د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

څوک لیونی دی؟! - طنز

محمود نظری 01.09.2010 21:16

له جنجالي بنډار وروسته له دوو نور بنډاریانو سره د بس په تمځي کې ولاړ وم زما زړ نه غوښت هغوې یوازې پریږدم د هغو له ناآرامي وضعي څخه داسې برېښیده چې د هغو هم زړه نه غواړي ولاړ شي. ما غوښتل چې له هغو څخه یې یوولاړ شي لکه چې هغوودواړو هم غوښتل یو، زه یا هغه بل ولاړشي
مګر زه توبه توبه چیري تلم لکه چې هغو هم همدا ویل
بسونه یو د بل پسې راتله او تله
ماله ځان سره دعا کوله چې یوه بنډاري ته له کوره تیلفون راشي او ژر ولاړ شي خو سرچپه زما د موباییل ږغ پوره شو او د ماشوم خندا يي پيل کړه
د تیلفون په ږغ هغوی دواړه خوشاله شول چې زه هرومرو تر هغو مخکې ځم
خو ما په سترګو برګولو سره تیلفون مړ کړ.
له نیکه مرغه د هغوی د تلیفونونو د ډول او سرنا ږغونه هم یو د بل پسې پورته شول
د هغو پر ځای زما خوله له خوشالی ویته شوه مګر هغو هم د لمبر ونوپه لیدو په غوسه هغه مړه کړه
موږ کله له یو بل څخه لیري کید لای شو خو خدای خدای مو کول چې یو ژر ولاړ شي
یو دوست مو د سګریټ لګولو لپاره زموږ څخه لږ لیري شو چې باد يي د اورلګیت خاشه مړه نه کړي خو څه وکړو دا پسي شا ویل زموږ په خټه کې اخښل شوي دي
هغه بل دوست له فرصته په ګټې سره سر رانژدې کړ اوکرار یې راته ویل:
هغه لیونی دی
هغه چې دسترګو له کونجو موږ څارلو زموږ د ککریود نژدی کیدو په لیدو ژر بیرته را نژدې شو او سګریټ يي له غوسې ټوټه ټوټه کړ
درې سره په یوه او بله پښه کیدو او دعا مو کوله یو لومړي ولاړ شي
د هر یوه په زړه کې ګرځیدل چې که زه ولاړ شم هغه دوه نور خبرې راپسې کوي
درې سره په باران کې لکه لندې چوغوکې ساختلی ولاړ وو او دعا مو کوله چې یو ولاړ شي
خو یو هم دا همت نه درلود چې ولاړ شي