د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د شل اوريزې ولايتي سيالۍ د سيل کونکو لپاره د لوبو د کتلو بيې اعلان شوې

کرکټ څانګه 02.09.2010 22:04

تېره ولايتي سيالي بريالۍ وه، د کرکټ بورډ وايي چې راروانه سيالي به لا معياري وي.

د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې د راروانې کورنۍ شل اوريزې سيالۍ د چمتووالي کال د کابل په لوبغالي کې ګړندی روان دی. په دې لړ کې کرکټ بورډ د دې اعلان هم کړی دی چې د لوبې سيل کونکي به لږ د تېر په شان د لوبې کتلو لپاره ټکټ اخلي خو دا ځل به دا پروسه لا منظمه وي.

د کرکټ بورډ وايي چې د لوبې د سيل کونکو د ناستې ځايونه يې په درې برخو ويشلي دي چې هر ځای يې ځانګړی بيې ټاکلي دي.

د لومړۍ کچې  د ټکټ  بیه ۵۰۰  افغانۍ ده، د دې ټکټ رانيونکي به د لوبغالي د دفتر په دویم منزل یا په لوبغالي کې د کوټو په سر وي چې ۵۰ تنه په کې ځايېږي.

د دویمې کچې ټکټ بیه ۲۰۰ افغانۍ ده، د دې کچې د ناستې ځای د لوبغالي دننه په نزدې شا او خوا کې په پام کې نیول شوی دی.

د دریمې کچې د ټکټ  بیه ۵۰ افغانۍ ده. د ناستې ځاې یې د لوبغالي بیرون په پام کې نیول شوی چې د خاورو یوه غونډۍ به ورته جوړیږي. د غونډۍ په سر به سوری او ناستې لپاره به د ناستې د ټغرونو څخه کار اخستل کېږي.

کرکټ بورډ وايي چې کابو د شپږ زره سيل کونکو لپاره یې د کابل په لوبغالي کې ځای جوړولو کار روان کړی دی چې له سيالۍ مخکې به چمتو شي.

کرکټ بورډ ټول افغان ته ويلي دي چې د کرکټ پرمختګ او ودې لپاره کافي بودیجې ته اړتیا لري ځکه پروګرام لري چې په دوه کلونو کې د څلورو لوبغالو جوړولو پلان لري چې د دې سيالۍ څخه لاس ته ورغلې پیسې به په همدې لاره کې مصرفوي.

کرکټ بورډ وايي چې د دې سيالۍ د لا معياري کولو او ښه کولو لپاره یې په لوبغالي ډېر کار او مصرف کړی دی چې هيله لري د هېوادوالو تنده به پرې خړوبه شي.

کرکټ بورډ وايي پرېکړه یې کړي ده چې په دې سیالیو کې د ټکټونو له لارې هر څومره پیسې په لاس ورشي نو په یو ولایت کې به پرې سمدسې د لوبغالي په جوړولو کار پېل کوي، او که چېرې د لوبغالي د جوړولو لپاره کافي نه وي د کرکټ له بوديجې څخه به ورسره پاتې پيسې یوځای کوي چې یو ولایت کې پرې د لوبې کولو مناسب لوبغالی جوړ شي.

کرکټ بورډ وايي چې د دې شل اوریزو سیالیو لپاره یې ښه امنیتي تدابیر هم نیولي دي. چې له ۵۰ څخه زیات امنیتي مسؤلین  د دې سیالیو لپاره په پام کې لري کوم چې به په کابل کې د یوې خصوصي امنیتي شرکت د دوی روزنه په غاړه اخستې ده.

ولايتي سيالي د سپتمبر په ۲۵ نېټه د کابل په لوبغالي کې د ۲۴ ولایتونو د لوبډلو ترمنځ  ترسره کېږي چې په ۸ ګروپونو ويشل شوي دي. 

هره ورځ به دوه لوبې تر سره کیږي، لومړۍ لوبه به د سهار په ۹ بجو او دویم لوبه به د ماسپښین په ۱:۳۰ بجه پېل کیږي.

 دا لوبې به د شمشاد تلویزیون لخوا په ژوندۍ بڼه د کرکټ مینوالو ته  په هیواد کې دننه او له هیواده بهر وړاندې کیږي.

د دې سياليو د مهال ويش لپاره دلته ټک ورکړئ.