د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دزيتون خواله

شاولي يارزی 01.09.2010 20:45

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

دننګرهارد سمسورو بڼونو په منځ کې په چکر وم چې ناببره مې سترګې دزيتون ښکلې ونې ته واوښتې چې خورا ماڼيجنه او ګيله منه ولاړه وه. ترې مې وپوښتل: زيتونه ولي دومره خپه ښکارې، خدای مکړه څه پېښه شوې ده؟ زيتون خپل زوړند سر په ورو راپورته کړاوتابه ويل له څانګو يي سپېرې خاورې دوړيږي په ګيله منه ژبه وويل: خپه به ولي نه يم. هيڅ قدر او عزت مې نشته او نه مې څوک نوم په خوله اخلي. ډېرو ناپوهانو خوڅو کاله وړاندې په توپونو وويشتم، آن د اورراچولو اسره يې راباندې ونکړه. وګوره زما ټوک ټوک بدن او نيم مړاندې څانګې د څومره ناخوالو کيسې کوي. خوله دې ټولو سختيو سره چې خدای قوت راکړاو لاژوندۍ يم غواړم بېرته شنه شم او تازه شم. زياته ګيله خومې لاتاسې ليکوالانو او شاعرانو راځې!
ترې پوښتم: آه پوه نشوم له شاعرانو او ليکوالانو؟ ځواب يی راکړ: هو، ماته هيڅ پام نه کوي. ګوره څومره ادبي ټولنې جوړې شوې، يوې ته يي د نښترنوم ورکړ، بلې ته سنځله، بلې ته ترخه، همداسې نارنج ګل او انارګل، سپين غراو نور نور درواخله ، خو زما څوک د نرخ پوښتنه هم نه کوي. ايا زه د ترخې څخه هم بدرنګه يم؟ ايا دلته څوک د ښکلا پېژندنې استعداد نه لري؟ په ډېروملکونو کې چې ما ښه تره پيژني، زما له دانو څخه ويستل شوي غوړي او دانې په لوړه بيه پلورل کيږي. دزيتون په نوم غوړي هسې عادي غوړي نه دي. دا غوړي خورا معتبر او روغتيا ته ډېر ګټورپېژندل شوي دي. ډيرشتمن کسان ما ديوې زينتي ونې په حيث په خپلوباغونوکې کري او له ماڅخه په مينه پالنه کوي. خو دلته! نه مې څوک نوم اخلي او ډير خلک خومې لا هډو پيژني هم نه. هو، زه غواړم له ما څخه ګټه پورته شي او وپېژندل شم. دغه وخت زيتون غلی شو او خپلې خبرې يې ختمې کړی.

دزيتون خبرو ډېرمتاثره کړم او ورته ومې ويل: ته رښتيا وايې، دډير افسوس خبره ده، خو ته مه خپه کيږه، زه به ستا اواز دخلکونو غوږونو ته ورسوم ګوندې دلته هم داسې زرګران وموندل شي چې د زرو په قدروپوهيږي.