د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په جلال آباد کې ميشت ژورناليستان په ميلمستياوو اموخته شوي دي

څارن ننګرهارى 01.09.2010 11:09

د ننګرهار ولايت جلال آباد ښار چې دعلم ، فرهنګ، شعر او ادب ځانګو بلل کيږي او نسبت دهيواد نورو ولايتونو ته پکې داخبار، مجلې، راډيويي او تلويزوني خپرونو مينه وال او ادب پالونکي ډېر ترسترګو کيږي، په نوموړو چاپي ، غږيزو او انځوريزو رسانيو کې يوشمېر کسان دژورناليستانو په نوم يادشوي چې په ځينو محفلونو او بنډارونو کې ځانونه ډير مهم او تر نورو وګړو يې اوچت حسابوي ؛ ځکه دوي خو ټولنې ته ريښتنې خدمت کوي!!

د ژورناليزم سپځلى مسلک خو دټولنې دوګړو او حکومت ترمنځ پل دى، هغه نادودي ، بيوزلي او دحکومت نيمګړتياوې چې په ټولنه کې موجودي دي بايد يې د ټولنې دوګړو ترمخې رابرڅيره کړي؛ خو په ډېر افسوس چې نن ورځ دا ټولې ستونزې او تشې ديوګپ ډوډۍ لپاره قرباني او هر څه هماغسي پټ پاتي او صرف دغه پاکه کلمه ( ژورناليست ) سپکه او دپښو لاندي کيږي او لاندې شوه؛ ځکه پخوا به درباري شاعري وه اوهروخت واکمن به درباري شاعران درلودل ترڅو واکمن خوشحاله وساتي؛ خو اوس ژورناليستان هم درباريان دي او درباري ژورناليستکي فعاليتونه ترسره کوي. يوې خيتي ډوډۍ لپاره يي خپل ځان ، وجدان شاته اچولي او ټولنې ته خاوري په سترګو کې اچوي .

په ننګرهارولايت دښاغلي ګل اغا شيرزي دولايت په څوکۍ دګمارل کيدو را پدېخوا د يوشمېر خبريالانو خيټې سپورې شوي ندي او په يوه نوم او بل نوم ميلمستاوي نوش جان کوي او دوى هم همدي ورځې ته شپې او ورځې شماري چې دعيني شاهدانو له مخي ورته کله ناکله کالي ، دګرځنده (مبايل) کارتونه او نورسوغاتونه ورکول کيږي.

اوس دغه کار زمونږ نورو چارواکو، خارجي مؤسساتو، شخصي او غيري شخصي ادارو او نوماندانو ته په ميراث پاتي ځکه په پښتو کې يو متل دى چې وايې ( دمشرانو پل دکشرانو قدم دى).

په ننګرهار کې دمهاجرينو دنوي محترم رئيس دراتګ سره سم يي ميشت ژورناليستانو ته ډوډۍ وکړه او هم يې ورته يوه يوه جوړه جامې ورکړې؛ ځکه دوي بيچاره ګان خو لوڅ لغړ دي او هيڅ داغوستلو لپاره نه لري. ښاغلي رئيس دا کار ځکه وکړ، چې په راتلونکي وخت کې د خپلو نامشروع کړنو په مخ ژورنالېستان د رپورټ دنشر هڅه ونه کړي او هغه څه به کوي چې څه يي زړه وي.

ددې ډوډۍ غوړي دقدرمنو ژورناليستانو په خيټه کي سپور شوي نه وو چي اولسي جرګي ته نوماند او د خوست پخواني والي ښاغلي حميدالله قلندرزي ورته بيا خيټې ور غوړې کړي؛ ځکه که هر رپورټ ارزښت ولري کنه بايد دنوموړي نوم واخلي او دانتقادي خپروني پروخت ترينه دهغې په زړه پوښتنې وکړي چې نن سبا اکثرا ژورناليستان دنوماندانو او چارواکو په زړه او خوښه پوښتنې کوي کنه خپله پوهيږۍ چې څه به وشي هماغه ...

ددې ډوډۍ غوښې لا زمونږ ژورناليستانو په غاښونو کې نښتې وې چې په خپلو غاښونو کې يي نخړي وهل چې دپاکستان قونسلګرۍ ورته ميلمستيا برابره کړه او زمونږ ځينې وږي( سپورخېټي) ورغلل او خپلې خېټې يې د دال خورو په دسترخان له حرامو ډکې کړې، ولې دا فکر ورسره نه و، چې دهمدې لعنتي ګاونډي هېواد د دولت لخوا مو هره ورځ په سلهاوو مهاجرين بنديان کيږي ، زورول کيږي او په يوه نوم او بل نوم يي دشخصيت سپکاوي کيږي ايا تراوسه دميشت قونسل دمسؤل نه ددي چا پوښتنه وکړه چې ولي مو مهاجرينو حال په دي ډول دى ؟ ولي دپاسپورت پروخت مو هيوادوال زورول کيږي ښکاره تري دوخت پرسر ډالر اخستل کيږي په دي ډول که پاسپورت دورځي تر ماذيګره پکاروي نو بايد ........ پاکستانۍ روپۍ رشوت ورکړي کنه په سور لمر کې به دوه دري ورځي ولاړ وي.

