د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د افغانستان دسپيڅليو شهيدانو وياړدچا حق دي ؟

عبدالرحمن فرقاني 08.09.2010 02:47

 دافغانستان د باتور ملت جهاد او مقاومت د روسيې د وحشي ځواک د يرغل په وړاندي د تاريخ په اوږدو كي ساری نلري . د افغان ولس د بې سارى مقاومت او جهاد په پايله كې د نړۍ په سياسي او جغرافيايي جوړښت كي ستر بدلون رامنځ ته شوو , ډيرهغه هیوادونه چه د روسيه په سياسي نقشه كې ميشت وو او د خونخاره كمونزم د هيبت په وړاندي ئې د سر پورته كولو جرات نه شوی كولاي خپله خپلواكي او آزادي تر لاسه كړه , او يو ځل بيا په نړي كي د خپلواكه او مستقلوو هيوادونو په څير وپيژندل شول , دا دنړۍ په مخ هغه ستر او دپام وړ بدلون ؤ چه د افغانستان د با شهامته اولس د مقاومت او جهاد په پایله كې را منځ ته شو .

         د روسانو هيبت نه يوازې د روسيې په سياسي نقشه پوري تړلي هيوادونوكي پيژندل شوي ؤ بلكه د دغه هيبت انگازي د لويديځ ټولو هيوادونو ته رسيدلي وي , ان تر دې چې د ختیځې اوروپا په لمن كي يي ډير هيوادونه په خپله وسپنيزه كړۍ كي راوستي وو , په افغانستان باندې د روسانو يرغل د لوديځ هغه هيوادونوته چې د كمونيزم له پراخيدو څخه په ويره كي وو دا موكه برابره كړه تر څو له هغه سيلاب څخه دافغانانو په ذریعه ځان وژغوري كوم چې هر هغه څه نابودوي چې د كمونيزم له فلسفې سره سمون ونلري , نوځكه لويديځ د افغانستان د باتور ملت ملګرتيا غوره كړه ترڅو وكولاي شي چې د روسيه هغه د وسپنې كړۍ ماته كړي چې د لويديځ ګڼ شمير هيوادونه په كي داخل شوی وو .

         لويدیځ دا فغانانو له شهامته سمه ګټه پورته كړه , او لويديځ په دې بريالى شو چه روسيه د افغانستان په خړوب كي را ښكيل كړي او هغه د وسپني كړۍ يى ماته كړي , خو لويديځ د افغانانو ملګرتيا د خپلي موخي  پربنسټ كړله لكه چې وړاندې مو يادونه وكړه ترڅو دروسانوهغه وږد شوي لاس ختیځې اورپا ته غوڅ كړي دروسانو د امپراتورۍ د راپرزيدو سره سم  لويديځ ته دا ويره پيدا شوه چه افغانان په اسلامي ارزښتونو مين خلك دي داسي نه چې دا اسلامي او جهادي روحيه چې د روسيه د يرغل په وړاندې نوره هم پياوړې شوه د لويديځ لوري ته مخه كړي , نو ځكه د افغانستان د ملت د جهاد او مقاومت پايله د لويديځ د استخبارتي دستگاود پلانونو ښكار شوه , او هغه لاسته راوړنه چه بايد ملت ته ورپه برخه شوې وي لا تراوسه ورپه برخه نشوه  .

          د افغانستان كړيدلی ملت خو له هغه پايله څخه چه بايد په نړيواله كچه ورپه برخه شوې وی ،  تر اوسه محروم شوي خو له هغه وياړڅخه هم محروميږي چه خپل بچيانو يى ګټلي  او یوازې د دوی حق دی ، دا د افغانستان له ملت سره سخته جفا ده چې د افغانستان دشهيدانو د لمانځلو د ورځې وياړ په يوه داسي شخصيت پوري وتړل شي چې په هكله يي ډيرې ګونګوڅې اوشكونه د افغانستان په سياسي چاپيريال كي شته   . په افغانستان كي هغه اتلان ټول پيژني چه د روسي يرغل په مهال په ميړانه شهيدان شوي په ځانګړې توګه هغه زړور شخصيتونه چې له يرغل نه وړاندي د روسانو په په تورو زندانونو كي شهيدان شوي دي , هغه شخصيتونه چې د ریښتینی مقاومت مشعل ئې تر آخري سلګي پوري له لاسه ونه لويد, او هيڅ كله يي هم د خونړى كمونيزم سره د جوړجاړي هڅه ونكړه , ځكه چې دوي سره دا يقين په شعوری ډول پوخ شوي و چه دكمونيزم نظام د بشري ټولنه اړتياوي نه شي پوره كولاي , او د الله تعالی او دبشریت دښمن نظام دی . واقعا هغه شهيدان ډيرد وياړ وړ دي چې له دوي سره پرته لدې بل ارمان نه وه  چې دالله په لاره كي شهيدان شي ,  د دوی په تصور او خیال کې نه دا بلند منزله آپرتمانونه ؤ ڼه دا بې سرحده اوپراخه ناوړه تجارتونه ؤ ،نه هم  د دوي سره دا  رازد اقتدار تلوسه وه , چې قدرت ته د رسیدو لپاره هر څه تر پښو لاندې كړي ، دا هغه سپیڅلی شهیدان دي چې نوم يي څوك نپيژني اود دوي د وينو له بيدلوله امله نړۍ له يوه خونړي نظام څخه خلاصه شوه , دافغانستان اصلي اتلان دوي دي , دا وياړ په مشكوكوڅيرو پوري تړل دافغانستان له ملت سره جفا ده , د افغانستان د سپيڅلو شهيدانو وياړ په يوه داسي شخصيت پوري تړل چې د جهاد پايله يي د بهرنيو ښكاريانو په دام كي كيښوده  د افغانستان له سرلوړى تاريخ سره سخته جفا ده  .