د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د پښتونخوا حکومت پښتو ژبه تر لسم ټولګي پورې لازمي کړه

خبري څانګه 04.09.2010 22:15

پېښور:

د پښتونخوا حکومت پرېکړه کړې ده چې پښتو ژبه به د دې ايالت په ښوونځيو کې له لومړي تر لسم ټولګي پورې لازمي وي. د پښتونخوا حکومت ويلي دي چې پښتو له له لومړي ټولګي تر ميټرک لازمي مضمون وي او له راتلونکي کار څخه به یې د دې ايالت په ټولو ولسواليو يا ضلعو کې ټولو دولتي ښوونځيو کې پيلوي.

د خوښۍ د دې خبر هرکلی ويښو افغانانو په ټول افغان وطن کې کړی دی. په دوبۍ کې مېشت پښتون شاعر او ليکوال نظار يوسفزی وايي چې ((موږ د دې فیصلې ستائنه او تائید کوو او ټولو پښتنو له پکار دي چه د سیاست نه بالاتر په دې فیصله ده حکومت په شا کلک اودریږي او مرسته یې وکړي.)) نظار زياتوي چې د دې پرېکړې په پلي کولو به زموږ راتلونکی نسل په خپله مورنئ ژبه پوه شي او د ترقۍ په لار به ګامونه پورته کړي، ځکه چې هر قوم ترقي له خپلې ژبې کړې ده.

د پښتونخوا حکومت چې دا مهال یې د باچا خان د لمسي اسفنديار ولي خان په مشرۍ ګوند پرمخ بيايي وايي چې د پښتونخوا ايالت په ټولو ۲۵ ولسواليو يا ضعلو کې به پښتو په ښوونځيو کې تدريسېږي چې په دې کې ډېره اسماعيل خان، هري پور، ايبټ اباد، او مانسهره هم شاملې وي.

د پښتونخوا ايالت د ښوونې او روزنې وزارت په تعليمي نصاب کې د پښتو د شاملولو لپاره د پښتو نصاب په تيارولو کار روان پيل کړی دی.