د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په امریکا کې افغان سفير سيد طيب جواد له دندې ګوښه شو

خبري څانګه 31.08.2010 20:29

په واشنګټن کې د افغانستان سفير سيد طيب جواد له دندې ګوښه شو،يوې باخبره  سرچينې ټول افغان ته وويل چې نوموړی د ولسمشر حامد کرزي د ځانګړي فرمان له مخې ګوښه شوی.

څو ورځې وړاندې ټول افغان ويب سايټ د ښاغلي جواد او دهغه د کورنۍ ځینې انځورونه خپاره کړل چې پکې ښودل کېده چې نوموړی او د کورنۍ غړي يې دسفارت په ودانۍ کې د موسيقۍ په يوه پروګرام کې سره راغونډ شوي او د نڅاوو پروګرام يې جوړ کړی و،ددې ترڅنګ د هغه مېرمن په نيمه جامو کې ليدل کېده.

په ټول افغان کې ددغو انځورونو له خپرېدو وروسته د امریکا مشهورې اوونيزې مجلې نيوز ويک هم په دې اړه يوه مقاله خپره کړه.

د سرچينې په وينا څو ورځې وړاندې ولسمشر کرزي له سفير نه په دې اړه سپيناوی وغوښت خو دا چې هغه په خپلو دلایلو کې پاتې راغی نو د ولسمشر له خوا له دندې ګوښه کړل شو.

د سرچينې په وينا کله چې ده له افغان سفارته په دې اړه مالومات وغوښتل نو ورته وويل شول چې د سفير قانوي وخت پوره دی او نور بايد کابل ته ستون شي،خو حال دا چې نوموړي له تېرو اتو کلونو راهيسې پر دغه څوکۍ خېټه اچولې.

دا په داسې حال کې ده چې د نوموړي د ماموريت قانوني وخت درې کاله و.

سفير سيد طيب جواد په يو ليک کې خپلو ملګرو او مينه والو ته ليکلي دي چې د سپتمبر ۲۲ نېټه یې د کار اخري ورځ ده.

سيد طيب جواد ليکي چې اووه کاله یې د افغانستان په استازيتوب د سفير په توګه دنده اجرا کړه او د افغانستان او امريکا د اړیکو د پياوړي کولو لپاره یې کار وکړ او د برازيل، مکسيکو، کولمبيا او ارجنټاين لپاره یې هم د افغانستان استازيتوب پر غاړه لرلو.

په دې اړه نورې ليکې د لاندې سرليکونو په کېکاږلو سره ولولئ.

په واشنګټن کې د افغانستان دسفير څو نور انځورونه

دافغان سفیر انځورونه د لویې رسوايی په لور

د سيد طيب جواد د کار سرته رسېدلو په مناسبت د نوموړي بشپړ ليک دلته ولولئ.