د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د حج او ارشاد وزارت له حاجيانو نورې پیسې غواړي

خبري څانګه 06.09.2010 16:02

په انځور کې د افغانستان د حج او ارشاد وزير يوسف نيازی د کابل بانک ګوښه کړای شوي مشر خليل الله فېروزي ته د حاجيانو د پيسو قراداد ورکوي. نيازی په سعودي عربستان کې د اسلامي علومو استاذ او د ښوونې او روزنې په وزارت کې د نصاب د کميسيون غړی هم پاتې شوی دی.

د حج او اوقافو وزارت له حاجيانو غوښتي دي چې سربېره په هغه پيسو چې په کابل بانک کې یې د حج د تللو لپاره تحويل کړي دي بايد ۲۷۵  نور امريکايي ډالر هم تحويل کړي.

دا غوښتنه په داسې حال کې رامنځ ته کېږي چې کابل بانک په فساد او ستونزو کې ګېر دی او د مراجعينو کتارونه ورته ولاړ وي چې خپلې پيسې ترې وباسي. معلومات نشته چې د حج او ارشاد وزارت دا غوښتنه د کابل بانک د ستونزو سره تړلې او که بل څه لامل یې دی.

ټول افغان د حج او ارشاد وزارت ته نږدې سرچينې ويلي دي چې دا پیسې له حاجيانو هغه شخصي شرکتونه غواړي چې حاجيان حج ته لېږي او د حج او ارشاد وزارت ورته قرادادونه ورکړي دي. سرچينه زياتوي چې دا پيسې شخصي شرکتونه له حاجيانو د خپل مزد په توګه غواړي او د حج او ارشاد د وزارت له خوا نه دي زياتې شوي.

د ټايمز ورځپاڼې په ننۍ ګڼه کې راغلي دي چې په کابل کې د کابل بانک د مرکزي دفتر بلې غاړې ته په سړک د کابل بانک په يوه بله نمايندګې کې بېروبار جوړ دی او مکې معظمې ته تلونکي حاجيان پرې راغونډ دي. دوی وايي چې ۳۰۰۰ ډالر یې تحويل کړي دي خو اوس ورته وازرت وايي چې ۲۷۵ ډالر به نور هم تحويلوي. نيم درزن خلکو همدا ويل چې دا نورې پيسې ترې ځکه غوښتل کېږي چې هرومرو به دا غوښتنه د کابل بانک د ستونزو له امله وي. سيد فضل الدين چې اويا کلن بوډا بزګر دی وايي چې ((دلته هيڅ هم مقدس نه دي)). ښکاري چې د حج پاکې او مقدسې فريضې او د چارواکو او سوداګرو فساد او درغلۍ ته به یې اشاره کوله.

د يادونې ده چې د حج او ارشاد وزارت په يوه ګونګه معامله کې د کابل بانک سره تړون کړی و چې حج ته ټول تلونکي کانديدان چې د ۷۵ او ۱۰۰ ترمنځ کسان کېږي بايد په کابل بانک کې د پچي له پروسې مخکې ۳۰۰۰ زره ډالر تحويل کړي. دا نو د کابل بانک قمار باز مشر شېرخان فرنوت ته داسې قمار و چې موده مخکې د قمار په نړيواله سيالۍ کې یې د ښه قمار باز د لقب له ګټلو ورته هم خورا ارزښتمن و؛ د قمار په نړيواله سيالۍ کې یې ۱۲۰ زره امريکايي ډالر ګټلي و خو د حج او ارشاد د وزارت په تړون کې د ۲۲۵ او ۳۵۰ مليونه ډالر ترمنځ په لاس ورغلې.

د حاجيانو د پيسو برخليک اوس روښانه نه دی چې ايا کابل بانک به یې بېرته ورکړای شي او که سږه کال به حاجيان په کابل کې په دعاګانو او ښېراوو اکتفا وکړي.

په ټول افغان خپروو شوو ليکنو کې پخوا دا روښانه شوې وه چې د حج او ارشاد او کابل بانک ترمنځ د حاجيانو د پيسو معامله د اسلامي احکامو خلاف ده ځکه چې نه يواځې دا چې د کابل بانک څښتنان په قمار او فساد کې ککړ دي بلکه شرعا جواز نه لري چې د حج پيسې دې په يو سودي بانک کې واچول شي.

د کابل بانک او حج او ارشاد د فساد په اړه ليکنه دلته ولولئ.