د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

موږ به هغه کوو، څه چې تاسې وويل!

ډاکټر محمد فريد بزګر 07.09.2010 11:25

دروند او قدرمن ليکوال، شاعر، تاريخپوه او سياست پوه جهاني صاحب د افغانستان د معضلی د حل او د مظلومو افغانانو د غږ اوريدلو ډیره په زوړه پورې لار مخې ته ايښې ده (موږ به څه کوو؟). تر څو به موږ د نورو په اوږو سپوږمۍ ګورو. راځۍ چې پخپله يي پيل کړو او نور موږ ته وګوري چې څه کوو، وخت حساس او مسوولیت دروند خو شونی دی. زه فکر کوم چې مطلق اکثریت به له ښاغلی جهانی صاحب سره هم غږی وی. راځۍ چې پرې نږدو دا غږ غلی شي، دا باید يو طوفان شي، يو جکړ شي او د دښمن غوږونه کاڼه کړي.
ما کلونه مخکې ويلي وو:
له ټولو لاره ورکه
چې چيرې لاړ شو
په کومه لاړ شو
او چا ته وژاړو په زوره زوره
خو اوس موږ ته بله لاره نه ده پاته، هر راز بدبختۍ مو وګاللې او وليدلې، که سره يو نه شو او خپل غږ سره يو نه کړو، نو د همیشنۍ بدبختۍ په ګودال کې به غرق شو.
اوس شکرالحمدلله په موږ کې دا توان شته چې خپل غږ سره یو او پورته کړو، اوس که څه هم په نړۍ کې خواره شوې يو خو د غږ د يورته کولو توان را په کې شته دی، بايد څه له لاسه ورکړو، چې څه لاس ته راوړو. ځينې کيدای شي وخت بهانه کړي چې راسره وخت نه شته، څوک به بل څه.
خو فکر کوم چې له هر څه مهمه اوس ملی مساله ده. لکه چې جهانی صاحب ورته اشاره کړې، دا ټوکې نه دي. د دې په څنګ کې به مو خامخا اوريدلي وي، چې د شمال ټلوالې ځينو مشرانو د هندي واکمنانو سره تيره اوونۍ په هند کې کتلي، او د افغانستان د تجزيي په اړه يي پلانونه جوړ کړي، او چې څرنګه کولای شي له حالاتو په خپله نفع ګټه پورته کړي.
دا ټول د خطر زنګونه دي. راځۍ چې سره خپل غږ او هڅې يو ځای کړو، او د ځان لپاره پخپله تصميم ونيسو.
يا به يو کيږو که نه ورکيږو
ختيخ بيارغونې موسسه (کور) د ټولو امکاناتو په درلودلو سره د جهانی صاحب له غږ سره همغږې ده!

ډاکټر محمد فريد بزګر
د ختيځ بيارغونې موسسې (کور) اجراييوي ريیس