د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په جلال اباد کې دمومند خپرندويه ټولنې په دې اونۍ کې دغه کتابونه خپاره کړيدي!

بلال شينوارى 02.09.2010 13:23

١- بازارموندنه:دننګرهارپوهنتون داقتصاد پوهنځي داستاد او دولايت داقتصادي چارو ريس سيد قياس سيدي ليکل شوى اثر دى چې دماليې وزير ډاکټر عمر زاخيلوال سربيره پرې ځينو نورواقتصاد پوهانو هم سريزې ليکلي دي ددې کتاب لوستنه دپوهنتونونو داقتصاد پوهنځيو محصلينو ته له ګټې خالي نه ده.کتاب په دوه زره ټوکو کې چاپ شوې دى.
٢- دافغانستان يونليک: دعلامه سيد سليمان ندوي له لورې په اردو ژبه ليکل شوى چې محمد عارف حقپرست روانې پښتنو ته اړولې دى چې دکتاب مينه والو ته يې لوستل بې ګټې نه دي دا کتاب په زرو ټوکوکې چاپ او خپور شويدى.
٣- اغيزناکه شخصيت جوړونه:دمحمدبشير جمعه اثر دى چې فريد احمد هلال پښتو ته اړولې دى په دې اثر کې چې دژباړن له لورې دهيواد وتلي ليکوال او نقاد محمداصف صميم ته ډالۍ شوى دانسان دشخصيت دپيزندنې او جوړونې په اړه ګتورې لارښوونې شته چې دادارو کارکوونکوته يې لوستل ډير اړين دي.
٤- دحقوقو بنسټونه:دکابل پوهنتون دحقوقو او سياسي علومو دپوهنځي استاد نصرالله ستانکزي ليکل شوى اثر دى چې پکې دحقوقو دپوهې څانګې،دسرچينو له پلوه دحقوقو ويش،دحقوقو سرچينې ، دحقوقو طرفيت او قواعد او داسې نور په زړه پورې موضوع ګانو په اړه علمې بحث شوې چې دسياستوالو او په ځانګړې توګه دحقوقو پوهنځي محصلينو ته يې لوستل په زړه پورې دي.
٥- ددوستۍ لار:دډيل کارنګي اثر دى چې ځوان او دښه استعداد  لروونکي ژباړن ډاکتر محمدابراهيم له لورې په روانه او ساده پښتو ژباړل شويدى دا کتاب د په زړه پورې والي له امله په دويم وار په دوه زره ټوکه کې چاپ او خپور شويدى ددې کتاب منځپانکه تر ډيره پر انساني اړيکو راڅرخي.
٦- سقراط فلسفي او دناپوهۍ قرباني: شاهدمختار په اردو ژپه ليکلې او محمدعارف حقپرست پښتو ته اړولې دى په دې کتاب ديونان دفلسفي عالم سقراط دژوند او اند په اړه په زړه پورې مالومات وړاندې شوي چې لوستل يې بې ګټې نه دي.
٧- لنډې کيسې :دسردارمحمد ساروان له لورې په انګريزۍ کې ليکل شوي لنډې کيسې دي چې دانګليسي ژبې مينه او زده کوونکو ته يې لوستل له ګټې خالي نه دي.
٨- لږه کينه روغه سينه: دابو عمر عبدالروف افغان ليکل شوى اثر دى چې تر ډيره پکې پر اسلامي پوهنه سربيره دکينې زيانونه تشريح شويدي هغه څوک چې له کينې کرکه لري دا کتاب دې خامخا ولولي.
٩- دسپتمبر يوولسمه او پرافغانستان يې اغيزې: دعبدالصمد باهر ستانکزي ليکل شوى اثر دى چې تر ډيره پکې دسپتمبر ديولسمې پيښې او پر افغانستان يې اغيز په اړه په زړه پورې مالومات راټول شويدي.
١٠-اصحاب کهف: دابوالکلام ازاد ليکل شوى اثر دى چې دا هم فريد احمد هلال پښتو ته اړولى دى په دې کتاب کې داصحاب کهف او ياجوج ماجوج په اړه په زړه پورې مالومات شته چې لوستل به يې ستاسو دپوهې دزياتوالي لامل شي.
١١- په څه وژاړم په څه راشي خندا: دخوست دشاعر خيزې سيمې دځوان شاعر احمدجاويد منګل پنځمه شعري ټولګه ده چې په زړه پورې شعرونه پکې راټول شوي  راټول شويدي دا ټولګه په زرو ټوکو کې چاپ شوې چې دشعر مينه والو ته يې لوستل بې ګټې نه دي.
١٢- دمور او پلار حقونه: داردو ژبې دليکوال راجا رشيد محمود اثر دى چې ځوان ژباړن فريد احمد هلال پښتو ته اړولى دى په دې کتاب کې  داحاديثثو په رڼا او دپوهانو په ويناو کې دمور او پلار دحقونو په اړه معلومات خپاره  شويدي دمور او پلار دحقونو دلاښه پيژندنې لپاره يې لوستل بې ګټې نه دي.
١٣- ليونۍ مينه: دعطاالله حيران ليکل شوى پوليسي ناول دى چې پر دې کتاب دليکل شوې سريزې دليکوال قاضي سيد اختيار سباوون په وينا دحيران ددې کتاب سکالو په درې پړاوونو ويشل شوې چې په يوه مخه يې څوک نه شي لوستلاې او هر پړاو يې زړه راښکونکي شيبې لري لوستل يې پرتاسو.
١٤- اسلام او رسنۍ:دګاونډي هيواد پاکستان دليکوال ډاکتر محمدوسيم اکرم شيخ له لورې ليکل شوى اثر دى چې فريد احمد هلال پښتو ته اړولى په کتاب درسنيو دمثبتو او منفي اړخونو په اړه په زړه پورې مالومات خپاره شويدي.
١٥- اسلام اوعيسويت کې ورته والې:داسلامي نړۍ دستر مبلغ ډاکتر ذاکر نايک ليکل شوى اثر دى پښتو ته شفيع الله تاند رااړولى دى پښتو ژبې ته دنايک دکتابونو دراژباړلو په سلسله کې دا دتاند لسمه هڅه ده که ژوند يې و نورې هڅې به هم وکړي دکتاب لوستل بې ګټې نه دي.
١٦- دحق چيغه: داردو ژبې دوتلي ليکوال ابوالکلام ازاد ليکل شوى اثر دى چې پښتو ته يې درااړولو چارې فريد احمد هلال تر سره کړي ،که ويې لولۍ نو ډير نوي څه په پکې ومومۍ.
١٧- بدمعاشه امريکا:دويليم بيلم اثر دى پښتو ته فريد احمد هلال اړولى په کتاپ کې دنورو هيوادونو په اړه دامريکا دناسمو هيلو په اړه په زړه پورې معلومات خپاره شويدي.
١٨- داوسپنيزو سيمټي کانکريټوډيزاين: دهندي ليکوال سوشل کومار اثر دى چې انجنيز محمدفريد عاطف پښتو ته رااړولى دى دا دکتاب دچاپ دويم وار دى چې په (٥٨٠) مخونو کې چاپ او خپور شوې کتاپ تر ډيره په مسلکي بڼه ليکل شوى چې دانجينرۍ دپوهنځي محصلينو او هغه کسان چې په ودانيزو شرکتونو کې کار کوي لپاره يې لوستل بې ګټې نه دي.
محمداصف شينوارى