت اود امريكا ويره له دوي څخه نه مني نو كولاي شي د امريكا د پخواني جمهور رئيس روزفلټ وصيت نامه چې د امريكا ملت ته يي د دوي په هكله كړي وه , چې د يهودانو په ايستلو ئې له امريكا څخه ټينگار كاوه ولولي : " تر څو د امريكايانو اولادونه د دوي غلامان ونه گرځي " .
لاتر اوسه د دې پيښې په هكله مختلف نظرونه او ليد لوري شتون لري اولاتر اوسه هغه پوښتنې ته ځواب ويل ډير گران كار دي . د پيلوټانو په اند د قاعدې ډله د داسې دقيق كار څخه ناتواته ده , ځكه چې د دغه راز الوتكې مسار ته په دومره لنډه فاصله كي تغير وركول له دومره جرات اوزړورتيا سره څه ناڅه د2500تر3000 گړيو په پرلپسي توګه تريننګ او تمرين ته په ورته طياره باندي اړتيا لري , او دا ځانګړتيا د بن لادن په پلويانو كه نشو موندلي , او ساختماني انجينران هم د همدغه منطق په اساس په دي هكله نظر وركوي , خو سياستمداران له دې لوبې څخه لومړني ګټه پورتكونكي بيا د صهونيت پاڅون په ګوته كوي سره لدي چې په مرموزه توګه په دې لوبه كي شتون لري , او اقتصادي كارپوهان بيا په دې نظر دي چې امريكا په خپله دا كرغيړنه هڅه كړي ترڅو د هغه اقتصادي بحران څخه ځان وژغوري چې ورسره لاس ګريوان شوي ده او په دې پلمه د تيلو څاګانواو زیرمې ته ځان ورسول غواړي .
خو ترهګرو ډلو بيا غوښتل چه پدې راز هڅه جګړه د دښمن كور ته وليږدي او د غربي نړۍ ډیر څيړونكو د دې رايې پخلي كوي او په دې هكله دلايل وړاندي كوي , او په دهكله د لورنس رايت امريكايي ليكوال په كتاب كې ډير څه موندلي شوو , او داسې دلايل وړاندي كوي چه گواكي القاعده د دې پیښې مسؤله ده .
يو شمير سياستپوهان په دې اند دي چې يهودانو او سختدريځو ډلو په مشترك ډول دا كار سرته رسولي دي , او يهودانوو په كې مركزي رول لوبولي دي او د دې پيښي په پیښیدو له وړاندي خبر وو او نور دا راز اټكلونه .. په دى هكله شته . په هره توګه تاريخ مسؤل دی چې دا پيښه سره له ټولو حقايقو اواسرارورابرسيره كړي , هر څه به د تاريخ په اوږدو كې په ډاګه شي , خوڅه چې موږ ته د 11سپتمبرد پيښې په هكله اوس مهال د اهميت وړدي هغه دا دي چې دا پيښه دلوي تحول ټكي او يوه مهمه او راويښونكي پيښه وه , چې د دوومختلفو عهدونو په منځ كې يو ستر بدلون ګڼل كيږي . او ستر زيان له د بيښې څخه اسلامي نړۍ ته متوجه شوي او په خاصه توګه هغه مسلمانانو ته چې په لويديځ كې استوگنه لري , كه غواړو چې د دي پيښې په هكله ډير له واقعيت او انصاف څخه ليري نه وو, نو په كار ده چه د پيښې د پايلي اواغیزې په هكله فكروكړو نه دپيښې په هكله او د هغه اتهاماتواوتورونو په وړاندي سمه او پياوړي دریځ ولرو چې اسلامي نړۍ ته متوجه شوى دي , په تاسف سره ډير زموږ څخه د دي پيښې په هكله سم دریځ نه خپلوي او هغه اتهاماتو ته په غوڅه توګه ځواب نه وايي چه اسلامي نړۍ او په تيره بيا اسلا م ورڅخه پاك دي . د وخت په تيردو سره سختدريخو ډلو د موږپه ټولنو كي ځاي موندلي ؤ ، او تر اوسه هم شتون لري اوزموږ ټولني يي له هرج مرج سره مخ كړي دي , خو سربيره پدې موږ دلويديځ تهمتونو اوتورونه ته هم غاړه ايښي ده او ناكامي مو د لويديځ په وړاندي منلي ده , موږ ته پكارده تر څو خپله ټولنه كي د اسلامي ارزښتونوپه اساس بدلون راولو .

عبدالرحمن فرقاني ماخذ : عربی ورځپاڼې.