د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ولسمشر دفتر هم د مارشال قسيم فهيم مرګ رد کړ

خبري څانګه 06.09.2010 14:00

پس له هغې چې د مارشال محمد قسيم فهيم سکرتر یوسف اعتبار د نوموړي مړينه رد کړه، د ولسمشر حامد کرزي دفتر هم رسنيو ته ويلي دي چې قسيم فهيم ژوندی دی او ډېر زر به هېواد ته ستون شي.

مخکيني رپوټ:

د ولسمشر د لومړي مرستيال دفتر وايي چې نوموړی ژوندی خو په جرمني کې د درملنې لاندې دی.

يو سف اعتبار چې ځان د مارشال قسيم فهيم د دفتر مشر بولي وايي چې نوموړی ناروغ دی خو لا مړ شوی نه دی. دا مهال په ملي تلويزيون کې هم دا پيغام خپرېږي چې قسيم فهيم لا ژوندی دی. خو اعتبار دا مني چې فهيم ناروغ دی او په جرمني کې د درملنې لاندې دی.

بېګا شپه ټول افغان ته د ګل خانې په ماڼۍ کې سرچيڼو ويلي و چې قسيم فهيم ژوندی او په دوبۍ کې دی. سرچينې ويلي و چې نوموړی نن (دوشنبه) بېرته کابل ته ستنېږي.

نورو سرچينو بيا ويلي و چې فهيم مړ شوی دی.

دا نو اوس نه ده معلومه چې ايا فهيم مړ دی او ملګري یې کوښښ کوي چې تر ټاکلي وخت پورې یې د مرګ خبر پټ وساتي چې ځانونه منظم کړي او يا نور سياسي اعتبارات په نظر کې لري او که دا چې رښتيا هم دی مړ نه دی او لا د درملنې لاندې دی.

فهيم له دې اوازو وروسته لا په رسنيو کې نه را راښکاره شوی چې دا خبر رد کړي.

ښايي په راتلونکو څو ورځو کې دا موضوع نوره هم روښانه شي.