د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

انتخابات ټوکی نه دي!

ډاکټر محمد فريد بزګر 30.08.2010 15:00

راځۍ د بلخ له پښتنو يي زده کړو! نن می يو ښه خبر ولوست چې د بلخ پښتنو د خپل سرنوشت لپاره يوه ستره غونډه کړي وه، او ولسي جرګې ته يي د نوماندانو شمير له ۲۲ څخه ۱۱ کسانو ته راټیټ کړای دي.

انتخابات لوبې نه دي، خو له بده مرغه موږ پښتانه لکه د ژوند نور بنسټیز مسایل دا هم يوه سرسری موضوع ګڼو. ولسي جرګه یو سرنوشت جوړونکی ارګان دی، هلته د خلکو او ولس استازيتوب کيږي، نو هغه خلک باید ورته لار پيدا کړي چې له ټولنې خبر، د ټولنې په درد دردمن، په سیاسي مسايلو آګاه، خوله ور، بامنطقه، تصميم نيونکي، غوږنيونکي (يعنی داسي نه وي چې يوازې خپله وايی او د بل نه اوري)، صالح، اسلامی او ملي احساس درلودونکي، تر يوې اندازې له نړيوال سياست څخه باخبره، بادرکه، باسواده، متواضع، باشخصیته او د ښه شهرت خاوندان وي.

له بده مرغه په کابل او جلال اباد کې وضع خورا پيچلي او عجيب و غريب بريښې، په جلال آباد کې خو به ډيرې کمې کورنې وي چې ولسي جرګې ته کانديد ونه لري! افرين شه او د ځينو په جريت! لږ دې له ځان سره فکر وکړي، چې ايا هغوي واقعاً په ولسي جرګه کې د خلکو استازيتوب کولای شي؟ يو نيم يي زه پیژنم چې په کور کې خپل ماشومان نه شي اداره کولای، نو هغه به په ولسي جرګه کې څرنګه خپل غږ پورته کړای شي؟

د کابل وضع له جلال آباد څخه هم بدتره ده. دلته خو له يو سره چا چې د عکس د چاپولو توان درلود، د کانديدانو په ليست کې يی نوم ځای کړی دی.

انتخابات ټوکې نه دي، نه د شهرت وسيله، زه مطمين يم دغو پښتنو چې له کابل څخه يي ځان کانديد کړای دی، که په خپل منځ کې لکه د بلخ د پښتنو جوړ جاړی و نه کړي، فکر نه کوم د نورو غيرپښتنو په مقابل کې چې خورا منظم دي، يو يي هم کامياب شي. د سږکال ټاکني پښتنو ته خورا مهمي دي. ځکه د پښتنو له اکثر سيمو څخه د جګړې او ناامنې کړۍ چاپير دي. نو اکثرو يي ځان له کابل څخه کانديد کړی دی. دلته که څه هم د پښتنو شميره لوړه ده خو لکه په نورو برخو کې بیا هم د پښتنو بي اتفاقي او بی تفاوتي د انديښنې وړ ده. حتی ډير رسيدلي، باسواده او په مهمو چوکيو ناست پښتانه د رای ورکولو کارت نه لري، حتی دا ورته شرم بريښي، چې زه له نورو سره څرنګه په يو قطار کې ودريږم؟

زما هيله د کابل له ټولو درنو پښتنو نوماندانو څخه دا ده، چې په خپل منځ کې سره کښينی، هر څوک ځان له هر بل چا څخه ښه تللای شي، هغوي چې پوهيږي چې د بري امکان يي کم دی، نو د خپلې خوښې بل نوماند ته دې تير شی، خپلې موخې او اهداف دې سره شريک کړي د ګډو موخو او اهدافو خاوندان دې يو بل ته سره تير شي، يوازې هغوی چې مطميناً د ولس استازيتوب کولای شي دي مخکې شي، که موږ په کابل کې لس کاندیدان ولرو، زه ډاډ درکوم چې اته خو يي حتماً ولسي جرګې ته لاره پیدا کوي، خو که تا ويل چې زه يم او ما ويل چې زه يم نه به ته يي نه به زه يم، او چې ما ویل چې ته يي او تا ويل چې ته يي، هم به ته يی هم به زه يم.

نو قدرمنو نوماندانو! د پیسو او وخت د سپما په خاطر د دې ځوريدلی او کړيدلي ولس په خاطر د وسنیو او زموږ مخي ته پرتو ستونزو او تکلیفونو په خاطر سره متحد شي، او هغوی چې پوهيږي د وړلو چانس يي کم دی بايد همدا اوس پښې سپکې کړي چې د پیسو د بی ځايه لګښت مخنيوی یی وشي.

که کانديدان يو بل ته نه تیريږي، نو رایه ورکوونکي دي مخکی له مخکی يو کانديد غوره کړي او ګران پښتانه رایه ورکوونکي دی په رايه ورکولو کې خورا دقت وکړي، لطفاً دي هغه چا ته رايه ورکړي، چې واقعاً مستحق يي وي. که نور څه امکان و نه لري، د هر ولایت چې وي او په کابل کې اوسيږي نو بیا دی په کابل کې د خپل ولایت یو مستحق نوماند مشخص کړي او ټول دي د خپل ولایت يو نوماند ته رايه ورکړي، لکه د ميدان وردګو خلک دي په کابل کې يو ښه نوماند مشخص کړي او ټول دي هغوی ته رایه ورکړی، همدا راز د ننګرهار، پکتيا او داسې نور،

که داسې و نه کړو، نو ډاريږم چې خدای ناخواسته له کابل څخه به هیڅ ولسی جرګه کې څوک له کابل څخه و نه لرو، څکه غیرپښتانه خورا منظم او د سیاسي شعور خاوندان دي. ځيني يی چې پوهيږي چې په خپل ولایت کې خو يی رایه خپله ده، نو کابل ته يی مخه کړي ده، او د ځينو ولایتونو نيم نفوس يي د انتخاباتو له پاره په کابل کې میشت شوي دي.