خبرتيا: دځوانوعلمي، ادبي او فرهنگي څېرو په وياړ نړيوال کنفرانس او مشاعره
04.09.2010 17:17درنو هيوادولو،فرهنگيانواوفرهنگپالو !
په سويډن کي ددوستۍ فرهنگي ټولنې لخوا دروان کال کال دسپتمبرپر اتلسمه دځوانو فرهنگيانو او اديبانو ددرناوي، هڅونې اوستاينې په خاطر دسويډن دمالمو ښارددولتي مقام اړونده ادارو،نوروعلمی اوټولنيز سازمانوپه مرسته اوملاتړ علمی او ادبي نړيوال کنفرانس جوړېږ ي .
دالومړۍ ځل دی چي پدې کچه اوتردغه عنوان لاندي په اروپااودنړی په بله سيمه کښي داډول علمی اودرنه غونډه جوړېږي . ددې لپاره چي په رښتياسره مودخپل ځوان نسل دعلمي اوادبي څېرودرناوی کړی اوهغوي مو هڅو ولي وي، دټولوعلمي شخصيتونو،فرهنگيانو،ليکوالواوشاعرانوڅخه چي نشي کولاي په غونډه کي گډون وکړی هيله کوو ددې غونډي په ادرس خپل پيغامونه اوليکنې موږته راولېږي اوپدې ډول پدې درنه غونډه کي درابللو ځوانانوليکوالو اواديبانوسره چي دهيواد روښانه راتلونکې په دوي پوري اړه لري فعال گډون ولرئ .
پدې غونډه کې دگډون لپاره مو زموږ ځوان شاعراوليکوال اجمل اند، شاعر ، ليکوال او ژباړونکی صالح محمد صالح اودټوکوټکالو مشهور راټولونکی پير محمد باوري ته دځانگړو مېلمنوپه توگه بلنه ورکړه شوې ده . خو دا دې هېره نه وي چې پدې غونډه کې به په اروپاکې مېشت نور ځوان افغان وتلي شاعران اوليکوال هم گډون ولري .
موږ ددې درنې غونډې جوړونکي يوځل بياپه مالمو،سويډن ،اروپااودنړۍ په نوره سيمو کښي له فرهنگی ټولنو، سياسي اوټولنيزوسازمانوڅخه غوښتنه لروچي دخپل پيغامونه موږ ته په لاندي ليکل سوې برېښنا پته راولېږي .
هغه ټولنې چي غواړي خپل پيغام په غونډه کي ولوی هيله منديو زموږسره دبرېښناليک پوسيله دپيغام په رالېږلو سره تماس ونيسي .موږبه دپروگرام دحوصلې په نظرکي نيولوسره دپيغام داورېدولوامکانات برابر کړو،کنه ددې درنې غونډې په وياړ دټولواسنادوپه ټولگه کښي به له نورو ويناو اوليکنوسره يوځاي چاپ سي .
هغودوستانوته چي دمخکنيواړېکواوبلنې له مخې دنړۍ له ليري هيوادونه مالموته تشريف راوړي غوښتنه لروچي دخپل سفردپيل اوختم په اړوند موږ ته دبرېښناليک پوسيله خبر راکړي چي په کومه ورځ اوپر څوبجو چيرته رارسېږي ،ترڅو دراتگ اوتگ په وخت کښي له هرډول سرگردانی نه خلاص وي .
دکنفرانس دکار رسمی پيل دسپتمبر پر ۱۸ دورځې پر يوه بجه دکروکسبيک ښوونځي (( Kroksbacksskolan )) دکنفرانسونوپه تالاکښي دی .
په غونډه کي دگډون لپاره دمالمود ښار والي اونورواړونده ارگانومشرتابه همدا ډول نوروهيوادوفرهنگی ټولنواستازو ته بلنه ورکړه سوې چي په ورين تند ئي منلې ده .
دهيواد ټولوشاعران،ليکوال،اديبان اوفرهنگيان کولاي سي خپلي ليکنې اوپيغامونه پدې برېښنا پته موږ ته راولېږي : ghamkhor@hotmail.com يا ghamkhor@gmail.com
يادونه : داړينومعلوماتودترلاسه کولولپاره کولاي شی دپورته برېښناليک په پتواويالاندي ټليفون شمېرو له له موږسره تماس ونسی :
0046(0)736511569 , 0046(0)760826087
دسپتمبرپر ۱۷ او ۱۸ دهغو مېلمنولپاره چي له بهرنه راځي پر پورته ليکل شوونمر و سربېره لاندې تليفوني نمرې هم فعالي اوهغوي ستاسوپه خدمت کښي دي :
هيوادشير زاد:
0046(0)737143140
اکمل صافي :
0046(0)736269757
هارون لعلي :
0046 (0)738927630
دناويگاشون GPS Navigation لپاره ادرس :
Sweden, Malmo
Hyllievaangsvaagen-6
Post code: 21625
RT90:
X: 6164050, Y: 1321680
WGS84:
Lat N 55° 34′ 23″ Lon E 12° 58′ 40″
Decimal:
55.5733, 12.9779