د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د افغانستان د ځوانانو د کرکټ ټولنې لوبدله په رمضان سيالۍ کې نيمه پايلوبې ته ورسېده

کرکټ څانګه 01.09.2010 01:53

نن د زرګونو افغانانو او تلويزيوني کيمرو په مخ کې د افغانستان د ځوانانو د کرکټ ټولنې لوبدلې د کراچۍ يو پياوړي لوبډلې (پاکستان کرکټ کلب) ته په ۸ ويکټو او ۵ اورونو ماته ورکړه او د پاکستان په رمضان سيالۍ کې نيمه پايلوبې ته بريالۍ شوه.

پچه د پاکستان کرکټ کلب وګټله او پخپله یې توپ وهنه غوره کړه. د افغان لوبډلې روزونکی اسدالله وايي چې پروګرام یې دا و چې که پچه وګټي نو پخپله به توپ وهنه پيلوي خو پچه مقابل لورې وګټله او د ده لوبډلې ته یې د توپ اچونې بلنه ورکړه.

افغان لوبډله په توپ اچونه کې خورا وځلېده. سره د دې چې په لومړي دوه اورونو کې پاکستان کرکټ کلب تېزه لوبه پيل وکړه او د خالقداد نوري په لومړي اور کې چې پاورپلی وه مخالفي لوبډلې ۱۵ منډې واخيستې خو وروسته ورته افغانانو منډې اخيستل خورا سخت کړل او ويکټې یې ورته زر زر وغورزولې.

نن د افغانانو توپ راغونډونه (فيلډ) هم خورا ښه و چې په پايله کې یې درې ويکټې په منډوه وسوځولې.

افغان لوبډلې وکړای شول چې د پاکستان کرکټ کلب لوبډله په ۹۲ منډو وسوځوي. درې ښکلې په منډه سوځولو برسېره نن حميد حسن ۳ ويکټې، عبدالله مزاري ۲ او محمد نبي او سميع الله يوه يوه ويکټ واخيسته او افغان توپ وهونکو ته یې د ۹۳ منډو اسانه هدف ډالۍ کړ.

افغان لوبډلې د توپ وهنې په پيل کې لوی بدلون دا راووست چې پيل يې په شهزاد محمدي او عبدالله مزاري وکړ. افغان روزونکی اسدالله وايي چې په مزاري یې ځکه پيل وکړ چې د تېزې لوبې پلان یې درلود. د نوموړي پلان پر ځای و ځکه چې مزاري او شهزاد تېزه لوبه وکړه او په شريکه یې افغانستان ته په لومړي دوه اورونو کې ۳۳ منډې جوړې کړې. توپ وهنه مزاري په يوه څلوريزه پرانيسته. شهزاد په ۱۵ توپونو ۱۹ منډې او مزاري په ۸ توپونو ۱۶ منډې واخيستې. دواړو دوه دوه څلوريزې او يوه يوه شپږيزه ووهله.

خو په لوبه کې ستر اغېز د محمد نبي ۳۲ او د اصغر ستانکزي ۲۶ منډو وکړ چې د دواړو دوه دوه شپږيزې هم په کې شاملې وې او دواړه ترپايه ونه سوځېدل. د افغانستان توپ وهنه د اصغر ستانکزي په شپږيزه پاي ته ورسېده چې ۹۴ منډو ته ورسېدې. د لوبې په پای کې افغانستان ۸ ويکټې او ۵ اورونه په لاس کې لرل.

روزونکی اسدالله وايي چې لوبډله یې اوس نيمه پايلوبې ته ورسېده او دوه ورځې لري چې لوبغاړي ورته چمتو کړي. نوموړی وايي چې د نيمه پايلوبې لپاره هم پلان لري چې د ښه پلي کولو په پايله کې بري ته هيله مند دی.

د افغانستان د ځوانانو د کرکټ د ټولنې مرستيال مشر او د لوبدلې مدير شفيق الله ستانکزي د جيو تلويزيون ته وويل چې نن یې لوبډله په ټولو برخو کې وځلېده. نوموړي د زرګونو سيل کونکو مننه وکړه چې د افغانستان د جنډو سره لوبغاړي ته راغلي وو او د لوبډلې ملاتړ یې وکړ. نوموړی وايي چې داسې ملاتړ د نړيوال جام د غوراوي په مهال په دوبۍ کې هم شوی و او که چېرته دا ډول سياليو ته افغان لوبډلې رابلل کېږي نو په لوبغالي کې د لا ډېرو سيل کونکو لپاره بايد چې نور ځای هم جوړ کړای شي.

