جاپانی خبريال : يوه وزير او لوړپوړيو دولتي چارواکيو تښتولی وم
08.09.2010 01:02د څونيوکا په نوم هغه جاپاني خبريال چې د روان عيسوي کال په مارچ مياشت کې په شمالي ولایت کندز کې د ناڅرګندو کسانو له خواتښتول شوی و ويلي يوشمېر اوسني او پخواني دولتي مامورينو يې په تښتونه کې لاس درلود.
څونيوکا چې اسلامي نوم يې شامل دی دغه څرګندونې د جاپان له مشهورې ورځپاڼې اساهي سره په يوه مرکه کې د يوشمېر اوسنيو او مخکنيو دولتي مامورينو نومونه اخيستي او هغوی يې په دغه کار کې په لاس لرلو تورن کړي.
هغه همداشان د ولسمشر کرزي د یوه مشاور وزير نوم هم ياد کړی او ويلي يې دي چې تښتوونکيو څو وارې ورسره تليفوني خبرې کړي.
شامل په دغه مرکه کې د کندز ولایت د امام صاحب د ولسوالۍ د امنيه قوماندان عبدالقيوم او دهغه د ورور او دتخار د پخواني والي آمر لطيف او د ارباب ولي په نوم د تخار د يوه بل اوسېدونکي نوم ياد کړی، آمر لطیف دتخار پخوانی والي و چې له شاوخوا درې کلن ماموريت وروسته څه موده وړاندې له دغې دندې ګوښه کړل شوی.
شامل د ولسمشر د سلاکار وزير وحيدالله سباون نوم هم ياد کړی او ويلي يې دي چې تښتوونکیو څو وارې له نوموړي سره تليفوني خبرې کړې او د پېښې په اړه يې سره غږېدلي.
بلخوا يادو کسانو په دغه پېښه کې هرډول لاس لرل رد کړي او دا يې د خپلو مخالفو له خوا يوه جوړه شوې دسیسه بللې.
دغه جاپانی خبريال هغه مهال په کندز کې وتښتول شو چې له طالبانو سره تر مرکې وروسته دښار پر لور روان و، نوموړی تېره اوونۍ د تښتوونکیو له بنده راخلاص شو،هغه مهال يوشمېر رسنيو د طالبانو له خولې خبر ورکړی و چې نوموړی یې د روژې په احترام خوشې کړی.