اوس دغه مسوليت د چا دي چې پوښتنه وکړي او دټولنې دوګړو ستونزي حل کړي خو هرڅوک وايي چې بايد دا کار ژورنالسيت وکړي، موضوع رابرڅيره کړي او ترچارواکو غوږونو يې ورسوي او خلک دحکومت دتشواو نيمګرتياوو خبرکړي، هۍ هۍ !! ژورناليست به يي ښه وکړي چي دقونسل څخه خپله سپوره خيټه غوړوي نو په کومو سترګو يو انتقادي راپور جوړ او دټولنې وګړي تري خبرکړي .

د قونسل د ډوډۍ په غوړيو مو دژورناليستانو بريتې غوړې او په وښکو يي شپول پاک نه وه چې په ننګرهار کي PRT ژورنالستانو ته ډوډۍ وکړه چې دژورناليزم دډګر زمريانو مو دښکارلپاره بډي ووهلي او دا ښکار يي هم نوش يي جان کړ. خو بايد دا رابرڅيره نشي چي PRT دننګرهار لپاره وکړل څه ؟ دا ښکار به څوک وکړي چې ددي ډول څيړونو پوښته وکړي ځکه په يوې ډوډې سره خو دتازي سپي نه کوټه سپۍ جوړ شو او کوټۀ سپۍ کله ښکار کولاي شي .

دقونسلګرۍ د ښکار غشي لا لمده وه چې دبل ګونډي هيواد ايران قونسلګرۍ محترمو ته ډوډۍ وکړه خو ددي نه هيچا پوښته ونکړه چې څومره افغانان اوس دبند شپي ورځي تيروي او مهاجرين مو کومي ستونزي لري دا به اوس څوک پوښتي چې زمونږ ژورناليستان داډول ميلمستاوي خوري ؟! خداي دي ددي بيچاره اولس پوښتنه وکړي او دالړۍ تر دي دمه راورسيدله چې څو شپې دمخه دننګرهار ولايتي شورا ريس ښاغلي نصرت الله قدرمن ژورناليستان ميلمانه کړل او سپوري خيټي يي ورته غوړې کړي ښاغلى نصرت دياد ولايت دپخواني والي قدرمن دين محمد زوى دي چې پلار يي دخپل ولايت پروخت ياد ښار ته ډيرۍ لاسته راوړني درلودې چې ننګرهاريان پري تر ننه افتخار کوي!! افسوس !

ښاغلي نصرت الله ولايتي شورا ته په رسيدو د بډي او اختلاس دمنځه وړل او دولايت څخه دباز سازۍ دپيسو او روزمره کار دحساب دهۍ شعار غږاوه چې يوه نيمه ميډيا يي شاهده ده او دغه تاويلي او ناندرې تر څو ورځو پوري دولايت او ولايتي شورا تر منځ وْغزيدي چې ان تر لاريونونو اخطارونه يوبل ته ورکول خو دڅو ورځو راهيسي هر څه ساړه شول وايي:(( اسمان چې څومره غوريږي هغومره نه وريږي)) خو دلته پوښتنه راولاړيږي چې ولي دا ګرمه لوبه سړه شوه دوه ځوابه دي يو خو ددواړو ترمنځ تفاهم او فيټي فيټي ته خبره ورسيده او ياخو ښاغلي نصرت صيب فقط غوښتل خپل اولس ته ځان په بله جامه کې ښکاره او ويې غلوي ځکه هر نوى مزدور حساس، ويخ، او تابعدار ښکاريږي او دوخت په تيريدو نو بيا خوبونه کوي او څوک چې خوبونه کوي ميخې يې نر کټي زيږوي ، په دي ډول ښاغلي هم په اوله کې جغې ، سورې او يوې اوبلي خواته منډي ووهلي او په ميډياوو يې ټولنې وګړو ته ځان وروپيژنده اوس دي ټولنه خپل کار کوي که څنګه؟ او خلکو خو ويل چې دي خو همدا نصرت خان دي چې د ولس په زخمونو به پټۍ کيږدي ځکه ددي خبري ، ويناوي او کارونه خو دستايلو وړوو او خبر نه وو چې هر څه کاذب وو او ټولنه يې پري دوکه کوله.