د يادونې ده چې په ننۍ لوبه کې له پنځه زره زيات افغان سيل کونکي په لوبغالي او په زرګونو نور په ديوالونو، د بامونو په سرونو، او له لوبغالي بېرون ناست وو.

له لوبې وروسته د افغان لوبډلې ملاتړ کونکي له ډېرې جذبې لوبغالي ته ښکته شول او د لوبغاړو د ناستې ترځای ورسېدل. پوليسو افغان لوبغاړي په ډېره بېړه دننه خونو ته ننويستل ځکه چې د لوبغاړو د امنيت تشويش ورسره وي. د دې لوبو د امنيت ساتلو لپاره د پوليسو برسېره د کراچۍ بېلابېل امنيتي ځواکونه او رينجر هم ځای پر ځای کړای شوي وو. په لاهور کې د سريلانکا په لوبډله له بريده وروسته اوس په پاکستان کې بهرنۍ لوبډلې لوبو ته زړه نه ښه کوي، نو ځکه د دې سيالۍ جوړونکي د افغان لوبډلې دامنيت په اړه تشويش لري او له ډېر احتياطه کار اخلي.

له لوبو وروسته لوبغالي ته ښکته کېدل د لوبې د روحيې سره منافي عمل ګنل کېږي او په ډېرو ځايونو کې هغه لوبډلې له سياليو څخه محرومېږي چې ملاتړي یې دا ډول ګډوډي رامنځ ته کوي. افغانان هم بايد هر چېرته کوښښ وکړي چې که چېرته یې لوبډله د هېواد د سرلوړۍ لپاره زحمت او تکليف ګالي، دوی هم بايد د خپل هېواد او ټولنې نوم روښانه کړي او د ورزش د روحيې سره سم چلند وکړي.

د لوبډلې روزونکی اسدالله (چې د زرګونو افغانانو په ملاتړ خوښ ښکارېده) وايي چې په راتلونکې لوبه کې به ملاتړ کونکو ته اعلان وکړي او هيله به ترې وکړي چې بيا لوبغالي ته د ښکته کېدو پرځای له خپلو ځايونو خوښي وکړي او خپله لوبډله تشويق کړي.

په دوبۍ کې د شل اوريزه نړيوال جام د غوراوي په موخه هم افغانان يو ځل لوبغالي ته له لوبې وروسته ښکته شوي وو چې د کرکټ نړيوالې شورا ته یې خوند نه و ورکړی. بيا افغان لوبډلې له ملاتړ کونکو هيله وکړه چې دا کار تکرار نه کړي ځکه بيا ورته د کرکټ نړيواله شورا په دې لوبغالي کې د لوبو کولو حق نه ورکوي. افغان ملاتړ کونکو په ډېره مينه دا غوښتنه ومنله او دا ډول هرج مرج بيا تکرار نه شو.

نن په کراچۍ کې افغانان د لوبې سيل ته د ځانګړو شعارونو سره راغلي وو. په يو شعار یې ليکلي وو چې ((د پاکستان او افغانستان دوستي کرکټ لا پياوړې کړه)). په بل یې ليکلي وو چې ((د پاکستان او افغانستان دوستي زنده باد)). افغان سيل کونکي (چې کابو په لوبغالي کې ۹۵٪ کې همدوی وو) د ډاکتر ام شاه دې سيالۍ ته يو ځانګړی خوند او رنګ وربښلی دی چې په راتلونکې کې به په پاکستان کې د سياليو جوړونکي وهڅوي چې افغان لوبډلې دا ډول لوبو ته وبلي.

په دې لوبو کې يو مثبت ټکی دا هم دی چې د افغان لوبډلې ملاتړ د پاکستاني ملاتړ کونکو او شنونکو حساسيت نه دی راپارولی بلکې پاکستانيانو یې په پراخه سينه هرکلی کړی دی چې د جيو تلويزيون د ويناوالو په ويناو کې یې څرک له ورايه ښکاري او په ډېر مثبت انداز کې پرې شننې کوي.

افغان لوبډله به په نيمه پايلوبه کې د پاک کورانګي او يا کورانګي الفتح لوبډلو سره مخامخ کېږي. کورانګي الفتح لوبډلې له افغانستان څخه په لومړي پړاو کې لومړۍ لوبه ګټلې وه.

د افغان لوبډلې د توپ وهنې او توپ اچونې شمېرپاڼه: