د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په ننګرهار کې غله ژورنالېستان څوک دي؟.

اجل ننګرهاری 02.09.2010 16:40

له ډېر پخوا د ننګرهار ډېرى ژورنالېستانو پسې دا خبرې او ليکنې کېږي چې له ننګرهاريو چارواکو پيسې اخلي اوپه بدل کې يې هغه خبرونه چې د چارواکو په خوښه نه وي نه خپروي ، يعنې د چارواکو ناکامۍ ، د چارواکو پر غلا او همدا ډول پر ډېرى نورو حقايقو د پيسو په بدل کې سترګې پټوي او د څو ډالرو لپاره د ژورنالېزم د سپېڅلي مسلک پر هغو سپېڅلو اصولو پښې ږدي او همدارنګه دډالرو لپاره نه له لوى الله وېره کوي ، نه يې هم پر دې خپل خوار ولس زړه سوزي.

درنو لوستونکيو! تاسو به زما د ليکنې سرليک يو څه حيران او په تلوسه کې کړي ياست چې دا خلک څوک دي ؟

ډېر به لرې نه ځو د تېرو ولسمشريزو ټاکنو د کمپياينونو له شپو او ورځو به يې راپيل کړو او هغه داچې د هماغو کمپياينونو په شپو او ورځو کې يوه ورځ د جلال اباد ښار په (( شېرزي سټيډيم )) کې د (( سولې کاروان د حاجي قدير د زوى حاجي ظاهر )) د ډلې له خوا د حامدکرزي پر ملاتړ يوه جوړه شوې غونډه کې له ننګرهاره خپرېدونکې خپلواکې (( نړۍ اونيزې )) خبريال (( انورالحق يرغل )) د سولې کاروان د وسله والو له خوا ووهل شو او له وهلو څو شيبې وروسته هغه ژورنالېستان چې چارواکو ته يې سرونه ټيټ نه وو ، غله نه وو او ځانونه يې نه وو پلورلي له غونډې ډېر زر د احتجاج په ډول راووتل او څو نور چې دا هر څه په کې وو په بار بار ټېلفونونو او ددې نورو ژورنالېستانو له شرمه له غونډې راووتل او ټولو په يو وار د ننګرهار ملي راډيو تلوېزيون تر څنګ له (( انورالحق يرغل )) نه د موضوع په اړه غږ واخيست او کله چې يې د خپرولو وخت راغى نو دا چې د ( يرغل ) وهل د هغې ورځ توده موضوع وه ډېرى رسنيو خپره کړه، خو شمشاد تلوېزيون اريانا تلوېزيون چې هغې وخت کې يې له ننګرهاره خبريال (( خانولي کامران )) و دلته په ننګرهار کې شرق تلوېزيون شرق راډيو او د ننګرهار ملي راډيو تلوېزيون د حامد کرزي پر ملاتړ د غونډې خبر ښه په درز کې خپور خو د ( يرغل ) د موضوع په اړه يې هېڅ غوږ هم ونه ګراوه ، دلته له سړي سره پوښتنه پيدا کېږي چې ولې ټولو رسنيو دا خبر خپور کړ خودې څو رسنيو خپور نه کړ ؟ نو چې څوک پوه وي په ډاګه پوهيږي چې غوا توره او شيدې سپينې ، همدارنګه د (( نړۍ اونيزې د خبريال انورالحق يرغل )) په څېر څو ورځې وړاندې کله چې د ننګرهار د شاهي ماڼۍ ترڅنګ د ننګرهار ولايت د لالپورې ولسوالۍ د ولسوال په موټر کې بمي چاودنه وشوه او ولسوال په کې ووژل شو، نو سيمې ته ډېرى ژورنالېستان راغلي وو چې هلته هم د (( يرغل )) په څېر د والي د باډي ګاردانو له خوا د ننګرهار کليد راډيو يو خبريال (( توريالى همت )) دده موټرچلونکى ووهل شول، د موټر شيشې يې ماتې شوې او څو نورو ژورنالېستانو ته سپکې سپورې وويل شوې ، له پيښې څو ساعته وروسته د ننګرهار په علمي او فرهنګي مرکز ميديوتيک کې د پوليسو له خوا د (( توريالي همت)) د وهلو او څو نورو ژورنالېستانو ته د سپکو سپورو د ويلو لپاره ژورنالېستانو يوه غونډه جوړه کړه ، چې دې غونډې ته هم هغه ژورنالېستان چې په فساد کې ککړ نه وو په ښه او خپل وخت راغلل ، خو هغه ژورنالېستان چې په غلا کې نوم لري او خپل ميکونه يې تل په ښه ډول نه دي استمال کړي ، ځينې يې له لس يولس ځله ټيلفون کولو وروسته راغلل ، ځينې بيخي رانه غلل او د شمشاد تلوېزيون خبريال چې لومړى د غونډې له موضوع خبر نه و راغى خو چې له موضوع خبر شو نو ټېلفون يې غوږ ته ونيو او له غونډې يې ځان وويست چې بيا هېڅ په غونډه کې چا ونه ليد ، خو له دې به هم تېر شو رابه شو د (( توريالي همت )) د وهلو او دې نورو ژورنالېستانو ته د سپکو سپورو په اړه د خبرونو د خپرولو موضو ع ته ، د همدې ژورنالېستانو په اړه جوړه شوې غونډه کې بار بار دا ياده او پرېکړه وشوه چې د توريالي همت د وهلو او سپکو سپورو ويلو موضوع به ټول له خپلو رسنيو خپروي ، خو کله يې چې د خپرولو وخت راغى نو غير له ننګرهار کليد راډيو او څو وېب پاڼو پرته نور په يوه رسنۍ کې هم په دې اړه څه ونه ويل شول او حتا په هماغه ورځ له شمشاد تلوېزيون څخه په ننګرهار کې د يو سړک د جوړېدو خبر هم خپور شو، نو دلته پوښتنه پيداکېږي چې دا ولې ؟
ايا همداسې په کار ده ؟
ايا رسنۍ همدې ته وايي ؟
ايا ژورنالېزم همدې ته وايي؟
زما په فکر دا ځکه چې دا ژورنالېستان پلورل شوي دي ، ددوى خوله په ډالرو لګېدلې ده ، هغه چا ويلي چې (( خوله په مميز مه اموخته کوه او ......)) نو ددوى خوله په مميز اموخته ده او اوس غريبان هېڅ هم نه شي کولى ، خوږو لوستونکيو! داسې هم نه ده چې خداى مه کړه ټول ننګرهاري ژورنالېستان همداسې دي بلکي څو تنه دي چې د ټولو نومونه يې بد کړي دي او دا هغه ژورنالېستان دي چې د افغانستان له سترو رسنيو سره کار کوي او خداى به خبر وي چې مرکزي دفترونه به يې په دې چارو خبر وي که نه

له څو مياشتو راپه دېخوا به داسې اونۍ نه وي چې په ننګرهار کې دوه درې چاودنې ونه شي، خو په اړه يې خبرونه يوازې د ننګرهار له سمييزو رسنيو پرته په نورو رسنيو کې نه خپريږي دا ولې ؟ دا ځکه چې ددې سترو رسنيو خبريالانو د پيسو په بدل کې د ننګرهار له چارواکو سره دا ژمنه او تعهد کړى چې د ننګرهار څخه به د بيارغونې خبرونه خپروي او په دې نورو به سترګې پټوي، خو کله چې بيا داسې ستره پېښه وشي چې د پټولو نه وي او په نه خپرولو يې رسوا کېږ ي نو هغه دچا خبره سر سري يې خپره کړي.

زه نور نه غواړم چې ددې غلو په اړه څه ووايم خو ددې غلو له ډلې څخه د يو تش په نوم ژورنالېست په اړه مو پام يوې کيسې ته راګرځوم ، هغه داچې له دې ژورنالېستانو څخه يو تن چې له نوم به يې تېر شم خداى خبر چې ريښتيا به يې هم مېرمن ناروغه وه که نه خو له خپلې ډلې سره د ننګرهار والي ته ورغلى و او ورته يې ويلي وو چې مېرمن مې ناروغه ده هندوستان ته يې د تداوۍ لپاره بيايم او له ماسره (( پينځه زره ډالره )) مرسته وکړه ، د ننګرهار والي چې ژورنالېستانو ته د پيسو په ورکړه کې د ټولو پلار دى پيسې يې ورکړې وې او ورته يې ويلي وو چې خداى دې خوار که دا پينځه زره واخله خو ددې پر ځاى چې د شته ناروغې مېرمن تداوي دې پرې وکړې بل واده پرې وکړه .