د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د علامه اقبال لاهوری طنزیه شعرونه (۴)

پوهنمل محمود نظری 03.09.2010 20:35

علامه اقبال لاهوري ځانګړې سیاسي باورونه درلوده هغه د ملي ګرایي او نژادي اړیکو ضد و هغه وايي
آن چنان قطع اخوت کرده اند
بر وطن تعمير ملت کرده اند
تا وطن را شمع محفل ساختند
نوع انسان را قبايل ساختند
روح از تن رفت و هفت اندام ماند
آدميت گم شد و اقوام ماند

وروري یې پرې کړه هغه مهال
چې په وطن کې ملت شو فعال
چې وطن يې شمع کړه د محفل
د انسان له نوع يي جوړ کړ قبایل
روح له تنه ووته اووه اندامه شوه پاته
ادمیت ورک شو کامونه شوه پاته

علامه اقبال خلکو ته ښه او بده لاره ښیي او وايي چې په دې خاورو . ډبرو او خښتو زړه مه بندوئ یوازې ددې هیواد د وګړو ښوونې او روزنې ته پام وکړئ یوازې دهغوی علم دا وطن آبادولی شي او بس

تو اگر داری تمیز خوب و زشت
دل نه بندی با کلوخ و سنگ و خشت
چیست دین برخاستن از روی خاک
تا ز خود آگاه گردد جان پاک

ته که لرې تمیز د بدو اوښو
زړه مه بنده وه به لوټو، ډبرو او خېښتو
دین څه دی پورته کیدل دي له خاک
چې له ځانه خبر شي دا ځان پاک
هغه د هندو او مسلمانانو د شخړو په هکله وایي

نه افغاني و نه ترك و تتاريم
چمن زاديم و از يك شاخساريم
تميز رنگ و بو بر ما حرام است
كه ما پروردة يك نوبهاريم

نه افغان نه ترک ونه تتاریو
چمن زاده یو د یو شاخسار یو
درنګ او بوی تمیز پر موږ حرام دی
موږ روزل شوي د یو نو بهار یو
اقبال یوڅو روڼاندو افغانانو ته د افغانستان د پرمختګ په هکله ویل:
افغانستان یو داسې سړي ته اړتیا لري، چې دا هیواد له قبیلوی ژونده راوباسي او له ملي وحدت سره يې اشنا کړي.


اقبال د وخت فیلوسفانو او حکماو نظروته لوستی دي ځینې یې منلي او ځینې يې ان هجو کړ ي هم دي.
. هغه د کارل مارکس، لینین، کانت، هگل، البرت انشتین، لیون تولستوی، بایرون، نیچه، پتفونی، برگسن، لاک، برونینگ، شوپنهاور اونورو فلسفی بیانونه په خپل شعرونو کې راوړي .
هغه د مارکس د فلسفی په هکله وایي
رازدان جز و کل از خویش نامحرم شده
آدم از سرمایه داری قاتل آدم شده
د جز او کل رازدان له ځانه نامحرم شوی
انسان له شتمني د انسان قاتل شوی

دالبرت انشتین په هکله وایي
من چه گویم از مقام آن حکیم نکته سنج
کرده ذردتشتی ز نسل موسی و هارون ظهور
زه څه ووایم د هغه نکته سنج حکیم له مقامه
زردتشت د موسی او هارون له پښته پيدا شوی

دنیچه په هکله وایي
از سستی عناصر انسان دلش تپید
فکر حکیم پیکر محکم تر آفرید
افکند در فرنگ صد آشوب تازه ای
دیوانه ای به کارگه شیشه گر رسید

د انسان د سست عنصری یی زړه و تپیده
د حکیم فکر یو ټینګ پیکر جوړ کړ
په فرنګ کې یی سل نوی اشوبه واچول
لیونی د شیشه ګړ کارخانې ته ورسید
د هګل په هکله
حکمتش معقول و با محسوس در خلوت نرفت
گرچه بکر فکر او پیرایه پوشد چون عروس
طایر عقل فلک پرواز او دانی که چیست؟
«ماکیان کز زور مستی خایه گیرد بی خروس

معقول او محسوس حکمت يي خلوت ته نه لاړ
که څه بکر فکر یې په پسول سینګار شو لکه عروس
د هغه د عقل لوړ الوتونکی مارغه پوهیږی څه ده؟
چرګې د مستی له زوره خوټې پیدا کوي بېله خروس
.هغه د بایزید بسطامی په هکله وایي
بود گبری در زمان بایزید
گفت او را یک مسلمان سعید
خوشتر آن باشد که ایمان آوری
تا بدست آید نجات و سروری
گفت این ایمان اگر هست ای مرید
آنکه دارد شیخ عالم بایزید
من ندارم طاقت آن تاب آن
که آن فزون آمد ز کوشش های جان

د بایزد په وخت کې و یو ګبر
هغه ته ویل یو مسلمان په صبر
ښه دا ده چې راوړې ایمان
چی پيدا کړی نجات او امان
ویل که دا ایمان دی اې مریده
چې لري یي شیخ بسام بایزیده
زه د هغه تاب او طاقت نلرم
چئ ایمان یې ډیر ېږی په ځانمنی هڅو
بل ځای په طنز وایي له اړه کار د پستو خلکو سره مینه نه لري
ندارد کار با دون همتان عشق
تذرو مرده را شاهین نگیرد
نه لری د پستو سره مینه کار
شاهین مړ سارایی چرګ نه نیسي
نوربیا