د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ننګرهار د ښاروالۍ د پام وړ

سرور الدين فرياد 01.09.2010 13:30

ټول افغان د انترنيتي پاڼئ قدرمنو چلوونکو:

دا څو ورځي کيږي چي د ستاسو د مطالپو سره اشنا کيږم ډير ښه مطالب په کاملي بي طرفي خپروي خداي دي وکړي چي زما مطلب هم د مسوولو مقاماتو تر غوږونو ورسولاي شي:

په دي وروستيو وختونو کي د رسنيو د لاري داسي ګوندي افواهات ورته ووايم او که راپورونه ورته ووايم خپريږي چي د افغانستان د حکومت مشر تابه د مرکز نه تر ولايتي ادارو پوري د اداري فساد پر وړاندي په کلکه مبارزه کوي او که هر څوک تورن وپيژندل شو د قانون د منګولو څخه يي خلاصون نا ممکن او د خپلو کړنو په سزا به رسيږي.

زه د ننګرهار د ولايت اوسيدونکي نه يم بلکه زه د ننګر هار د ولايت تر څنګ د ګاونډي لغمان اوسيدونکي يم خو د ډاکتر صاحب نجيب الله د وختونو نه د جلال آباد په ښکلي ښار کي په کرايي کور کي هستوګنه لرم ،زه په يوه تجارتي سراي کي د منشي په توګه دنده تر سره کوم، د خپلو ستر ګو ليدلي حال به زه تا سو ته بيان کړم:

زما يو ملګري د کابل نه راغلي وو هغي ويلي چي فرياده وروره راځه چي فلانکي صاحب ته ورځو څو بسوي مځکه زه خپل ځان ته اخلم تر څو چي اباده يي کړم او په راتلونکي کي د جلال اباد په ښار کي د يوي نمري او يوه کور څښتن شم، کله چي د مطلب وړ شخص ته لاړلو هغه شخص تشريف نه درلود نماينده يي موجود وو د مځکي د موقعيت پر باب مي ور نه پوښتنه وکړه هغي وويلي چي دا مځکه بالکل د هر ډول ادعاو نه پاکه ده د هر ډول اشخاصو موږ ذمه واري کوو حتي د ښار والي نماينده هم در سره به ولاړ شي او خط اندازي به هم در سره وکړي ډير درد سر در ته نه درکوم پيسي ورکړل شوي د ښاروالي يو نماينده هم موږ سره راغي ما چي وکتل دغه مځکه هغه مځکه وه چي د پخوانيو دولتونو په وخت کي به ډيرو خلکو ددولت ملکييت به ګڼه او په ډير احترام به يي ورته کتلي ، چا بيا راته وويلي چي د د ښاروالي نماينده هم هغه شخص وو چي د لوي څانوال له خوا (ثابت صاحب) له خوا بندي شوي هم وو چه ته دښاروالي دساختمان امر يي او د ښاروالي ټول عوايد دي په شخصي جيب کي اچولي دي ، نو چي کله پوښتنه مي وکړله چا راته وويلي چي نوموړي د بندي کيدلو نه وروسته د دندي ګوښه شوي وو خو څو مياشتي د مخه د فلانکي صاحب په سفارش اوس بيا په ښار والي کي مقرر شوي دي خو کار د فلانکي صاحب سره په شخصي رهنماي معاملاتو کي کوي زه يي نوم نه پيژنم په ونه لوړ سړي دي او په غالب ګومان شاړي به وي.

له دي کبله په ډيره در ناوي هيله کوم چي د دارنګه استفاده جويو خلکو په اړه محترم ښاروال صاحب يا د ښاروالي نو رو مسوولينو ته خبر ورکړي چي ددوي په نماينده ګي دداسي غير قانوني چل بازانو د اعمالو نه خبر شي.