يوه ورځ نصرت صيب په يوه راډيو کې ميلمه وه او يو چا ورته زنګ ووهه او ورته يې دڅوکۍ دمبارکۍ ترڅنګ يادونه وکړه چې دمحصيلنو حالت مو دانديښنې وړ دى ، ليله نه لري که وي نو په يوه خونه کې دشل او ديرش کسانو زيات راټول وي ، دليلې خوراک غيري صحي دى ، دمکتبونو حالت ورځ تر ورځې خرابيږي چې دمثال په ډول يي ورته دتجروبوي ښوونځې ور په ګوته کړل چې په باد اوباران کې هم په هفتو هفتو رخصت وي اونور يې خداي په اماني ورسره وکړه نصرت صيب اوريدونکي ته ډاډ ورکړ چې زه دي واقعا مهمې موضوع ته متوجه کړم او ختمن به داهرڅه دنږدي ګورم .

خو اوس چې دهغې ورځې نه راپديخوا دپنځه مياشتو زيات تيرشوي لاړشۍ او ښاغلي ته قسم ورکړۍ چې ايا دمکتب په دروازه مو پښه هم ايښي ايا دکوم محصيل ستونزې ته دي مخه اړولي؟ تر اوسه دي دا موده په څه تيره کړه او کوي څه ؟ خو څوک به داکار وکړي ، دا پوښتنې مسوليت دچا دى ځکه دا ټولې پوښتنې خو دژورناليستانو په يوې ډوډۍ سره دمنځه تللي .

نصرت صيب ښه په پراخه پيمانه ژورنالستانو ته په جوړه شوي ميلمستا کې خيټي ورغوړې او سترګې يي ورته په يوکپ ډوډۍ خړې کړي چې نسبت د نورو ميلمستياوو په پرتلله دلته د ډوډۍ سپور خيڼي په زيات تعداوو ، اوس نو چې هر څه کوي څوک به وي چې تري پوښتنه وکړي؟ دا نو اوس زمونږ چارواکو ښه او اسانه طريقه پيداکړه چې ټولنه يې داصلي څيرې خبر نشي ، کړنې يې رابرڅيره نشي او ټولنې ته ونه شرميږي نو ژورناليستانو سترګې دځان لپاره په يوه کپ ډوډۍ ټيټوي دبلې خو خداي دي زمونږ ژورناليستانو ته انصاف ورکړي همدي ورځي ته په تمه وي او خپل ځان او وجدان يې خرڅ کړى او ټولنه يې شاته اچولي او فقط ورسره دخپلې خيټي غم وي ، ايا دوي دومره وږي دي که وچه او خپل درسترخوان ته کيني او پردي پولاوونو ته مخ وانه ړوي نو څه به وشي؟ ولي په خپل ظالم نفس دصبر تيږه نږدي؟

راځو ديته چې نصرت صيب دا ډوډۍ دڅه لپاره تياره کړي وه ؟ هدف يي څه وه؟ ولي يي پخو انه تياروله ايا دا ددي دخپل جيب پيسي دي که دخپل جيب يي وي نو پخوا چيرته و؟ که ووايو چې دروژې دبرکته يي خيرات کړى وه نو ولي زمونږ ژورناليستان دخيراتونو لپاره اوس ناست دي ايا پرادي خيراتونه خوړل ديو ژورناليست دنده ده که بايد نور هم څه وکړي؟
ولي ددي ډول ميلمستياوو لسمه برخه هغه کسانو ته نه ورکول کيږي چې ورته ضرورت لري، ولي هغه چا ته نه ورکول کيږي چې ټوله ورځ يې خپل ماشومان سره لمره ته اچولې وي او ديوکپ وچې ډوډۍ سوال کوي، ولي هغه چاته نه ورکول کيږي چې دروژه ماتي لپاه يو غړپ اوبه نه لري.

او که ووايو چې خيرات نه وه فقط يوه ميلمستيا وه نو ولي ښاغلى نصرت څه دشاه شجاع په تخت ناست دي چې ٢٤ ساعته يې لنګر بارکړى؟ خو بس د وطن بربادي مو راغلي نه ابادي .

تاسي فکر وکړۍ چې ايا تر اوسه مو دکومې رسانۍ څخه کوم انتقادي راپور اوريدلى، خبرونه او داسي کوم فعاليت مو وليد چې يو ژورناليست دى يوه ستونزه ترهغې وڅيړي ترڅو چې په اړونده مرجع سرته ورسوي داخو دجيګو سترګو کار دي او زمونږ دژورناليستانو سترګې په پولاوونو ټيتي شوي.

خو ښه خبره داده چې زمونږ ژورناليستان خپل شخصيت او دندي ته په درناوي قايل شي او نور نو ددي ډول ميلمستياوو څخه ځان وژغوري.

که چيري ددي ليکنې څخه وروسته په راتلونکو ميلمستياوو کې زمونږ محترمو ژورناليستانو څخه يو هم ګډون درلود دنوموړي نوم او اړونده رسانۍ په اړه به پوره ليکنه خپروم داځل داخلاقي معيار او شخصيت ته دهغوي په درانوي مو فقط هرڅه په عمومي ډول وڅيړل چې هدف مو دهغوي خپل اصلي دندې ته متوجه کيدل وو نه چې سپکاوي.